د یخچال شړېدو له وېرې سړکونه وتړل شول

یخچال

د عکس سرچینه، Reuters

د کارپوهانو له دې خبرداروی وروسته چې ممکن مون بلان غرونو کې د یوه یخچال ځینې برخه وشړېږي، نو د ایټالیا حکومت د هغه شاوخو سړکونه وتړل او غرنۍ بنګلې او بانډې یې له خلکو تشې کړې.

ځايي چارواکي وايي، وېره ده چې ګران جوراس څوکه کې له پلنپنسیو یخچال د دوه لکه پنځوس زره متر مکعب په اندازه یخ بېل شي.

دې څوکې ته د نږدې کورمایور ښاروال وايي، د ځمکې ګرمېدو له امله غرنیو سیمو کې هم بدلون راځي.

د اروپا لوېدیځ کې تر ټولو لوړې څوکې په مون بلان غرونو کې دي.

د غرونو دې لړۍ کې ۱۱ څوکې، چې له څلور زرو مترو ډېرې لوړې دي په فرانسه او ایټالیا کې دنګې ولاړې دي، چې هر کال سلګونو زره ګرځندویان هم ورځي.

د سې شنبې په ورځ د کورمایور ښاروال سټفانو میزروکي له مون بلان سره نږدې ځینې سیمو کې د سړکونو تړلو امر وکړ.

له هغه مخکې کارپوهانو خبرداری ور کړ چې د پلنپنسو یخچال په ورځ کې له ۵۰ تر ۶۰ سانتي مترو اوبه کېږي او د شړېدو او بېلېدو په حال کې ده.

که څه هم میزروکي وویل، ځايي خلک یا سیلانیان له خطر سره مخ نه دي، خو بیا یې هم روشفور کې غرنۍ بانډې یا جونګړې د احتیاط لپاره له خلکو تشې کړې:

د هغه په خبره، دا پېښه ښيي چې غرونه څنګه د اقلیمي بدلون له امله له تغیر سره مخ دي، ځکه ډېر زیانمنېږي هم.

یخچال

د عکس سرچینه، Reuters

ځايي کارپوهان وايي، نشي ویلي چې کله به له دغه یخچال د یخ لویه برخه بېله شي.

څېړونکي له ۲۰۱۳ کال د دې طبیعي یخچال ویلې کېدل څاري.

څو ورځې مخکې لسګونو کسانو د سوېس ختیځ کې د یوه یخچال د له منځه تلو سمبولیک ویر وکړ.