بریتانیا کې لومړی کډوال چې د پناه غوښتنه يې رد شوې وه، په خپله خوښه روانډا ته استول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانیا د خپلې خوښې یوه پروګرام له لارې روانډا ته لومړنی پناغوښتونکی استولی دی. دا بهیر د هغو کسانو لپاره دی، چې په بریتانیا کې یې د پناغوښتنه رد شوې وي.
دا له هغه نوي قانونه بېل دی، چې له مخې یې بریتانوی حکومت په وړو بېړیو کې برتانیا ته را اوښتي پناغوښتونکي روانډا ته استول غواړي.
سن بريتانوۍ ورځپاڼې چې په دې اړه يې لومړنی راپور خپور کړی لیکلي، دا کس چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی د دوشنبې په ورځ په یوه سوداګریزه الوتنه کې له بريتانیا روانډا ته تللی.
بريتانيايي چارواکي په دې اړه جزئيات نه ورکوي خو وايي دغه کس په بريتانیا کې د پاتې کېدو ټول حقوق له لاسه ورکړي وو.
په خپله خوښه د ستنولو دا پروګرام په مارچ مياشت کې اعلان شو او داسې ښکاري چې د هغو کډوالو لپاره د خپلې خوښې بیا ستنېدو یو بدیل دی چې په بريتانیا کې یې د پناه غوښتنه ردېږي.
دغه پروګرام به په بريتانیا کې بهرنیو مجرمانو او هغو کسانو ته هم پرانیستل کېږي چې په بريتانیا کې د پاتې کېدو حق نه لري. د بريتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه پیسې چې دغو داوطلبانو ته ورکول کېږي د موقتي مېشتېدو، د تحصیل او یا هم یوه کاروبار جوړولو لپاره لګول کېږي.
د رسمي شمېرو له مخې تېر کال ۱۹ زره او ۲۵۳ کسان چې په برېتانیا کې يې د اقامت حق نه درلود په خپله خوښه له دغه هېواده تللي. له دې ډلې ۳۳۱۹ کسانو ته د بیا مېشتېدنې او ټکټکونو پیسې ورکړل شوې دي.
د بريتانیا کورنیو چارو وزارت ویلي چې روانډا هوکړه کړې له هغو کډوالو جلا چې له بريتانیا به په زوره ورستنول کېږي ۵۷۰۰ کډوال نور هم مني.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بريتانیا روانډا ته د کدوالو د لېږدېدو بهیر چې د قانوني دلایلو له مخې دوه کاله ځنډېدلې و ټاکل شوې په اوړي کې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا کورنیو چارو وزارت منلې، هغه ډېری پناه غوښتونکي چې لومړي روانډا ته د استولو لپاره په ګوته شوي وو، اوس نادرکه دي.
اسناد ښيي چې په لومړي سر کې داسې ۵۷۰۰ کسان په نښه شوي وو، چې باید له دغه هېواده روانډا ته واستول شي، خو په همدې اسنادو کې څرګنده شوې چې له دې ډلې یوازې ''۲۱۴۳'' کسانو کورنیو چارو وزارت ته خپل ځای ځایګی ښوولی او ''د توقیف لپاره یې ځای ځایګی معلوم دی.''
د بریتانیا لومړي وزیر دفتر مسوولین بیا وايي، ''دا سمه نه ده'' چې وویل شي، د پاتې نورو کسانو ځای ځایګی معلومول ناشوني دي.
روانډا ته د دې پناه غوښتونکو استولو هدف د لومړي وزیر رشي سوناک د هغو هڅو یوه برخه ده، چې وايي، د انګلش چېنل سمندري لارې لخوا د راتلونکو غیر قانوني کډوالو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر یکشنبه له همدې سمندري لارې د کډوالو هېڅ راتګ نه دی ثبت شوی، خو پر دوشنبې له دې لارې لا هم د پناه غوښتونکو او کډوالو د راتګ لړۍ بیا هم روانه وه.












