طالبانو له چين غوښتي چې په واخان کې له افغانستان سره سوداګرۍ ته لار جوړه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت چارسمبالي په یوه پیغام کې د چين له چارواکو غوښتي چې د افغانستان په شمال ختیځ څنډه واخان کې له چین سره د سوداګرۍ بنسټونه ورته ورغوي.
د واخان تړانګه افغان چارواکو په وروستیو کلونو کې له چین سره د لېږد را لېږد د يوې مخامخ لارې د رامنځته کېدو فرصت ګڼلی و.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي تازه له چينه غوښتي چې، د سوداګرۍ ښه کولو لپاره د واخان دهلیز بنسټونه ورغوي چې د هغه په وینا دا به نه یوازې د افغانستان طبيعي زېرمو ته د چین لاسرسی اسانه کړي، بلکې د افغانستان له اقتصادي ودې او د سیمې له ثبات سره به هم مرسته وکړي.
ښاغلي عزیزي د چین یوه سوداګریز نندارتون ته د افغان سوداګرو د وربلل کېدو په خاطر د مننې په یوه تازه خپاره کړي پیغام کې چينايي چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې واخان دهلیز یا ورېښم تاریخي لاره د افغانستان او چين تر منځ سوداګري ډېرولی شي او د توکو د لېږد را لېږد ډاډمنه لاره کېدی شي.

د عکس سرچینه، SOCIAL
نوموړي ويلي، "د چین ولسي جمهوریت له مشرتابه غواړو، لکه څرنګه چې د سيپک او د کمربند او لارې پروژې پیل او پلې کوي، د چین او افغانستان تر منځ د واخان دهلیز په رامنځته کولو کې دې هم ګام اوچت کړي او په دې برخه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي. "
وار له مخه د کمربند او لارې په ستره او ستراتيژيکه پروژه کې د افغانستان په ورګډولو سربېره د چین - پاکستان په اقتصادي دهلیز یا سيپک کې هم د افغانستان د ور ګډولو ژمنه شوې. پاکستاني چارواکو هم ویلي چې غواړي دغه دهلیز افغانستان ته وغځېږي.
د طالبانو په لاس د افغانستان د دولت تر سقوط مخکې هم افغان دولت د چین تر پولې په واخان ولسوالۍ کې د غځېدلې لارې د کار د پنځلس سلنې پرمختګ خبر ورکړی و.
چین که څه هم په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ پراخې کړې او د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتي توکو چې څلور زره قلمه توکي کېږي تعرفې یا مالیې هم له منځه وړې خو د واخان دهلیز د مخامخ لارې د جوړولو کومه ژمنه یې تر اوسه نه ده کړې.

کارپوهان وايي، چین د خپلو اوږدمهالو پراختيايي موخو له مخې کار کوي او له انجنیري او عملي پلوه په واخان سیمه کې د افغانستان او چین تر منځ د لېږد را لېږد د سترې ترانزيتي لارې جوړول ګران دي.
د اقتصادي چارو شنونکي طارق فرهادي بي بي سي ته ویلي، افغانستان وار له مخه د مرکزي آسیا د هېوادونو له لارې له چين سره پر اوسپنې پلټۍ لاره تړلی او چین په داسې ډول خپله د نښلېدو شبکه پراخوي چې د دوی ته شونې او د دوی ګټه پکې وي.
د افغانستان په شمال کې د ازبکستان، قرغزستان او چين ترمنځ ګډ اقتصادي دهلېز روان میلادي کال عملي کار پیل کړی او دوه میاشتې وړاندې د دغې لارې لومړنی رېل ګاډی هم بلخ ته پر سوداګریزو توکو بار رسېدلی و.
خو د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیت د تړون له مخې شاوخوا شپږ کاله وړاندې لومړنی ریل ګاډی حیرتان بندر ته رسېدلی و چې د هغه وخت تړون له مخې دغه دهلېز له قزاقستان او ازبکستانه تېرېده او بیا د بلخ تر حیرتان بندره رسېده.










