ورېښم لار، د چین سل کلنه پروژه
د پېړۍ پروژه، د چين دا پلان چې د شپېتو هېوادونو له لارې د ورېښمو لارې په بيا جوړولو د سيمو اقتصاد وغوړوي.
ګوتنيوونکي بيا د چين له سټراټيژيک اغېز او ځواکه په وېره کې دي.
چين یې د پېړۍ پروژه بولي. يو داسې پلان چې له مخې به یې بېجينګ له ۶۰ زياتو نورو هېوادونو کې د بنسټيزو ودانيو پر جوړولو نژدې زر ميليارډ يا يو ټرليون ډالر لګوي. ولسمشر شي جېنپينګ وايي د ورېښمو نوې لار به د ټولو لپاره د ګټې وټې کار وي.
خو ګوتنيوونکي وېره لري، دا د سټراټيژيک اغېز لپاره د چين يوه موخه ده، چې ښايي شريکان یې لسيزې موده په پورونو کې ورډوب کړي.