ملګرو ملتونو ایران او‌ پاکستان کې افغان کډوالو سره مرستې لپاره ۶۲۰ میلیون ډالر غوښتي

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د افغانستان په کاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې څه باندې ۶۲۰ میلیونه ډالر غوښتي.

دې ادارې ویلي د روان او راتلونکې کال لپاره یې له دې کډوالو سره د مرستې پلان چمتو کړی خو دغو پیسو ته په روان ۲۰۲۴ کال کې له افغان کډوالو او کوربه ټولنو سره د مرستې لپاره اړتیا لري.

ورته مهال کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان کې ۴۷ سلنه وکړي بشري مرستو ته اړ دي چې وپايي.

طالب چارواکي بیا وايي چې اوس هم هره ورځ ګڼ شمېر افغانان په اجباري ډول له ایران او پاکستانه شړل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یو این اېچ سي ار اسیا پسفیک څانګې ویلي په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري وضعیت ناوړه دی، پر ښځو او نجونو محدودیتونو هغوی زیانګالې کړې او ګڼ خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی وايي په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د مرستې پلان چمتو کړی دی.

یو این اېچ سي ار په دې اړه یوه رپوټ کې ویلي په دې پلان کې ډېر پام تعلیم ته پر لاسرسي او خلکو ته د کار روزګار پر موندلو ورټول دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په وینا دغه پلان یې د روان ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال لپاره چمتو کړی چې له مخې یې غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې ۳ اعشاریه ۲ میلیونه افغان کډوالو سره په ایران او پاکستان کې مرسته وکړي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې بشري مرستو ته اړ یو اعشاریه نهه میلیونه افغان کډوال په پاکستان او یو اعشاریه درې میلیونه په ایران کې میشت دي.

یو این اېچ سي ار له دې افغان کډوالو، یو اعشاریه شپږ میلیونه نورو افغانانو سره چې په ایران او پاکستان کې اوسېږي خو د کډوالو په توګه ثبت نه دي، او په کوربه هېوادونو کې ټولنو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې نه ۶۲۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالر غوښتي او ویلې یې دي چې له دې پیسو نه به ۳۶۸ اعشاریه ۳ میلیونه یې په پاکستان او ۲۵۲ اعشاریه ۱ میلیون ډالر به په ایران کې پر افغان کډوالو ولګول شی.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

یو این اېچ سي ار په خپاره کړي رپوټ کې ویلي چې مرستو ته د اړو افغان کډوالو په ډله کې ۱۶ سلنه یې معلولیت لرونکي کسان دي، پنځوس اعشاریه پنځه سلنه یې ښځې او پاتې نهه څلویښت نیم سلنه یې نارینه دي. یو این اېچ سي ار په ایران او پاکستان کې وضعیت ته په اشارې ویلي چې په وروستیو څو کلونو کې سیلابونو او زلزلو د افغان کډوالو لپاره په دغو هېوادونو کې وضعیت لا ناوړه کړی دی او په افغانستان هم په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال کې خونړیو زلزلو او سیلابونو بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر لوړ کړی او په دې توګه اوس مهال په افغانستان کې شاخوا ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام پر خپلې اېکس پاڼې د یوې افغانې جلۍ تصویر له خپرولو سره ویلي چې افغانستان نژدي ۴۳ میلیونه وګړي لري او څه باندې یو په دریمه برخه یې بشري مرستو ته اړ دي.

ډبلیو ایف پي ویلي که داسې وانګیرو چې د افغانستان ټول نفوس سل کسان دي ۴۷ کسان یې بشري مرستو ته اړتیا لري چې وپايي.

د طالبانو په حکومت کې د کډوالو چارو وزارت په یوې خبرې پاڼې کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې نژدي څلور زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه په اجباري ډول د تورخم، سپین بولدک او اسلام قلعه له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

دې وزارت ویلي چې په دې کې څه باندې زر کسان له ایران او نژدي درې زره نور یې له پاکستانه شړل شوي دي.

د دې وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني په دې وروستیو کې ویل چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه نژدي شپږ سوه زره او په تېر یو کال کې یو میلیون افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.