بریتانیا حکومت روانډا ته د احتمالي استول کېدونکو کډوالو ځاي ځایګي په هکله معلومات نه درلودل رد کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هالرې پارلې، پاول سیډون او ډومینیک کاسیاني
- دنده, بي بي سي
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت منلې چې هغه ډېری پناه غوښتونکي چې لومړي روانډا ته د استولو لپاره په ګوته شوي وو، اوس نادرکه دي.
اسناد ښيي چې په لومړي سر کې داسې ۵۷۰۰ کسان په نښه شوي وو، چې باید له دغه هېواده روانډا ته واستول شي، خو په همدې اسنادو کې څرګنده شوې چې له دې ډلې یوازې ''۲۱۴۳'' کسانو کورنیو چارو وزارت ته خپل ځای ځایګی ښوولی او ''د توقیف لپاره یې ځای ځایګی معلوم دی.''
د بریتانیا لومړي وزیر دفتر مسوولین بیا وايي، ''دا سمه نه ده'' چې وویل شي، د پاتې نورو کسانو ځای ځایګی معلومول ناشوني دي. د لومړي وزیر دفتر ویاند په دې هکله زیاته کړه: ''کورنیو چارو وزارت اوس هم داسې ډېرې وسیلې لري، چې له دوی سره په اړیکه کې شي، په دې کې مخامخ لیدنه یا له ډیجیټل لارې رپوټ ورکول او له شک پرته ډېری (دغه) کسان په هغو استوګنځیو کې اوسي، چې کورنیو چارو وزارت ورکړي دي.''
د لومړي وزیر دفتر ویاند په خبره: ''کورنیو چارو وزارت د دوی ځای ځایګي په هکله د معلوماتو درلودلو په هکله باوري دي.''
د یادونې ده، چې په څو اونیو کې به راوانډا ته د یو شمېر کډوالو استولو لپاره د په نښه شویو پناه غوښتونکو د توقیف لړۍ پیل شي.
د یادونې ده، چې ګڼ شمېر دغه پناه غوښتونکي د کورنیو چارو وزارت په استوګنځیو کې نه اوسي او کورنیو چارو وزارت ته د معلوماتو ورکولو لپاره بېلابېلې لارې، چارې شته. په دې کې مخامخ لیدنه یا له ډیجیټل لارې معلومات ورکول هم شامل دي. یوې حکومتي سرچینې منلې چې کېدای شي ځینې پناه غوښتونکي له توقیف کېدو مخکې فراري شي.
د بریتانیا قانون له مخې هغه پناه غوښتونکي چې په دې هېواد کې د اوسېدو اجازه و نه لري، یوازې هغه وخت توقیف کېدای شي، چې د استولو لپاره یې د الوتنې وخت نژدې وي.
د دې مانا دا ده، چې نژدې هغه ټول کسان چې د انګلش چېنل سمندري لارې لخوا دې هېواد ته راغلي د کورنیو چارو وزارت لخوا په ورکړل شویو استوګنځیو کې اوسي.
دوی ته یو ټیلیفون هم ورکړل شوی، چې له چارواکو سره اړیکه کې واوسي، د کډوالۍ له ۱۳ دفترونو نه یوه ته رپوټ ورکړي او یا دغه راز پولیس مرکز ته معلومات ورکولای شي، خو اصولو کې یو څه نرمښت شته.
روانډا ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو استولو پلان
روانډا ته د دې پناه غوښتونکو استولو هدف د لومړي وزیر رشي سوناک د هغو هڅو یوه برخه ده، چې وايي، د انګلش چېنل سمندري لارې لخوا د راتلونکو غیر قانوني کډوالو مخنیوی وکړي.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی په دې هکله وویل: ''د الوتنو چمتو کولو لپاره موږ هغه ډلې په نښه کړې دي، چې باید روانډا ته واستول شي او داسې سلګونه کارکوونکي هم چمتو دي، چې پر دې قضیو کار کوي.''
چارواکي د هغو پناه غوښتونکو ټولټال شمېر له اعلانولو ډډه کړې، چې احتمالاً روانډا ته استول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر یکشنبه له همدې سمندري لارې د کډوالو هېڅ راتګ نه دی ثبت شوی، خو پر دوشنبې له دې لارې لا هم د پناه غوښتونکو او کډوالو د راتګ لړۍ بیا هم روانه وه.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې سږ کال تر اوسه پورې ۷۰۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي بریتانیا ته رسېدلي دي.











