ځمکه راتلونکو څو کلونو کې ښايي 'بې سارې ګرمه' شي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پوهان وايي له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کلونه به ډېر ګرم وي.

یوه تازه مطالعه وايي، چې ځمکه راتلونکو څو کلونو کې "بې سارې یا ناعادي" ګرمي سره مخ کېدلی شي.

څېړونکو د راتلونکو څو کلونو لپاره د ځمکې پر مخ د هوا د اوسط تودوخې د بدلون اټکلولو لپاره یو ریاضي ماډل جوړ کړی دی.

د دې ماډل پایلې ښيي چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ موده ګې ښايي د اقلیم ګرمېدلو له ډېرو پېښو سره مخ شو.

دا موندنې په نېچر اړیکو مجله کې خپرې شوې دي.

د کاربن ډای اکسایډ په څېر د شین کوریز ګاز د زیاتېدو له امله د ګرمۍ زیاتېدلو بهیر یو شان نه دی.

د بېلګې په ډول د ۲۱ پېړۍ لومړیو کلونو کې پوهانو د ځمکې ګرمېدلو په برخه کې تړون ته اشاره وکړه.

خو څو شننې ښيي چې هغه پنځه کلونه له ۲۰۱۰ کال دې خوا ته دي چې د ډېرې ګرمۍ له امله د جدول سر کې ځای لري.

اوس د هوا د درجې اټکلولو تازه لار ښيي چې راتلونکي څو کلونه به له تمې ډېر ګرم وي.

نوې مطالعه

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سیډني کې د ګرمۍ له امله خلک لامبي

دا مطالعه د فرانسې برسټ ښار کې د سي اېن ار اېس موسسه کې را فلوریان سې ولک او د ساټهمپټن پوهنتون استاد سیبرن ډریفوټ کړې ده.

دوی د اوبو او هوا د ورته والي دودیز تکنیک په ځای د سروې ډوله لار جوړه کړې، چې په مټ یې د ۲۰ او ۲۱ پېړۍ اقلیم ورته کولو هڅه کوي او له مخې یې په داسې شرایطو پسې ګرځي چې له نن سره د پرتلې وړ وي.

دغې ډلې د ورته وضعیت په کارولو سره د راتلونکو احتمالاتو اټکلولو ته مخه کړه.

راتلونکو کلونو کې بې سارې یا ناعادي ګرمي هم په دې نوې طریقه اټکل شوې، وجه یې هم د یخ اقلیم د کم پېښېدو امکان ښودل شوی دی.

دمګړۍ دا نوې طریقه عمومي اوسط یا منځنی ښيي، خو پوهان غواړي په سیمه ییزه کچه یې د اقلیم د اټکل لپاره وکاروي او په مټ یې تودوخه، ورښت او وچکالي هم اټکل کړي.