روانډا ته د کډوالو استول؛ د بریتانیا استيناف محکمې د لومړۍ الوتنې اجازه ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
لندن کې د استیناف محکمې روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږدولو په اړه د بریتانیا د حکومت پلان تائید کړ.
محکمې د تېرې جمعې په ورځ (جون ۱۰مه) دغه پرېکړه تائید کړې وه، خو پناه غوښتونکو یې د استيناف غوښتنه کړې وه.
اوس داسې اټکل کېږي چې ښايي روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږدولو لومړۍ الوتنه د سې شنبې په ورځ (۱۴ جون) ترسره شي.
د بريتانيا د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ويلي، تمه لري اته کسان به د سې شنبې ماښام روانډا ته ولېږدول شي.
د دې پلان له مخې، ځینې هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته ننوځي روانډا ته لېږدول کېږي ترڅو هلته د پناه غوښتنه وکړي.
د بريتانيا حکومت وايي، دا پاليسۍ يې د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه جوړه کړې، خو د بريتانيا د اپوزيسيون ګوندونو او د بشري حقونو ډلو پرې سختې نيوکې کړې دي.
د بې پولې ډاکترانو روانډا ته د کډوالو استولو دا پاليسي "شرموونکې او خطرناکه" بللې ده.
کډوالو د قانوني وکیلانو او کمپاین کوونکو په مرسته د حکومت د تګلارې پر وړاندې عالي محکمې ته عریضه کړې وه.
محکمه کې د قانوني ننګونې له امله د هغو کسانو شمېر په چټکۍ را کم شوی چې حکومت ورته ویلي وو روانډا ته به استول کېږي.
د کېر فار کلې کډوالو مرستندویه ادارې ویلی په لېست کې یوازې ۱۱ کسان پاتې دي چې ټاکل شوې سبا لومړۍ الوتنه کې روانډا ته واستول شي.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د ځینو کډوالو د بشري حقونو په تړاو قانوني ادعاوې د دې لامل شوي چې سملاسي روانډا ته وانه ستول شي او دې سره د هغو ۳۷ شمېر خورا کم شوی چې تاکل شوې وه د جون په ۱۴مه کېدونکې الوتنه کې واستول شي.
د کېر فار کلې کډوالو مرستندویه اداره وايي ۱۱ پاتې کسانو کې څلور ایرانیان، دوه عراقیان، دوه البانیان او یو سوریایی کډوال شامل دي.
قانوني وکیلان او کمپاین کوونکي تمه لري چې سبا د الوتنې تر وخته به دا شمېر صفر ته راکښته شي او اصلا هېڅ یو کس به هم سبا روانډا ته وانه ستول شي.
تر اوسه پورې ۱۳۰ کډوالو ته لیک استول شوی چې دوی ښايي روانډا ته ولېږدول شي.

د بریتانیا حکومت وايي ځینې هغه کډوال چې په غیر قانوني بڼه دغه هېواد ته راځي، روانډا ته به استول کېږي.
یوازې د یکشنبې په ورځ ۱۱۱ کسان د انګلیش چنل یا انګرېز تنګي اوبو له لارې له اروپا - بریتانیا ته را اوښتي.
دې سره سږ کال له دې لارې د ټولو راتلونکو کډوالو شمېر له لس زرو زیات شوی.
قانوني وکیل رضا حسین کیو سي د کډوالو او مرستندویه ادارو په استازیتوب د بریتانیا د اپیل محکمې ته نن سهار د خپلو خبرو په پیل کې ویلي وو "یوازې د تېرې جمعې پر ورځ وپوهېدو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د بریتانوي حکومت د روانډا په تګلاره څومره ژورې اندېښنې ښوولي."
نوموړی وایي "له دغو اندېښنو د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره پرېتي پټېل له څو میاشتو راهیسې خبره وه" خو پر ځای یې د کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي وو چې روانډا ته د کډوالو استولو پلان یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په ملاتړ کېږي.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي اټکل یې کاوه چې "فعاله وکیلان" به د حکومت تګلاره محکمو کې ننګوي.
اېل بي سي راډیو سره خبرو کې نوموړي ویلي: "فعالان غواړي چې زموږ هېواد کډوالو پر وړاندې پرانېستې پولې ولري او په وینا یې دا مهمه ده چې حکومت د مجرمو کړیو پر وړاندې ګامونه واخلي."
ښاغلی جانسن زیاتوي: "دوی خلکو ته ناسمې هیلې ورکوي. دوی یې غیر قانوني او خطرناک سفر ته اړوي."
بریتانیا کې د روانډا سفیر جانسټن بوزېنګي ویلي هېواد به یې د کډوالو لپاره "خوندي ځای" وي.
د بریتانیا حکومت د روانډا تګلاره مخالفو سیاستوالو، مذهبي مشرانو او د کډوالو مرستندویه ادارو غندلې. د ټایمز ورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې آن د بریتانیا ولیعهد شهزاده چارلز هم په پټه د حکومت دا تګلاره هېښوونکې بللې.









