د واخان دهلېز پروژه: د اقتصادي ودې هیلې او امنیتي اندېښنې

Wakhan

د عکس سرچینه، Taliban

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خپل شمال ختیځ ګاونډي چین سره د اقتصادي اړیکو پراختیا په موخه د واخان غرني دهلیز د سړک جوړولو چارې بشپړېدو ته نژدې کړې دي.

طالب چارواکي تمه ښیي، چې دا سړک به نه یوازې اقتصاد ته وده ورکړي بلکې افغانستان به د چین، اروپا او منځني ختیځ ترمنځ پر اقتصادي څلورلارې او یوه مهم لوبغاړي واړوي.

د طالبانو حکومت د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت تېر کال اعلان وکړ، چي د ۳۶۹ میلیون افغانیو په لګښت به د بدخشان د واخان ولسوالۍ له کوچني پامیر نه د چین تر پولې پورې ۵۰ کیلومتره سړک وغځوي .

اوس له نژدې یو کال وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه خام سړک د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نژدې کړې دي.

د طالبانو په حکومت کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو وزیر د دفتر رییس میرزا محمد شکیب وايي د دغه سړک څلوېښت کېلومتره تګ راتګ لپاره چمتو او پاته برخه به یې هم ډیر ژر بشپړه شي.

دی وايي:''د بدخشان ولایت دواخان ولسوالۍ له بزهای ګنبد سیمې د چین تر پولي پوري د ۴۹،۷ کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو کار په بشپړېدو دي، چي افغانستان به له چین سره ونښلوي.''

افغانستان د واخان دهلیز له لارې له چین سره شاوخوا اتیا کیلومتره ګډه پوله لري.

دا دهلیز په شمال کې له تاجکستان، سویل کې له پاکستان او ختیځ د چین له سینګیانګ ولایت سره نښتی دی.

پاکستان هم له تېرو لسو کلونو د دې سیمې له لارې د سویلي آسیا او مرکزي آسیا نښلېدو ته لېوالتیا ښودلې ځکه دا لار ډېره لنډه او یوازې ۱۱۰ کیلو متره ده.

واخان

د عکس سرچینه، MINISTRYOFPUBLICWORKS

د طالبانو د حکومت جګپوړو چارواکو بیا په تېر یوه کال کې، پر هر دریځ او ناسته کې له چین سره د دغه دهلیز د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په خپله وروستۍ لیدنه کې ویلي و، چې د واخان دهلیز او دوه اړخیزې همکارۍ پر څرنګوالي او امکاناتو باندې غور کوي.

د روان کال په جنورۍ کې 'سوت چینا مارنېنګ پوسټ' ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي و چې ''افغانستان لپاره د واخان دهلیز ځکه مهم دی، چي بهر ته به د سوداګرۍ بله لاره پیدا کړي، خو چین به د دې سیمې امنیت لپاره محتاطانه ګام پورته کړي.''

د افغانستان د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر آذرخش حافظي وايي، د چین په لومړیتوبونو کې لومړی امنیت او دوهم اقتصاد دی، نو د ده په وینا د امنیتي اندېښنو له کبله د واخان دهلیز پرانیستلو ته د چین لېوالتیا کمه ده.

ښاغلی حافظي وايي: ''چین له ترهګرۍ وېره لري، په ځانګړې توګه له ایغوریانو او اسلامي توندلارو ډلو نه - نو زما په فکر چین نه غواړي د هغه لارې (واخان دهلیز) پرانیستلو سره چې موږ ورته زیاته اړتیا لرو خپل ځان ته ګواښ پېښ کړي.''

نوموړی زیاتوي د دې لارې پرانیستلو ته د پاکستان لېوالتیا زیاته وه، چې د مرکزي اسیا بډایه بازارونو ته لاره پیدا کړي، خو د چین له ګډون پرته ښایي د پاکستان دا غوښتنه پوره نه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې پخواني مشر په وینا چین په تېرو لسو کلونو کې غوره بلله چې له افغانستان سره سوداګري او راکړه ورکړه د تاجکستان او قرغیزستان د ''کلمه'' بندر له لارې ترسره کړي.

دی وايي '' له چین نه افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د سوداګریز توکو راوړل له اووه نه تر اتو میاشتو وخت اخلي. که واخان پرانیستل کیږي ښایي دا موده به څو ورځو ته راټیته شي.''

خو ښاغلی حافظي دا هم زیاتوي چې د هېوادونو ترمنځ سوداګري او له اقتصادي اړخه نښلېدل یوازې په یوه خامه سړک پورې محدود نه دي بلکې بندرونو، ګمرکونو او نورو تاسیساتو جوړولو لپاره نړیوالو او دوه اړخیزو تړونونو ته اړتیا لري، او له دې پرته سوداګري شونې نه ده.

واخان

د عکس سرچینه، MINISTRYOFPUBLICWORKS

د عکس تشریح، دا لار به واخان ملي پارک ته د سیلانیانو ورتګ هم اسان کړي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر یونس مهمند بیا هیله من دی چې که د واخان دهلیز پرانیستل شي، نو افغانستان به د چین، اروپا او منځني ختیځ هېوادونو ترمنځ پر یوه اقتصادي دهلیز بدل کړي.

ښاغلی مهمند وایي په دې توګه به چین د افغانستان له لارې له ۴۱ هېوادونو سره وصل او همدا راز له چین افغانستان ته د وارداتي توکو د انتقال لګښت هم نیم په نیمه راټیټ شي.

نوموړی وايي ''ددې لاري پرانیستل به د افغانستان او افغانانو لپاره ستر اقتصادي پرمختګ وي.‌ افغانستان به په اقتصادي دهلیز بدل کړي.‌ زموږ د وارداتو او صادراتو ستونزي به حل شي او نیغ به له چین سره وصل شو.''

د بدخشان په واخان غرنۍ سیمه کې د سړک غځولو چارې لومړی ځل د تېر جمهوري حکومت پر مهال پیل شوې.

تېر حکومت ۲۰۲۰ کال کې د دغه جغلي سړک جوړولو لپاره ۳۶۹ میلیون افغانۍ بېلې کړې او یوازي ۱۵ سلني چارې یې بشپړي شوې وې، چې جمهوريت رانسکور شو او د دغې پروژې کارونه هم ودرېدل.

ددغه سړک جوړول په تېر حکومت کې د هغه پلان برخه وه، چې غوښتل یې لیري او وروسته پاتې سیمې د سړکونو له لارې د افغانستان له ښارونو سره وتړي.

هغه مهال د افغانستان کلیو او پراختیا وزارت ویلي و، چې د دغه سړک له جوړېدو سره به د څو ورځو سفر څو ساعتونو ته را لنډه شي.

تمه ده چې دغه لار به واخان ملي پارک ته د سیلانیانو ورتګ هم اسان کړي.