سیګار له افغانستانه د وتلو شرایط 'پټولو' له کبله د امریکا پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو نیوکې کړې

سیګار وايي، د امریکا دفاع وزارت د محمد اشرف غني په غوښتنه له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغان حکومت او پوځ په هکله د اطلاعاتو علني خپرېدو مخه نیولې.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، سیګار وايي، د امریکا دفاع وزارت د محمد اشرف غني په غوښتنه له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغان حکومت او پوځ په هکله د اطلاعاتو علني خپرېدو مخه نیولې.

د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې 'سیګار ' ویلي، د امريکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو هغو اسنادو ته لاسرسی محدود کړی چې له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی جوتوي او په ټوله کې د دې مسلې نور اړخونه ورسره روښانه کېږي.

سیګار مشر جان سوپکو وايي، یوازې هغه مهال افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت بشپړ تصویر ترلاسه کېدای شي چې د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه محدود شویو معلوماتو ته د لاسرسي اجازه ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، د امنیتي اندېښنو له کبله یې له افغانستانه د وتلو په هکله یو شمېر رپوټونو ته په موقت ډول لاسرسی محدود کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه راز وايي، غواړي ډاډ تر لاسه کړي، د هغو افغانانو او سازمانونو پېژندلو په هکله معلومات له دې رپوټونو لېرې شي چې له امریکا سره همکار وو.

بل لور د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا کانګرېس ته خپل تازه استولي رپوټ کې ویلي، سره له دې چې د امریکا کانګرېس ماموریت ورسپارلی، د مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه د امریکا دفاع وزارت له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان حکومت او پوځ سقوط په هکله ځینې معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت د سیګار د دې رپوټ خپرېدو تر مهاله په دې هکله غبرګون نه دی څرګند کړی.

ښاغلي سوپکو د جمعې پر ورځ خبریالانو ته وویل، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ترې غوښتي له خپلو رپوټونو دې ۲۴۰۰ مواردو کې معلومات لېرې کړي، خو په وینا یې له بیا کتنې وروسته یې ایله څلور موارد داسې وموندل چې باید لېرې شي او نور یې پر ځای پرېښودل.

سیګار مشر وايي، دې لړ کې ځینې داسې 'عجیبې او غریبې ' غوښتنې هم وې، چې ده یوه له رپوټونو د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د نامه لېرې کول یې یوه بېلګه وبلله.

ښاغلی سوپکو وايي، ''باید پوه شو، چې د امریکا حکومت له څه وخته او تر کومه بریده د افغان حکومت له سقوطه خبر و او د هغو معلوماتو له مخې چې درلودل یې څه ډول عمل یې کړی دی. ''

سیګار ته دنده سپارل شوې د افغان حکومت سقوط او له دې هېواده د خلکو ایستلو چارو ارزونه وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سیګار ته دنده سپارل شوې د افغان حکومت سقوط او له دې هېواده د خلکو ایستلو چارو ارزونه وکړي.

نوموړي دغه راز د امریکا پر دفاع وزارت هم نیوکه وکړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو په هکله یې معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

هغه وویل:

''د افغان پوځي مشرتابه عملیاتي او تکتیکي چمتوالی، د امنیتي ځواکونو تلفات، ستونزې، روزنیزې نیمګړتیاوې او تېروتنې او دغه راز د پوځي کادرونو په هکله د ارزونې ټول معلومات پنټاګون محدود کړي دي. '

په جون - جولای میاشتو کې دیپلوماتانو د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته یوه استول شوي پیغام کې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان حکومت له وړاندوینې هم مخکې د نسکورېدو په حال کې دی او د سملاسي ایستلو لپاره یې د اقداماتو غوښتنه کړې وه.

جو بایډن د هغو افغانانو لپاره چې له خطر سره مخامخ بلل کېدل، د ویزې ترلاسه کولو بهیر چټک کړی و، خو له هوايي لارې یې د خلکو ایستلو پراخ عملیات هغه مهال پیل کړل، چې معلومه شوه، کنټرول د طالبانو لاس ته ورغلی.

د اکتوبر پر ۲۷ ښاغلي بلېنکن ویلي و، له افغانستانه د خلکو ایستلو عملیاتو کې به د هر ډول تېروتنې په هکله ارزونه وکړي.

نوموړي ویلي، له افغانستانه د خلکو ایستلو او له دغه هېواده د ایستل شویو کسانو بیا مېشت کېدو د پروګرام په هکله یو شمېر ارزونې روانې دي.

سیګار ادارې د امریکا کانګرېس کې د څار او اصلاحاتو کمېټې له لوري دنده سپارل شوې د افغان حکومت د سقوط او له هېواده د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو شرایطو ارزونه وکړي.