ایران پر ګډه پوله د افغانستان ډېر کنټرول غواړي

د عکس سرچینه، IRNA
د ایراني پوله ساتو له خوا سیند ته د افغان وګړو د اچولو د ادعا څېړلو په ګډه ناسته کې ایران له افغانستان وغوښتل چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله کنټرول ډېر کړي.
د دې موضوع د څېړلو لپاره دواړو پلاوو د پنجشنبې په ورځ په ایران کې ګډه ناسته درلوده.
دې ناسته کې ایران افغانستان کې د نافعالو سرحدي تاڼو د فعالیدو او پر پولو د ډېر کنټرول ټینګولو غوښتنه کړې ده.
افغان پلوی له ایراني چارواکو سره تر لیدنې وروسته ستون شوی او ټاکلې ده چې د دې ناستې پایلې له لوړ پوړو چارواکو سره شریکې کړي.
د څو افغان چارواکو او عیني شاهدانو د ادعا له مخې، ایراني پوله ساتو نږدې دوه اونۍ وړاندې لسګونه افغانان اول شکنجه او بیا مجبور کړل چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر سیند واوړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه رد کړې او ویلي یې دي: په ټاکلي تاریخ او د پېښې د ادعا سیمه کې دا ډول پېښه نه ده شوې او نه هم له افغان وګړو سره د اسلامي جمهوریت د ځواکونو کوم ټکر رپوټ شوی دی.
خو د افغانستان د حقیقت موندونکي پلاوي مشر ویلي، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې ۱۰ کسان سیند کې ډوب شوي او ۱۵ ورک شوي دي.

د عکس سرچینه، HERAT.GOV
د ایران او افغانستان د بهرنیو چارووزیرانو ټلیفوني خبرو پسې دواړو هېوادونو د دې مسلې د ارزولو لپاره پر ګډ پلاوي جوړولو هوکړه وکړه.
د دې دوو چارواکو له ټلیفوني خبرو مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمرپه خورا تونده لهجه له ایران سره پر ګډه پوله د یو شمېر افغان کډوالو وژنه غندلې او د نه بښلو جنایت یې بللی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم دا پېښه غندلې او د یوې بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې وه.









