رونډا ته د کډوالو لېږل: د بريتانيا شهزاده پرې نيوکه کړې
د راپورونو له مخې د برتانیا ولیعهد روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږد په اړه د بریتانیا حکومت تګلارې هېښوونکې بللې.
د ټایمز ورځپاڼې یوه مقاله ادعا کوي چې شهزاده چارلس دا څرګندونې د شخصي خبرو اترو پرمهال کړې. د شاهي ماڼۍ کارکوونکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو ټینګار کوي چې شهزاده له سیاسي پلوه بې پرې پاتې کېږي.
د جمعې په ورځ د لومړۍ الوتنې د مخنیوي قانوني ننګونه ناکامه شوه. برتانیا د افغانانو په ګډون هغه کسان رونډا ته لېږي چې ګواکې په ناقانونه توګه دلته راغلي وي.
چارواکي وايي تر هغو به دا خلک په روونډا کې وي چې د سیاسي پناه قضیه یې څېړل کېږي.