سیند ته د افغان وګړو د اچولو پر ادعا د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې

افغان

د عکس سرچینه، MFA.AF

د عکس تشریح، د حنیف اتمر او جواد ظریف د خبرو له مخې ګډ پلاوی به د اړتیا له مخې د پېښې ځای او یا هم د ایران مشهد او یا د افغانستان هرات کې غونډې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له ایراني سیال محمد جواد ظریف سره د هغو افغان کډوالو په هکله ټلیفوني خبرې وکړې چې ویل کېږي ایراني ځواکونو سیند ته اچولي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې را غلي دواړه لوري د پخوانۍ هوکړې له مخې د پېښې په هکله د ګډو څېړونو پر پیلولو او د ارزوونکو ډلو پر ځانګړي کولو وغږېدل.

دې خبرو کې ښاغلي اتمر خپل ایراني سیال ته وویل، ارزوونکی پلاوی هرات ته تللی او هم یې زیاته کړه چې دغه پلاوي په سیمه کې څېړنه پیل کړې ده.

ښاغلي ظریف هم د ایراني پلاوي د ټاکلو ډاډ ور کړ او ویې ویل چې دا پلاوی به هم ډېر ژر د پېښې ځای کې څېړنه پیل کړي.

دواړو بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه وکړه چې د اړتیا پر مهال به دغه پلاوي د پېښې په ځای، د ایران مشهد او د افغانستان هرات کې ګډې ناستې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، "د دې څېړنې موخه د حقیقت موندل، د هغه په رڼا کې نورې پرېکړې کول او بیا د ورته پېښو د مخنیوي لپاره حل لار موندل دي".

HERAT.GOV

د عکس سرچینه، HERAT.GOV

د عکس تشریح، د افغان چارواکو په خبره، پېښه له دې سیند سره شوې ده.

افغان پلاوي- چې د ایراني پوله ساتو په لاس سیند ته د افغان کډوالو د اچولو د ادعا ارزولو ته ټاکل شوی- پرون یې خپلو لومړنیو موندنو کې د څو کسانو د وژل کېدو او ورکېدو خبره وکړه.

د دې حقیقت موندونکي پلاوي مشر محمد حمید طهماسي وايي، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د هغه په خبره، لومړنۍ موندنې ښيي چې د ایران خاورې ته ۴۶ افغانان ننوتلي وو، چې په دوی کې د هرات د ګلران او رباط سنګي او د افغانستان په شمال کې د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د پنځو مړي هرات ته لېږدول شوي، خو پنځه نور د ډېر خرابېدو له امله سیمه کې ښخ شوي دي.

د هغه په خبره، د پاتې ۱۷ ورکو کسانو له ډلې وړمه ورځ دوه کسان موندل شوي او ۱۵ نور لا هم بې پتې دي.

دې پېښې ته غبرګون

هذات
د عکس تشریح، د پېښې ځینې مړي هرات ولایت ته لېږدول شوي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت او پوله ساتي ځواکونه دا خبره درواغ بولي چې ګویا دوی افغان وګړي افغانستان ته د ستنېډو لپاره اړ کړي چې پر هریریدو سیند واوړي،خو زیاتوي چې دې برخه کې ګډې څېړنې ته تیار دي.

له ایران سره پوله کې دا پېښه پر افغانستان سربېره نړیوال غبرګون هم لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره چارشنبه واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ایراني ځواکونو په لاس د افغان کډوالو ځورونې، شکنجې او وژنې رپوټونو سخت خواشینی کړی دی.

نوموړي پر افغان چارواکو غږ کړی چې له ایران سره پر ګډه پوله د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د وژنې پېښه په جدي توګه وڅېړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم چارشنبه ویلي، د افغانستان او ایران تر منځ د پولې اوږدو کې د یو شمېر افغان کډوالو برخلیک 'حیران ' کړي دي.

دغې ټولنې په ټویټري پیغام کې د پېښې په هکله د یوې بشپړې څېړنې غوښتنه کړې او په وینا یې د'بشپړې روڼتیا ' هیله کوي.