له بریتانیا رونډا ته د پناه غوښتونکو لومړۍ الوتنه وروستیو شېبو کې لغوه شوه

A Boeing 767 aircraft at MoD Boscombe Down, near Salisbury, which is believed to be the plane set to take asylum seekers from the UK to Rwanda

د عکس سرچینه، PA Media

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت بي بي سي ته منلې چې له دغه هېواده رونډا ته د ناقانونه پنا غوښتونکو د استولو لومړنۍ الوتنه چې پلان کې وه سې شنبه وشي،‌ ځنډېدلې ده.‌

کورنیو چارو وزارت وايي‌ دا الوتنه وروستیو شېبو کې د بشري حقونو اروپايي محکمې (يي اېچ ټي اېچ ار) لخوا د مطرح شوې قانوني لانجې له کبله وځنډېده.‌

ټاکلې وه دې الوتنه کې لږترلږه اووه کسان د ختیځې افریقا دغه هېواد ته ولېږدول شي.‌

پلان دا و چې دا الوتکه په ځايي وخت سې شنبه د شپې لس نیمې بجې د بریتانیا سویل لویدیځ کې د وېلتشئر له یوې پوځي اډې والوځي، خو لندن او سټراسبورګ کې د یو لړ قضاوتونو له مخې ترې ټول مساپر کښته شوي دي.‌

وړاندې د ګڼو مخالفتونو منځ کې د بریتانیا استیناف محکمې د دې الوتنې اجازه ورکړې وه.‌

د بشري حقونو اورپايي محکمې د دې الوتنې تر پلان شوي وخت څو ساعته وړاندې یوه اعلامیه کې وویل چې د یوه اعراقي سړي قضیه کې یې د "بېړني داخلي اقدام" غوښتنه کړې.

د ویډیو تشریح، رونډا ته د کډوالو لېږل : د بريتانیا پر تګلارې نيوکې شوې

‌دا ډول غوښتنې یوازې په داسې استثنايي مواردو کې کېږي چې غوښتونکی یې له نه جبرانېدونکي رښتیني خطر سره مخ وي.

د دغه عراقي وګړي په اړه نور مالومات نه دي خپاره شوي او یوازې د (کې اېن) په نوم یاد شوی.‌

تر دې وړاندې لندن کې قاضیانو ویلي وو چې رونډا ته له استول کېدونکو پناه غوښتونکو یو هم له داسې عاجل خطر سره نه دی مخامخ.

د بریتانیا حکومت پتیېلې هغه پناه غوښتونکي رونډا ته واستوي چې له ناقانونه لارو دغه هېواد ته ورځي.

خو دا پرېکړه په کور دننه او بهر د بشري حقونو د ځینو فعالانو او مدافع بنسټونو له نیوکو سره مخامخ ده.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي اټکل یې کاوه چې ځینې وکیلان به یې په دې تړاو د حکومت تګلاره محکمو کې ننګوي.

هغه زیاته کړې وه: "دوی خلکو ته ناسمې هیلې ورکوي. دوی یې غیر قانوني او خطرناک سفر ته هڅوي."