له بریتانیا رونډا ته استول کېدونکو کډوالو د نه خوړلو اعتصاب کړی

د عکس سرچینه، Reuters
یو شمېر هغو کډوالو د نه خوړو اعتصاب کړی چې ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې له بریتانیا افریقايي هېواد رونډا ته واستول شي.
د کډوالو په مرکز کې یوه کډوال ویلي چې له دوی زیرک موبایلونه اخستل شوي او داسې موبایلونه ورکړل شوي چې انټرنټ په کې نه کارول کیږي.
خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کډوالو خونديتوب د دوی لومړیتوب او ټول تدابیر یې نیولي چې کډوال ونه شي کړای ځانونو ته زیان ورسوي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت سلو تنو کډوالو ته په رسمي ابلاغیه کې ویلي چې نږدې راتلونکې کې به د روانډا پلازمینې کیګالي ته واستول شي او دوی د دې پرېکړې د ننګولو حق نه لري.
له هغو کډوالو چې پلان کې ده د لومړۍ ډلې په توګه روانډا ته واستول شي، ۱۷ تنو د نه خوړو اعتصاب کړی.
بي بي سی د دوی له ډلې له څو تنو سره خبرې کړي دي. خو یوه کډوال بي بي سي ته وویل چې یو شمېر کډوالو وروسته له هغه د نه خوړو له اعتصابه لاس واخیست چې د دې اعتصاب له پيل پنځه ورځې ورسته د کډوالو د مرکز مسؤولینو د بورې له ورکولو ډډه وکړه.
دوی وايي بوره یې اوبو کې حل کوله او نور هېڅ ډول خوراک یې نه کاوه.
د بي بي سي د عربي څانګې خبریال محمد شلبي چې له دې کډوالو سره غږیدلی، وايي دا ډله کډوال ډېر ناهیلي او ټېنګار کوي چې د حکومت دا پریکړه ورته د منلو نه ده.
هغه وايي "دوی تېره پنجشنبه د نه خوړو اعتصاب پیل کړی و. دا کډوالو چې ما ورسره خبرې وکړې تېره میاشت په وړو کښتیو کې بریتانیا ته راغلی وو. ما کوم افغان کډوال سره خبرې نه دي کړي خو رپوټونو کې ویل شوي چې دې ډله چې روانډا ته استول کیږي افغانان هم شامل دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي شلبي زیاتوي "دوی سره له خبرو راته مالومه شوه چې ډېر ناهیلي او په ویره کې دي. تازه راغلي کډوال په سلو مرکزونو کې ساتل کیږي. دوی ته یوازې دوه ساعته د سهار او دوه ساعته د مازیګر له خوا اجازه ورکول کېږي چې له خونو بهر لمر ته ووځي."
دغو کډوالو کې یو "علي" دی چې وايي خپلوان یې بریتانیا کې دي.
ده بي بي سي ته وویل چې د کډوالۍ د چارو ادارې مسؤولینو وروستۍ لیدنه کې ورته وویل چې "خواړه باید وخوري چې په روغه سټه الوتکې ته پورته شي".
یوه بل کډوال ویلي چې له دوی ځیرک موبایلونه اخستل شوي او داسې موبایلونه ورکړل شي چې انټرنټ په کې نه کارول کېږي.
د سوریې یوه کډوالو بي بي سي ته ویلي سوریه کې پرې جبرا عسکري کېږي "دی چمتو دی چې مړ شي خو روانډا ته تګ نه مني".
دی وايي کله چې خبر شو چې"روانډا ته استول کېږي او د دغه هېواد پنځه کلنه ویزه ورکول کېږي، خپله یې خپل ځان وواهه."
د کډوالو د نه خوړ اعتصاب په اړه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل چې " په مرکز کې د میشتو کډوالو روغتیا زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب دی".
دې چارواکي ټېنګار وکړ چې دوی اړین تدابیر نیولي چې کډوال ونه شي کړای ځان ژوبل کړي یا ځان ووژني.

د عکس سرچینه، EPA
د بشري حقونو او کډوالو چارو ملاتړو ډلو د بریتانیا پر دې پریکړې نیوکې کړي چې کډوالو ارونډا ته استوي.
د دې نوي قانون له امله پر بریتانوي حکومت او د کورنیو چارو پر وزیرې پریټي پټیل سختې نیول شوي دي.









