هغه هېوادونه چې له اندازې ډېر ګرم شوي

ر

د عکس سرچینه، AFP

ټوله نړۍ کې هېوادنه سږ دوبی د تودوخې لوړې درجې سره مخ دي.

ویل کېږي د ګرمې هوا څپې برتانیا، سکنډینیاوي هېواونو او جاپان کې د روانې میاشتې تر پای دوام لري.

جاپان دا حالت طبیعي ناورین بولي، ځکه د هوا لوړې درجې له امله په زرګونو خلک جړ وهلي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کلیفورنیا، ختیځې کاناډا، الجزایر او ناروې په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو او سیمو کې د داسې تودوخې ریکارډ ثبت شوی چې په جولای میاشت کې د تېرو کلونو پرتله لوړه شوې ده.

په عمان کې د شپې مهال تر ټولو یخه ثبت شوې هوا ۴۲،۶ سانتي ګراد درجې ده، چې د هغې سیمې د شپې ورځې د ترټولو ټیټې تودوخي اوسط کې تر ټولو لوړه هوا ده.

په سوېډن کې د ګرمۍ له امله ځنګلونو اور واخیست، او لمن یې له شمال تر قطبي مدار ورسېده.

یونان کې د اتن شاوخوا سیمو کې د اور له امله ۶۰ کسان ووژل شول.

کوم هېوادونه له عادي کچې ډېر ګرم شوي؟

v

د عکس سرچینه، AFP

ډېر هېوادونه جولای میاشت کې تراوسه له معمولي او منځني یا متوسط حد ډېره ګرمه هوا لري.

هغه هېوادونه چې دغه مهال له متوسط حد ډېر ګرم دي: برتانیا، سکنډینیاوي هېوادونه په تېره ناروې او سوېډن، د کاناډا ختیځ، د سایبریا ځینې ځتیځې برخې، جاپان او د خزر سمندرګي شاوخوا سیمې دي.

دا هېوادونه له منځني برید ډېر یخ دي: لکه د اسپانیا او پرتګال په ګډون د اروپا سوېلي برخې، روسیه کې د سایبریا د شمال ځینې برخې او د سوېلي امریکا خورا سوېلي برخې.

د ۲۰۱۰ کال جولای تر ټولو ګرمه ثبت شوې جولای ده، چې پکې د هوا تودوخه له منځنۍ تودوخې دوه درجې پورته وه.

د ۲۰۱۸ کال جولای میاشت به هم د اروپا لپاره یوه تر ټولو ګرمه میاشت وي او ښايي اروپا کې تر ټولو ګرمه میاشت شي.

د متحده ایالتونو د ژواک چاپېریال اطلاعاتو ملي مرکز وايي، ټوله نړۍ کې دا میاشت له ۱۸۸۰ کال راهیسې پنځمه ډ‌ېره ګرمه جولای ده.

ډېره ګرمه جولای پر ۲۰۱۶ کال وه چې نړیواله تودوخه ۰،۹۱ سانتي ګراد درجې له منځني یا اوسط حد (برید) پورته شوې وه.

د دې ګرمي او لوړې تودوخې دلیل څه دی؟

v

د عکس سرچینه، Getty Images

هیڅ وخت نشي کېدلی چې په ټوله نړۍ کې یو عامل د ګرمې څپې سبب وبولو.

د بي بي سي د پوهنې برخې مشر ډیویډ شوکمن وايي، د پام وړ دا ده چې څو ګرمې څپې یو مهال پېښې شوې دي.

اصلي مسله توند بادونه دي. سږ کال مو د لویو کړیو په څېر توندبادونه درلودل او د سوېلي برخو له ځینې هغو یې برتانیا هم په امن نه وه، پر دې سربېره د سمندرګیو تودوخه هم د ګرمۍ د څپو په څېر ډېره شوې ده، دا ډول د اقلیم بدلون او د ځمکې ګرمېدل، ټول هغه عوامل دي چې د ګرمۍ د څپو احتمال زیاتوي.

د هغه په خبره، د اقلیم څېړونکي دا نه وايي، چې موږ به هر کال له ګرمو څپو سره مخ شو، هغوی یوازې د ځمکې د هرې ورځې د ډېر ګرمېدلو له خطر خبرې کوي.

v

د عکس سرچینه، AFP