د بریتانیا نوی لومړی وزیر: روانډا ته د پناه غوښتونکو پلان "له پیلېدو مخکې مړ او ښخ شوی"

کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

د بریتانیا نوي لومړي وزیر کېیر سټارمر تېر حکومت له خوا روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو پروګرام لغوه اعلان کړ.

ښاغلي سټارمر د روانډا سکیم یا پروګرام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "د روانډا پروګرام له پیلېدو مخکې مړ او ښخ شوی دی."

هغه د وړو کیښتیو په وسیله بریتانیا ته د پناه غوښتونکو ورتګ ته په اشارې وویل روانډا ته د کډوالو د لېږلو پلان د کډوالو د ورتګ د مخنیوي په توګه کار ونه کړ. سټارمر وايي، "د روانډا پلان له پيلېدو دمخه ناکاره او په نشت حساب و. هېڅکله د کډوالو د راتلو مخنیونکی نه و. هغو شمیرو ته وګورئ چې د دې کال څه باندې لومړیو شپږو کې راغلي دي. دا د ریکارډ په کچه شمېرې دي. دا هغه ستونزه ده چې موږ ته په میراث پاتې ده. دا پلان هېڅکله د مخنیوي په توګه کاریدلی نه شي. تقریبا برعکس، ټول په دې پوهیږي په ځآنګړي ډول ورانکارې ډلې، چې روانډا ته د کډوالو د استولو چانس خورا کم و، تر یو سلنې هم کم."

روانډا ته د پناه غوښتونکو استولو موخه د مخکېني لومړي وزیر رشي سوناک د هغو هڅو یوه برخه وه، چې ویل يې، د انګرېز چېنل له لارې د راتلونکو غیر قانوني کډوالو مخنیوی وکړي.

پلان دا و هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته راځي، روانډا ته ولېږدول شي او له هغه ځایه د پناه غوښتنه وکړي - که غوښتنه یې نه منل کېده، نو‌ بېرته به خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

اوسني واکمن او د اپوزيسيون نورو ګوندونو او د بشري حقونو ډلو هغه مهال هم پر دغه پلان سختې نيوکې کولې او مخالف یې وو.‌

د بریتانیا سترې محکمې هم، د حکومت پلان "ناقانونه" بللی او ویلي یې و، داسې "ريښتني ګواښ" شته چې ښايي پناه غوښتونکي له روانډا بېرته هغو هېوادونو ته واستول شي چې کډوال ترې تښتېدلي دي.‌

د رسمي شمېرو له مخې تېر کال ۱۹ زره او ۲۵۳ کسان چې په برېتانیا کې يې د اوسېدو حق نه درلود، په خپله خوښه بېرته له دغه هېواده تللي دي.

له دې ډلې ۳۳۱۹ کسانو ته د بیا مېشتېدنې او ټکټکونو پیسې هم ورکړل شوې وې.

د بريتانيا مخکېني لومړي وزير ريشي سوناک وړاندې ويلي و، د کډوالو لېږد به په جولای میاشت کې پیل شي.

ټاکل شوې وه چې رونډا ته د کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې شوې وای خو له قانوني ننګونو وروسته په وروستۍ شېبه کې وځنډول