د بریتانیا پارلمان روانډا ته د پنا غوښتونکو د لېږد لایحه تصویب کړه

بريتانيا

د عکس سرچینه، EPA

د کډوالو کښتۍ ډوبېدو تازه پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د بريتانيا پارلمان له څو میاشتني ځنډ او بحثونو وروسته هغه لایحه منلې، چې له مخې به یې له دغه هېواده یو شمېر پناه غوښتونکي روانډا ته استول کېږي.

د بريتانيا د استازو جرګې دا لایحه وار له مخه منلې وه او د مشرانو جرګې دوشنبې ناوخته تائید کړه.

د بريتانيا لومړي وزیر ریشي سوناک ژمنه کړې، چې روانډا ته به د پناه غوښتونکو الوتنې په را روانه جولای میاشت کې پیل شي.

د دې لايحې له مخې چې د رونډا د لايحې په نامه يادېږي، د يوه پنځه کلن پلان په ترڅ کې حکومت هغه پناه غوښتونکي چې په غيرقانوني توګه بريتانيا ته راځي روانډا ته استوي او هلته به يې د پناه غوښتنې قضيې څېړل کېږي.

د دې لایحې له مخې، که پناه غوښتونکی بریالی شي، پناه او په بريتانیا کې د پاتې کېدو اجازه ورکول کېږي. که بريالی نشي، په روانډا یا بل خوندي هېواد کې بايد د پاتې کېدو لپاره د پناه غوښتنه وکړي.

هېڅ پناه غوښتونکی نشي کولی د غوښتنلیک له رد کېدو وروسته بريتانيا ته بيا ستون شي. هرڅوک چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري له لومړۍ نېټې وروسته بريتانيا ته په "غیرقانوني" ډول راغلي وي روانډا ته استول کېږي.

د بریتانیا حکومت په دې باور دی چې دغه لایحه به د انګرېز تنګي له لارې په کوچنیو کښتیو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو مخه ونیسي.

د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک وړاندې ويلي وو چې د کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه به په راتلونکو لسو دوولسو اوونيو کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې د کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه په ۲۰۲۲ کال په دوبۍ کې شوې وای خو له قانوني ننګونو وروسته په وروستۍ شېبه کې وځنډول شوه.

بريتانيا

د عکس سرچینه، Getty Images

ريشي سوناک يوې خبري غونډې ته ويلي، الوتنې به اوړی په منظم ډول دوام وکړي تر څو بریتانيا ته په کښتيو کې د "کډوالو" راتګ ودرېږي.

نوموړي زياته کړې، چې حکومت یې د دغه کار لپاره یو هوايي ډګر وار له مخه چمتو کړی دی.

که څه هم د دې لایحې تصویب د بريتانيا د محافظه کاره حکومت لپاره یوه بریا ګڼل کېږي، خو د بشري حقونو مدافعین دا کړه غیر انساني ګڼي، د کډوالو مدافعین وايي دا غیر عملي ده او ګوتنيونکي حقوقي کارپوهان وايي چې دا کار د دې هېواد اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او د بشري حقونو په تړاو د بریتانیا مکلفیتونه تر پښو لاندې کوي.

د روانډا لایحه د جنورۍ په ۱۷ مه د ولسي جرګې د ځینو محافظه کاره غړو له مخالفت سره سره تصویب شوه.

تمه وه چې دا لایحه د تېرې چهارشنبې په ورځ په قانون بدله شي، خو وروستۍ رایې نن دوشنبې ماښام ناوخته ترسره شوې.

هغه سازمانونه چې د پناه غوښتونکو د حقونو ملاتړ کوي ویلي که چېرې دا لايحه په قانون بدله شي دوی به يې وننګوي.

روانډا په مرکزي افریقا کې یو کوچنی په وچه کې پروت هېواد دی چې له بریتانیا څخه ۶۵۰۰ کیلومتره واټن لري او تر اوسه هلته هېڅ کوم پناه غوښتونکي نه دي استول شوي.