د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي تېرو ۳ میاشتو کې له نیم میلیون ډېر افغانان له خپل هېواده وتلي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د کډوالۍ نړیواله سازمان (ایاواېم) وايي په تېرو درېیو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېرو افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
خو په همدې موده کې له ایران او پاکستانه له ۸۵۰ زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي هم دي.
ای او اېم په خپل تازه راپور کې ویلي، د اپریل او جون ترمنځ موده کې نږدې ۵۵۰ زره کسان له افغانستانه نورو هېوادونو ته کډوال شوي چې دا شمېر د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د را پور له مخې له افغانستانه د کډوالۍ د زیاتېدو اصلي لامل پر دغه هېواد حاکم "ناوړه" اقتصادي وضعیت دی.
د ایاواېم رپوټ کې راغلي، چې د روان کال دویمه ربع کې له افغانستانه ایران ته د تلونکو کسانو په شمېر کې ۲۶ او پاکستان ته د تلونکو کسانو په شمېر کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې ایران ته د تلونکو هرو درېیو کډوالو له ډلې یوه دغه سازمان سره مرکه کې ویلي، چې تر دې مخکې یې هیڅکله بهرنیو هېوادونو ته سفر نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه نړیوال سازمان په راپور کې ایران ته د تلونکو کسانو د کډوالۍ اصلي لامل په کور دننه اقتصادي ستونزې او بې روزګاري یاده شوې ده.
د ای او اېم د شمیرو له مخې ایران ته د تلونکو کسانو له ډلې ۹۰ او پاکستان ته د تلونکو کسانو له ډلې ۶۰ سلنه نارینه دي.
خو په همدې موده کې له پاکستان او ایران بیا څه باندې ۸۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
له دغو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو لوی لامل د ځايي حکومتونو له خوا د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ښودل شوې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، پاکستان ته لوی شمېر افغانان د خپلو کورنیو او خپلوانو د لیدو او همدا راز روغتیايي دلایلو له کبله ځي او یوازې ۱۰ سلنه مرکه کوونکو ورته ویلي، چې پاکستان ته د اقتصادي ستونزو له امله ځي.
۲۰۲۱ کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې له دغه هېواده د بېلابېلو لاملونو له مخې د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.











