د مارچ له ۳۰مې وروسته پاکستان، افغان سېټیزن کارډ لرونکي هم ناقانونه ګڼي: کوم افغانان پاکستان کې پاتې کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شهزاد ملک
- دنده, بيبيسي اردو ډاټ کام، اسلاماباد
د پاکستان فدرالي حکومت له ۲۰ لکوو د ډېرو افغان کډوالو بېرته خپل هېواد ته د لېږلو د پالیسۍ عملي کولو لپاره د اسلاماباد ادارې او څلور ایالتونو ته لارښوونې کړې او له هغوی یې د اړینو ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې ده.
د فدرالي پلازمېنې اسلاماباد ادارې او څلورو ایالتي حکومتونو ته ویل شوي چې په خپلو سیمو کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر او د هغوی تازه حالت په اړه جزییات ورکړي.
سربېره پر دې، له اړوندو ایالتي ادارو غوښتنه شوې چې د زندانونو ترڅنګ هغه احتمالي ځایونه هم مشخص کړي چېرې چې د مارچ د ۳۱مې نېټې له تېرېدو وروسته پاتې افغان کډوال په لومړي پړاو کې ساتل کېدای شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر ۳۱ مارچ پورې به هغه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې افغان سېټیزن کارډونه لري.
یاد کارتونه د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته ورکړي وو او د دغو کسانو ټول معلومات له حکومت سره ثبت دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د پوځ استخباراتي اداره (ایاېسای) او انټیلیجنس بیورو (ایبي) ته دنده سپارل شوې چې د دې پالیسۍ د عملي کولو په اړه وزیر اعظم سکرټرېټ ته راپورونه واستوي.
باید وویل شي چې دا مهال تر ټولو زیات افغان کډوال په خیبر پښتونخوا ایالت کې مېشت دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
'پولیسو له ټاکلې نېټې وړاندې لا نیونې پیل کړې'
د افغان سېټیزن کارډ لرونکی محمد عبدالله، چې په اسلامآباد کې د سبزي منډۍ په یوه هټۍ کې کار کوي، وایي چې د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو ټاکلې نېټې په نژدې کېدو د دوی اندېښنې ډېرې شوي دي.
هغه وویل، "زه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې یم او اوس خو زموږ د اولادونو ودونه هم له پاکستاني کورنیو سره شوي دي، نو په داسې حالت کې څنګه خپل کاروبار پرېږدو او له خپلو ماشومانو سره افغانستان ته لاړ شو؟".
عبدالله زیاتوي چې خپل پاکستانی شریک یې هڅولی چې د کاروبار برخه ورکړي، خو تر اوسه یې خپله ونډه نه ده ترلاسه کړې.
نوموړی وايي، "پولیسو د ټاکلې نېټې له رسېدو وړاندې د افغان اتباعو نیول پیل کړي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
عبدالله وایي د اسلاماباد پولیس هره ورځ د بازار د کار پر وخت کې راځي او نه یوازې هغه افغانان نیسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، بلکې هغه کسان هم نیسي چې افغان سېټیزن کارډونه لري.
عبدالله ادعا کوي چې پولیس دا افغان اتباع تر نیولو لږ ساعت وروسته کله چې پولیسو ته پیسې ورکړيو بېرته یې خوشي کوي. خو د اسلاماباد پولیسو ویاند دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغان سټیزن کارډ لرونکي کسان به د ټاکلې نېټې له تېرېدو مخکې نه نیول کېږي، خو غیرقانوني بهرنیان به نیول کېږي.
یاده دې وي چې په ۲۰۲۳ کال کې د هغه وخت لنډمهاله حکومت د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، خو پر ضد یې یوه قضیه سترې محکمې ته وړاندې شوه.
د هغې قضیې پر مهال، د کورنیو چارو وزارت سترې محکمې ته ویلي وو چې د افغان سېټیزن کارډ او پی او آر (PoR) کارډ لرونکي به نه نیول کېږي.
په دې ځواب کې دا هم ویل شوي وو چې د ۲۰۲۴ د جولای پر ۲۰مه د فدرالي کابینې پرېکړه کړې چې د PoR کارډ لرونکو افغانانو د پاتې کېدو موده د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ جون پورې غځول شوې ده.
افغان سټیزن کارډ لرونکي ولې غیرقانوني وبلل شول؟
د اسلاماباد او راولپنډۍ افغان کډوال نورو ځایونو ته د لېږدولو پالیسي چې سږکال په جنورۍ کې تصویب شوې وه، اوس په ټول هېواد کې عملي کېږي.
د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي بي بي سي ته ویلي چې تر اوسه ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته افغان سټیزن کارډونه ورکړل شوي دي. د چارواکي په وینا، د دې کسانو ۷۰ سلنه هغه دي چې په پاکستان کې زېږېدلي دي.
په ۲۰۱۷ کال کې، د پاکستان حکومت د افغان سټیزن کارډونو وېش پیل کړ. دا کارتونه هغو افغانانو ته ورکړل شول چې د کډوالو د نړیوالې ادارې (UNHCR) له خوا د پناه غوښتونکو د ثبت کارتونهیې (PoR) نه وو اخیستی.
د چارواکي په وینا، دغه کسان له UNHCR سره نه وو ثبت شوي او اوس د دې پالیسۍ له مخې د ایستلو له خطر سر مخ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، د افغان سټیزن کارډ لرونکو ته هغه اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې چې د (پروف آف رجسټرېشن یا PoR) کارډ لرونکو ته شته.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ورته دریځ لري، وایي چې د افغان اتباعو لپاره پاکستان تر اوسه کافي نرمښت ښوولی، خو دا نرمښت د نامحدودې مودې لپاره نه و.
د بهرنیو چارو وزارت وایي د ۳۱ مارچ نېټې له تېرېدو وروسته، د افغان سټیزن کارډ لرونکي غیرقانوني وبلل شي.
وزارت زیاتوي هغه افغان اتباع چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، هغوی ته هرکلی ویل کېږي، خو غیرقانوني افغانان به د قانون له مخې ایستل کېږي.
PoR کارډ لرونکي افغانان تر کومه پاکستان کې پاتې کېدای شي؟
د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي پخوا به د افغان کډوالو د پالیسیو پرېکړې د کورنیو چارو وزارت، د سرحدونو او دولتونو وزارت او د افغان کمېشنرۍ په ګډه کول، خو اوس دا ادارې په دې اړه هېڅ رول نه لري.
دغه چارواکی وايي تېرو څلورو کلونو کې د افغان کډوالو په اړه درې اړخیزه غونډه نه ده شوې، چې پخوا به پکې د پاکستان، د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (UNHCR)او نړیوالو مرستندویو هېوادونو برخه اخیسته.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي زیاتوي چې په پاکستان کې د PoR کارډ لرونکو افغانانو شمېر له ۱۲ لکه (۱،۲ میلیونه) څخه ډېر دی.
د پالیسیو له مخې، PoR کارډ لرونکو افغان اتباعو ته د روان کال د جون تر ۳۰ پورې پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې او له هغې وروسته باید خپل هېواد ته ستانه شي.
درېیم هېواد ته د تګ غوښتونکو افغان اتباعو سره به څه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، هغه افغان اتباع چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته پاکستان ته راغلي او غواړي درېیم هېواد ته ولاړ شي، هغوی ته د ۳۰ جون پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې.
خو چارواکي زیاتوي چې د دې مهلت درې میاشتو پورې اوږدولو امکان هم ارزول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت د چارواکي په وینا، د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې په پاکستان کې د بېلابېلو هېوادونو له سفارتونو سره اړیکه ونیسي او د هغو افغانانو لپاره د وېزو پروسه چټکه کړي چې درېیم هېواد ته تلل غواړي.
د وزارت چارواکي زیاتوي، په دې کټګورۍ کې راتلونکو افغان اتباعو ته د پاتې کېدو موده له ۳۰ جون څخه تر سپتمبر پورې وغځول شوه.
که په دې موده کې هغوی ته د وېزو اسانتیا برابره نه شي، نو د ۳۰ سپتمبر وروسته به د هغوی پاتې کېدل غیرقانوني وبلل شي.
"تر ټولو زیات افغان سټیزن کارډ لرونکي اغېزمنېږي"
اوس مهال په پاکستان کې ۴ لکه (۴۰۰ زره) داسې افغان اتباع شته چې نه سټیزن کارډ لري، نه د UNHCR لخوا ورکړل شوی PoR کارډ.
د افغان چارو شنونکی، طاهر خان، وايي داسې ښکاري چې پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې. د افغان کډوالو د ایستلو پالیسي له نومبر ۲۰۲۳ راهیسې عملي کېدل پیل شوې. د ۳۱ مارچ د نېټې له اعلان څو ورځې مخکې، د طالبانو د حکومت د ریس الوزراء مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان له استازي سره لیدلي وو او د مهلت د اوږدولو غوښتنه یې کړې وه.
طاهر خان زیاتوي، د افغان سټیزن کارډ لرونکي به تر ټولو زیات اغېزمن شي، ځکه، چې زیات یې دلته کاروبار لري. ماشومان یې د پاکستان تعلیمي ادارو کې زدکړې کوي. له پاکستانیانو سره یې په ګډه جایدادونه اخیستي. دا خلک اندېښمن دي چې څنګه به دومره ناڅاپي خپل کاروبار او ژوند پرېښودل ورته ګران دي چې افغانستان ته ولاړ شي.
د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې دلیل دا دی چې اوس افغانستان کې جګړه نه شته، نو د افغانانو د ستنولو پالیسي یې تونده کړې ده.
د پاکستان حکومت غواړي ډېری افغانان د تورخم له لارې ستانه کړي. دا لار اوس مهال بنده ده، خو امکان لري چې ټاکلې نېټې ته یا تر هغې وروسته بېرته پرانیستل شي.











