د نړۍ یوه کونج کې سوځنده ګرمي او بل کې وژونکې یخني

ر

د عکس سرچینه، EPA

که یوه پلو ته د امریکا ختیځ کې خلک له سختې یخنۍ اندېښمن دي، بل پلو د اسټرالیا په سېډني ښار کې له تېرو اتیا کلونو وروسته سخته ګرمي نیولی دی.

خوله رسنیو کې انځورونه ښيي چې ختیځه امریکا او اسټرالیا کې د سخت موسم له امله خلک څومره اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د هواپوهنې ادارې د رپوټ له مخې د امریکا په نیویارک ښار کې د جنورۍ په شپږمه د تودوخي درجه تر ټولو ټیټې کچې ۱۳ سانتي ګراد ته ولوېده.

د متحده ایالتونو په یوه بله سیمه کې د تودوخي درجه منفي ۲۹ سانتي ګراد ته ټیټه شوې، خو سېډني کې له ۱۹۳۹ کال راهیسې د تودوخي درجه لومړی ځل ۴۷ سانتي ګراد ته پورته شوې ده.

ویل کېږي ۷۹ کاله مخکې په سیډني کې تودوخه ۴۷،۸ درجو ته لوړه شوې او بیا داسې نه وو شوي.

ر

د عکس سرچینه، TWEET

د عکس تشریح، یو کس د ګرمۍ له امله ایسکریم اخیستی، خو لار کې ترې غورځېدلی دی.

د رپوټونو له مخې په سیډني او ور څېرمه سیمو کې د اور لګېدنې د مخنیوي لپاره د اور نه بلولو اصول رامنځ ته شوي دي.

سیډني کې په زرګونو کسان بې کوره خلکو ته اوبه رسوي.

د سیډني شاوخوا ځنګلي سیمو کې د اور لګېدلو وېره شته.

په سیډني کې ټېنس نړیواله اتلولي د ګرمي له امله ځنډول شوې.

v

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سیډني کې خلک د ګرمۍ له امله لامبي.

له بلې خوا نیویارک کې زرګونو الوتنې د یخنۍ له امله ځنډول شوې.

د ختیځې امریکا نورې هوايي اډې هم له اندېښنې سره مخ دي.

ځینې مساپر شکایت کوي چې ډېر انتظار یې وکړ، خو وروسته یې خپلې بکسې هم موندلی نه شوې.

د امریکا په میساچوسټس، کنيټیکټ او نوي هیمپشیر کې نږدې یو فوټ واورې څادر غوړېدلی دی.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا کې واوره.

د ختیځې کاناډا په ځینې سیمو کې د تودوخي کچه منفي ۵۰ سانتي ګراد اټکل شوې ده.

د کاناډا ټورنټو کې هم د یخنۍ له امله ځینې الوتونه ځنډول شوي دي.