د ګرېنلنډ د یخ ویلې کېدلو چټکتیا میلیونونه کسان ګواښي

د عکس سرچینه، IAN JOUGHIN
د قطبي علومو د متخصصانو نړیواله ډله وايي، د ۲۶ کلونو سپوږمکۍ مشاهدو له ارزولو دې پایلې ته رسېدلي چې ګرینلنډ کې د یخ ویلې کېدل چټک یا د ۱۹۹۰ کلونو اوه ځله ډېر شوي دي.
دوی وايي، د دې یخ ویلې کېدل سمندرګیو کې د اوبو کچې ډېرېدلو سبب کېږي او اوس دا داسې مسله ده چې پخوا ورته بده ګڼل کېده.
دا په دې مانا ده چې د پېړۍ تر پایه به د سمندرګیو اوبه یوازې د یخ ویلې کېدو له امله په دې سیمه کې ۷ سانتي متره لوړې شي.
په دې سره به میلیونونه کسان چې د سمندرغاړې سره اوسېږي د سېلاب له خطر سره مخ شي.
اټکل کېږي چې دا مهال نژدې یو میلیارد کسان د جزر مقابل کې د خورا لوړ مد په نسبت لس متره کمه ارتفاع کې ژوند کوي.
دوی کې ۲۵۰ میلیونه داسې کسان دي چې له یو متر کمې مدي ارتفاع سره ژوند کوي.

د عکس سرچینه، BENOIT LECAVALIER
د لیډز پوهنتون پوهاند اندي شپرډ وايي، ساده فورمول دا دی چې د سیارې شاوخوا، چې هر یو سانتي متر اوبه لوړېږي شپږ میلیونه کسان د سیلاب خطر سره مخ کېږي. اوس چې د اوبو کچې د یو متر لوړېدو خبره کېږي، نو بې اغېزې نه ده.
نوموړي د ایمبي څېړونکو له ډلې دی چې د ۵۰ نړیوالو ادارو د قطبي علومو له ۸۹ پوهانو جوړ کنسرسیوم دی.
دې ډلې له ۱۹۹۲ تر ۲۰۱۸ کال د ۱۱ سپوږمکیزو ماموریتونو مالومات بیا شنلي دي.
دا سپوږمکۍ د ګرېنلنډ د یخ پنډوالی، ځای، د ټوټو ویلې کېدل اندازه کوي.
دې دلې خپلې مشاهدې د اوبو هوا او اقلیم نوي ماډل سره ترکیب کړې دي.
دا تر ټولو ټولیز یا جامع انځور دی چې تراوسه پر ګرینلنډ د قطب د چټک ګرمېدو اغېز ښيي.

د عکس سرچینه، IAN JOUGHIN
د ګرینلنډ تودوخه دې وروستۍ لسیزه کې ۰،۷۵ سانتیګراد درجې پورته شوې ده.
د دې ډلې ارزونې ښيي چې د مطالعې پر مهال ۳،۸ تریلیون ټن یخ اوبه شوی، چې د سمندرګیو د ټولې سطحې د ۱۰،۶ میلي مترو د زیاتوالي سره برابر دی.
دې ډلې د یخ د ویلي کېدو چټکېدل هم مشاهده کړي دي.
په داسې مهال چې د ۱۹۹۰ کلونو لومړیو کې د یخ ویلې کېدو کچه په لسیزه کې نږدې یو میلي متره وه، اوس لسیزه کې نږدې ۷ میلي متره ده.
ګرینلنډ اوس د کال په منځني ډول ۲۵۰ میلیارد ټنه یخ له لاسه ور کوي، داسې بهیر چې سږ کال د بې مخینې ګرمۍ له امله چټک شوی دی.

د عکس سرچینه، UC DAVIS
لیکوال وايي، سږ کال د ایلولیساټ ساحلي ښار تودوخه له ۲۰ سانتي ګراد درجې پورته شوې او د سیمې د یخ د ننه تودوخه وروستي برید یا صفر درجې ته رسېدلې ده.
دوی وايي، سږ کال نږدې ۳۷۰ میلیارد ټنه یخ ویلې شوی دی.
د ایمبي ډلې د شننې نتیجه نېچر خپرونه کې په داسې مهال چاپ شوې، چې ماډرید کې د سي او پي اقلیمي ناسته کېږي او سنفرانسیسکو کې د امریکا د جیو فزیک ټولنې د ځمکپوهنې ممتاز پوهان کلنۍ ناسته لري.








