ایراني چارواکي وايي، له افغانستان سره پر پوله کټارې او نور خنډونه جوړوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
ایراني چارواکو ویلي افغانستان سره د پولې تړلو کار يې پیل کړی او په چټکۍ روان دی. د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان کیومورث حیدري ایراني رسنیو ته ویلي، د پوځ ځمکني ځواکونه یې د هېواد په ټولو پولو کې مېشت شوي او هر ډول ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره سل په سلو کې چمتو دي. دوی ویلي په نژدې وخت کې به له افغانستان سره پر د پولې بندولو کار به په نژدې وخت کې بشپړ شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایراني چارواکو دغه څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ویلي، دا ډول ګام باید د دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې واخیستل شي.
د ایراني پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان برید جنرال کیمورث حیدري ویلي، له افغانستان سره ددغه د هېواد د پولې د تړلو پروژه یې د شمال ختیځ په نزاجا سیمه کې د سرحد تړلو په نوم له یوې قرار ګاه پیل کړی او په جدیت پرې کار روان دی.
هغه زیاته کړې، نژدې وخت کې به د پولې پر سر د موانع جوړولو پروژې کار بشپړ شي. نوموړي ویلي، ددغه کار پر وړاندې ستونزې او خنډونه شته، خو د حل کولو خبره یې کړې. هغه مشخصه کړې نه ده چې دغه خنډونه څه دي.
څو ورځې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت هم ویلي و چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي له ګاونډیو هېوادونو سره پر ګډو پولو د تګ راتګ د موانعو ایجادولو لپاره درې میلیارده یورو ځانګړې کړې دي.
ایراني چارواکو ویلي و چې له افغانستان سره د پولې په ګډون د ټولو هغو لارو بندول ورته لومړیتوب لري چې د انسان او وسلو قاچاق پکې کېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیت او قانون د تطبیق مرستیال سید مجید میر احمدي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي و، هر کال له ۲۰ میلیاردو ډالرو ډېر توکي له دغه هېواده بهر یا له بهره دغه هېواد ته قاچاق کېږي چې د ده په وینا د نشه يي توکو قاچاق او هغه ناامني چې په ایران کې شته، د پولو په بنسټیزه توګه بندېدو سره د حل کېدونکي دي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې وه چې د ایران ولسمشر ژر تر ژره د پولو د بندولو له پلان سره موافقه کړې وه او امر یې کړی و چې په پنځو کلونو کې دې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ته درې میلیارده یورو ورکړل شي او دغه ځواکونه دې ژر تر ژره د پولو د بندولو پروسه پیل کړي.
ایراني چارواکو ویلي، له ګاونډیانو سره یې پر ګډو پولو د موانعو ایجادول یو هراړخیز پلان دی چې له مخې به یې پر ګډو پولو ډیوالونه، کټارې او د سرحدي کنټرول له ځیرکو سیستمونو استفاده وشي.
افغانستان او ایران له یو بل سره څه باندې ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د ایران له خوا له افغانستان پر ګډه پوله د تګ راتګ مخنیوي د موانعو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایراني چارواکو د ورته څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو دغسې یو څه باید د دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې وشي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه، هغه مهال چې په افغانستان کې جګړه وه، که دغسې یو څه شوي وای، د توجیې وړ و، خو اوس یې اړتیا نه لیدل کېږي.
پاکستان څو کاله وړاندې له افغانستان سره پر پوله د اغزن سیم لګول پیل کړل چې دغه پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې ده.
د افغانستان ځینې ګاونډي او د سیمې هېوادونه نه یوازې د افغان کډوالو له ورتګه اندېښمن دي، بلکې په پرله پسې ډول يې د نشه يي توکو د قاچاق او د افغانستان له اړخه له احتمالي امنيتي ګواښ سره د مخامخ کېدو په اړه یې هم اندېښنې ښودلې دي.
د پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو لکه تاجکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې، خو د طالبانو حکومت په وار وار ټینګار کړی چې هېڅ ترهګرې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ور کوي او له خاورې یې هیڅ ګاونډي ته ګواښ متوجه نه دی.











