جو بایډن او شي جین پینګ د نښتې د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن له هغې راهیسې چې ولسمشر شوی د لومړي ځل لپاره د چین ولسمشر شي جین پینګ سره مخامخ کتنه کړې.
دا کتنه په داسې وخت کې شوې چې د دواړو زبرځواکوهېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي دي.
جوبایډن د چین او متحدو ایالتونو ترمنځ د نښتې مخنیوي مهم وباله.
دواړه مشران د جي ۲۰ هېوادونو غونډې لپاره اندونیزیا کې دي چې د سې شنبې پر ورځ په بالي کې پیلېږي.
اټکل کېږي چې د تایوان موضوع به د دوي د خبرو د اجنډا په سرکې وي.
بیجینګ، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي. خو تایوان ځان جلا ګڼي.
ښاغلی بایډن وايي دواړه مشران به د تایوان په اړه خپلې سرې لیکې په ډاګه کړي.
د تایوان ستونزه څه ده؟
مهمه خبره دا ده چې د تایوان ټاپو د موقف په اړه یو بحث روان دی.
د چین له نظره تایوان د چین یو "یاغي ایالت" دی چې یوه ورځ به له خپل اصلي هېواد سره یوځای کېږي- که اړتیا وي د زور پر مټ هم.
خو تایوان د یو خپلواکه هېواد ډېرې ځانګړتیاوې لري.
دا یو ډيموکراتیک هېواد دی چې خپله ځان اداره کوي او خلک یې فکر کوي چې له بیجینګ جلا دي. دا چې خپلواکي یې کله هم په رسمي ډول اعلان شوې او که نه، دا بېله خبره ده.
د امریکا متحده ایالتونه له ډېرې مودې راهیسې پدې اړه په احتیاط سره ګامونه اخلي.
په رسمي توګه، یوازې د بیجینګ حکومت په رسمیت پېژني. خو، ولسمشر بایډن په وار وار ویلي که د بیجینګ عسکر پر تایوان برید وکړي متحد ایالتونه به د تایوان دفاع وکړي.
سپینې ماڼۍ تل هڅه کړې د ده له دغو خبرو پرشا شي.
په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو وه او په اګست کې هغه مهال اوج ته ورسېده چې د متحدو ایالتونو د ولسي جرګې مشرې نانسي پېلوسي تایوان ته سفر وکړ.
چین، تایوان ته څېرمه له پراخو پوځي تمرینونو سره دې سفر ته غبرګون وښود.
د اسیايي سیاستونو کارپوهان وايي، د متحدو ایالتونو او چین د مشرانو دا مخامخ کتنه تریوه حده د نمایش لپاره ده، خو په عین وخت کې، دا خبرې اترې ټولې هم بې معنا نه دي.
د هانګ کانګ د چینايي پوهنتون پروفیسر پیېر لاندرې وايي، دواړو مشرانو لپاره د کتنې اصلي هدف دا دی چې په نړیوال ډګر کې کمزوري ښکاره نه شي.
په تېرو څو کلونوکې دوه اړخیزه خبرې په مجازي ډول ترسره کېدې، ځکه چې هم کورونا نړیواله وبا موجوده وه او هم د دواړو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي وو.
پروفیسر لاندرې وايي چې په یو درېیم هېواد کې د یوې سترې سرمشریزې غونډې په څنډه کې د غیر رسمي خبرو اترو دود پخوا هم و چې د سیاسي بنبست د ماتولو سبب شوی.
هغه وايي همدغه ډول خبرې اترې وې چې د سړې جګړې په کلونوکې یې د ډيپلوماتیکې ترینګلتیا په کمولو کې رول درلود.
خو هغه وايي چې دا خبرې اترې تل د دولتونو د مشرانو په کچه نه وي.











