افغانستان او چین پر سړک سره تړل کېږي

.

د عکس سرچینه، mopw.gov.af

د عکس تشریح، که څه هم دا وزارت د دې سړک د بشپړولو او د کار د پیل نېټه نه ښيي، خو وايي، د دې لارې جوړول ۱۵ سلنه پرمختګ لري.

د افغانستان ټولګټو وزارت وايي، د ځمکې له لارې د دغه هېواد او چین د نښلولو لپاره د جغل سړک جوړولو چارې چټکې روانې دي.

دا وزارت د سې شنبې په ورځ (د مې ۱۱) پر فیسبوک لیکلي، د ۳۶۹ میلیون افغانیو په ارزښت دا ۴۹،۷ کیلومتره اوږد سړک د افغانستان شمال ختیځ ته د بدخشان ولایت د پامیر ولسوالۍ له ګونبد خورد سیمې پیل شوی دی او د واخان ولسوالۍ تر پای "چې کابو د چین هېواد سرحدي نقطې ته رسېږي غځېدلی".

که څه هم دا وزارت د دې سړک د بشپړولو او د کار د پیل نېټه نه ښيي، خو وايي، د دې لارې جوړول ۱۵ سلنه پرمختګ لري.

واخان د بدخشان په لوړو کې پرته ولسوالي ده چې تر ډېره په واورو پټه وي او د چارواکو په خبره، له همدې کبله یې په ځینو سیمو کې د دې سړک چارې ځنډول شوې خو په متعدلو سیمو کې یې کار روان دی.

په ورته مهال چین هم له خپلې خوا له افغانستان سره د سړک له لارې د نښلېدو د پلان په هکله لا څه نه دي ویلي.

چین نړۍ کې د پنځو غوره اقتصادي هېوادونو له ډلې او له افغانستان سره څو نوي کیلومتره ګډه پوله لري، خو د سختو غرونو له امله له یو بل سره د سړک له لارې وصل نه دي او همدا وجه ده چې خپلمنځي سوداګري یې خورا کمه ده.

افغانستان د منځنۍ اسیا له اوږدې لارې او هوايي دهلېز پر مټ- چې ګرانبیه تمامېږي- له چین سره سوداګري لري او د دې سړک جوړېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ لوی خنډ لرې کېږي.

.

د عکس سرچینه، mopw.gov.af

د عکس تشریح، د افغانستان ټولګټو وزارت هم وايي، چې د افغانستان له خوا پیل شوي سړک سره به افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې شي.

چین د یوه لار یو کمربند اقتصادي پلان سره د پاکستان له لارې ګوادر بندر او منځني ختیځ ته رسېدل غواړي او له نورو لارو هم ځان تر اروپا رسوي.

چین تر دې مخکې افغانستان ته هم د پاکستان له لارې د یو کمربند یوه لار غځولو خبره کړې وه.

د افغانستان ټولګټو وزارت هم وايي، چې د افغانستان له خوا پیل شوي سړک سره به افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې شي.

نږدې درې کاله ( د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر پر ۲۶) مخکې په چین کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه کې افغانستان د چین له اقتصادي دهلیز سره د ځان نښلولو هوکړه وکړه چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته غځول کېږي.