کونړ پوليس: د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

افغان چارواکي وايي د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې پوله ساتي سرتیري ټپيان شوي دي.
دا په تېرو څو میاشتو کې ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې د دواړو هېوادونو د خال خال نښتو وروستۍ پېښه ده چې لا یې په ترڅ کې پاکستاني لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان بي بي سي ته وویل نښته نن ماسپین په ځايي وخت شاوخوا دوه بجې هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو دده په وینا پر افغان سرحدي ځواکونو برید وکړ. ښاغلی دهقان دا و نه ويل چې ولې د دوى پر ځواکونو بريد شوى خو وايي افغان ځواکونو ځوابي برید وکړ او له هغه لوري د سرحدي ځواکو پر پوستې د توپونو مرمۍ وویشتل شوې چې په پایله کې درې افغان سرتیري ټپیان شوي دي. د کونړ د پولیسو ویاند وايي دې نښتې درې ساعته دوام وکړ.
دا پيښه د سرکاڼو ولسوالۍ ناوه پاس سیمه کې رامنځته شوې، دا هغه سیمه ده چې کونړ او کرښې بله غاړه باجوړ سره نښلوي.
ښاغلي دهقان ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو په سیمه کې د ناوې په نوم یو بل سيمه هم په نښه کړې خو هلته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نشته. د پولیسو ویاند وايي د ناوې کلي اوسېدونکي له دغه ځایه وتلي و خو په دې وروستیو کې یو شمیر کورنۍ بیرته ور ستنې شوې وې.

پاکستاني لوري تر دا مهال ددې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. خو له دې وړاندې چې د ډیورنډ کرښې بله غاړه د پاکستان له لوري په توپونو ویشتل شوې ادعا یې کړې چې په دې سره هغه ترهګر په نښه کوي چې د دوی لوري ته ور اوړي.
له څو کلونو راهیسې د کونړ او څو نورو سویل ختیځو ولایتونو اړوند د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې نښتې رامنځته شوي دي. ددې لړۍ تر ټولو ډیر زیان رسوونکي بریدونه په کونړ کې شوي دي.
افغان لوری بیا وايي چې دا بریدونه په ناقانونه توګه پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو لپاره د پوستو جوړولو په موخه کیږي.
ځايی چارواکو او اوسېدونکو ویلي ددې بریدنو له امله د کونړ په لرې پرتو سیمو کې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ د خپلو مینو پرېښودو ته اړ شوي دي. په دې بریدونو کې د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.









