واورو او بارانونو په افغانستان او پاکستان کې درانه زیانونه اړولي
د افغانستان پېښو ته د رسېدو چارو وزارت وايي، په تېرو لسو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت له امله ۳۹ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
کابل کې د بي بي سي خبریال سید ولي ناصر د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي له قوله وايي، درنو واورو او شړکنده بارانونو د افغانستان په سوېل، سوېللوېدیځ او ختیځ کې ۳۰۰ کورونه زیانمن کړي او ۲۰ یې نړولي دي.
د ښاغلي عظیمي په خبره، تېرو کلونو کې به د افغانستان شمالي سیمې د زیاتې اورېدنې شاهدې وې، خو سږ بیا په سوېل ختیځو ولایتونو کې هم ډېرې واورې او بارانونه شوي دي. ښاغلی عظیمي وايي:
''ټول ۳۹ کسان وژل شوي، ۶۰ کسان ټپیان دي او تر ۳۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي، چې له ۲۰ ډېر یې بشپړ نړېدلي دي. ''
نوموړی زیاتوي: ''د واورو ښوېدنې احتمال هم شته، چې له کبله یې د مرګژوبلې ډېرېدو په تړاو اندېښنې موجودې دي.

له دې مخکې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او بلوچستان ایالت کې درنو واورو او ګڼ باران لږ تر لږه ۸۴ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
په دغه هېواد کې د طبیعي پېښو پر مهال د بېړنیزو مرستو ادارې یا 'این ډي ایم اي ' مسوولین وايي، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې له همدې امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴ کسانو ته رسېدلی او په بلوچستان ایالت کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د دغې ادارې یوه ویاند وویل، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په نیلم سیمه کې له غره راښوېدلې واورې یو کلی لاندې کړی، چې له کبله یې ۱۹ کسان وژل شوي او ۱۰ بې درکه دي.
د ساینسپوهانو بېلا بېلې ډلې په دې باور دي چې اقلیمي بدلون د شدید او نه اټکل کېدونکي موسمي حالت لوی لامل دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د چاپیریالي مسایلو لپاره د بي بي سي خبریال نوین سینګ کړکا شننه:
دغو سیمو کې خلک له سختې وچکالۍ کړېدل او د واورې او باران اوښت ته په تمه وو، اورښت په ځنډ پیل شو، خو سخت و او دا حالت د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې ادارې له اټکل سره سم و. دغه اداره وايي، د اقلیمي بدلون له کبله به اوس ډېرو سیمو کې به تر اوږدې مودې وچکالي وي او بیا به په یوه وار شدید اورښت کېږي، چې ګڼ ځاني او مالي تاوانونه به اړوي. افغانستان او پاکستان کې چې له حکومتي ادارو سره زه غږېدلی یم، هغوی هم دا وايي، چې د موسم اټکل ورته ګران دی. او نه پوهېږي، څه ډول ورته ځان چمتو کړي.

پاکستان کې د طبیعي پېښو پر مهال د بېړنیزو مرستو ادارې یا 'این ډي ایم اي ' مسوولین وايي، د بلوچستان په ژوب، قلعه عبدالله، کوټه، پشین او مستونګ سیمو کې د چتونو غورځېدو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي. په وژل شویو کې ۱۲ ښځې او ۷ ماشومان هم شامل دي.
پرون د کلا سیف الله په مهترزی کې د سختې واورې له امله ګاډي ایسار او سلګونه خلک له ستونزو سره مخ وو، خو اوس چارواکي وايي، دا کسان یې ژغورلي دي.
د ژوب کمشنر سهیل خان وايي، دغه سیمه کې تودوخه منفي ۱۳ درجې ده او له امله یې پر سړک پوره چلښت نه کېږي.

د عکس سرچینه، @PMDABALOCHISTAN
چارواکي وايي، د کوټې- ژوب سړک په مهترزی کې تړلی دی، ځکه لا هم سخته واوره روانه ده.
د بلوچستان سر وزیر یا اعلا وزیر له خلکو غوښتي چې د شپې سفر ونه کړي.
له بلې خوا د پاکستان واکي کشمیر د طبیعي پېښو ادره وايي، تېره دوو ورځو کې دلته د واورې ښویېدو او چتونو لوېدو له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپي شوي دي.
دا اداره زیاتوي، نیلم ولسوالۍ کې ۲۲ کورونه او څلور دوکانونه یو مخ یا کم وران شوي دي.

د عکس سرچینه، @PMDABALOCHISTAN









