رونډا ته د کډوالو لېږل : د بريتانیا پر تګلارې نيوکې شوې

د ویډیو تشریح، رونډا ته د کډوالو لېږل : د بريتانیا پر تګلارې نيوکې شوې

د بريتانیا د کورنیو چارو وزارت رونډا ته د کډوالو د لومړۍ ډلې لېږلو اعلان سره تر سختو نیوکو لاندې راغلی. له کډوالو سره د ښېګڼې او مرستو ادارې وايي چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په نا انصافه ډول دغه بهیر پلی کوي.

د بريتانيا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې څه کم لسو ورځو کې، د جون پر ۱۴ به ۷۰ تنه کډوال له بريتانیا رونډا ته لېږي، چې هم ماشومان په کې شته.

سږنی کال نژدې ۵ زره کسان وړو کښتيو کې له انګرېز تنګي انګلنډ ته اوښتي، چې له ۳ زرو ډېرو یې دا تېر مارچ دا خطرناکه لار وهلې ده، او د تېر کال همدې مودې پرتله ۲/۳ زياتوالی ښيي. اوس بي بي سي ته روښانه شوې چې شاوخوا سلو کسانو ته په لیکلي ډول خبر ورکړل شوی چې رونډا ته به لېږل کېږي.

بریتانیا کې د کډوالو یوه مهمه برخه افغانان هم دي چې په خورا سختو او مرګونو لارو له خپل هېواده د ښه ژوند په هیله سفر کوي.

سیدعبدالله نظامي چې دا موضوع یې څارلې پرې خبرې کوي.