د ځمکې د ګرمیدو ستونزې د حل لپاره نوې لار

د عکس سرچینه، Getty Images
د انګلیستان د کمبریج پوهنتون پوهان او څېړونکي غواړي چې د ځمکې د هوا او اوبو د ترمیم په اړه یو څېړنیز مرکز را منځ ته کړي.
ټاکل شوې دغه مرکز د ځمکې د ګرمیدو سره د مبارزې لپاره نادودو یا غیر معمولي لارې چارې تعقیب کړي.
د دې ډلې یوه مهمه مفکوره دا ده چې د قطر پر سر د ورېځو راوستلو یا روښانولو سره قطب بیا کنګل یا یخ کړي.
د ورېځو روښانول د لمر رڼا د انعکاس کچې د وړتیا زیاتولو په مانا دي.
او بله یوه یې هم دا چې د منو اکسایډ کاربن ټولول او زېرمه کول دي.
د دې مرکز نور پروګرامونه او مفکورې دا دې چې د سمندرونه شنه کولو سره CO2تر ډېره د اوبو له سطحې جذب شي.
دوی همدا راز په خپلو طرحو کې غواړي چې CO2 په سونګ(سونتوکي) بدل کړي او د تیلو او ډیزلو په ډول یې وکاروي.
د دې څېړونکو په خبره، د مرکز د جوړیدو دلیل دا دی، دا مهال چې په دې برخه کې کومې لارې کارول کېږي پایله نه لري او ځمکه ورځ تر بلې زیانمنه شوې ده
تمه ده دغه نوښت د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې پیل د کاربن مونو اکسایډ کې د پام وړ کمیدو لامل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په علمي برخه کې د دولت د پخواني لوی سلاکار پوهاند یا پروفیسور ډیویډ کینګ په همغږۍ دغه ډله د پیل شوې ده.
ښاغلي کینګ بي بي سي ته وویل، هغه څه چې مونږ یې په راتلونکو لسو کلونو کې کوو، د بشریت برخلیک به تر لسو زرو کلونو پورې وټاکي.
د هغه په وینا تر اوسه په نړۍ کې کوم لوی مرکز په ځانګړي ډول پر دې موضوع تمرکز نه دی کړی.
د سردیوید کینګ په وینا د دې ډلې یو شمېر حل لارې به د جیومېټیک انجینري (د ځمکې او ژواک چاپېریال انجینري کولو) په برخه کې وي.
د ګمبریج پوهنتون څيړونکې ډاکټره امیلي شاکبرګ وايي زمونږ ماموریت به دا وي چې د ځمکې د ګرمیدو ستونزه حل کړو او باید په دې برخه کې له ماتې سره مخ نه شو.
ټاکلې څیړنکي، ساینس پوهان او په بیلا بیلو برخو کې انجینیران په دې پروګرام کې ګډ کار سره وکړي.
مېرمن شاکبرګ بي بي سي ته وویل، "دا به زمونږ په وخت کې یوه ډېره مهمه ننګونه وي خو مونږ پوهیږو چې د حل لپاره یې باید مونږ ټول توان په کار واچوو".








