له جل وهلو څنګه ځان ساتلی شئ؟

ګرمۍ وهلی

د عکس سرچینه، Getty Images

سمه ده چې د ګرمۍ په دفع کولو کې بدن بې وسه دی او د تودوخې یا سخت کار له امله تر څلوېښت درجې سانتي ګراد د بدن منځنۍ ګرمي ډېرېږي، خو د ګرمۍ وهلو یا جل وهلو مخنیوی اسان دی.

د جل وهلو نښې:

  • د بدن تودوخه زیاتېدل
  • سردرد
  • سربدالي
  • بدحالي او بې اشتهايي
  • سخته تنده
  • د زړه لړزان
  • چټکه سا اخیستل
  • سخته خوله
  • د پوټکي رنګ تښتېدل
  • د عضلو سخت ګورنجېدل، انقباض

که څه هم نښې یې په ټولو کې یو ډول دي خو ماشومان، مشران، میندوارې مېرمنې او هغه کسان چې جدي ناروغۍ لري، ډېر زیان منونکي دي.

ګرمۍ وهلی

د عکس سرچینه، Getty Images

که څوک جل ووهي، څه باید وکړئ؟

  • یخ ځای ته یې ولېږدوئ
  • اضافي کالي ترې وباسئ
  • ډېرې اوبه ورکړئ
  • په سپنج یا سپرۍ سره یې پر بدن نرمې اوبه واچوئ
  • له جل وهلي سره پاتې شئ چې وضعیت یې ښه شي
  • هر څو دقیقې وروسته يې یو ځل وګورئ چې د زړه ټکان یا ساه اېستلو چټکتیا یې زیاته که کمه شوې ده
  • عموماً تر نیم ساعت پورې باید د جل وهلي وضعیت ښه شي
ګرمۍ وهلی

د عکس سرچینه، Getty Images

څنګه د جل وهلو مخه ونیسو:

  • یخې اوبه ډېرې وڅښئ، په تېره چې ګرمۍ کې ورزش کوئ
  • په ډېرو ګرمو ورځو کې که شونې وي، د ورځې له ۱۱ بجو تر درېیو بجو بهر مه ځئ
  • پرلپسې د بدن پوټکی په اوبو یخ کړئ
  • په یخو اوبو ولامبئ
  • ازاد او د روښان رنګ کالي واغوندئ
  • ډېر ورزش مه کوئ
ګرمۍ وهلی

د عکس سرچینه، Getty Images

ګرمه هوای کې څه ته اړتیا ده:

  • د څښلو او پوټکي یخولو لپاره ډېرې اوبه لرل
  • مناسب کالي: د روښان رنګ ارت کالي او ژبوره(پیکداره) خولۍ پر سرول
  • د لمر ضد کریمونه چې د ماورا بنفش له دواړو وړانګو اې او بي ساتنه وکړی شي.
  • مناسبې لمرینې سترګۍ چې د سترګو غاړې وساتي د ماورا بنفش وړانګو مقابل کې سل په سله ساتندویه وي او UV ۴۰۰ وي. د دا ډول سترګیو لپاره د اروپایي ټولنې د (CE) او د امریکا د (ANSI) پر معیاري نښه باور کولی شئ.