پومپیو: افغان حکومت دې د ایران پر پوله د کډوالو د وژل کېدو پېښه وپلټي

پومپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي پومپیو افغان حکومت وهڅاوه چې دا موضوع جدي تعقیب کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر افغان چارواکو غږ کړی چې له ایران سره پر خپله ګډه پوله د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د وژنې پېښه دې په جدي توګه وڅېړي.

ښاغلي‌ پومپیو نن چارشنبه واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ایراني ځواکونو په لاس د افغان کډوالو ځورونې، شکنجې او وژنې رپوټونو سخت خواشینی کړی دی.‌

نوموړي افغان حکومت وهڅاوه چې دا موضوع جدي تعقیب کړي‌ او مجرمینو سره دې قانوني چلن وشي.‌

بله خوا په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم نن چارشنبه ویلي، د افغانستان او ایران تر منځ د پولې اوږدو کې د یو شمېر افغان کډوالو برخلیک 'حیران ' کړي دي.

دغې ټولنې په یوه ټویټر پیغام کې د پېښې په هکله د یوې بشپړې څېړنې غوښتنه کړې او په وینا یې د 'بشپړې روڼتیا ' هیله کوي.

په پیغام کې دغه راز ویل شوي، اروپايي ټولنه د افغان حکومت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې له ایران او پاکستانه یې د افغانانو ستنېدو لپاره کوي. د پیغام په ټکو ''ګرځنده خلک انسانان دي. ''

د شپږ تنو افغان کډوالو مړي شنبې پر ورځ هرات ته لېږدول شوي وو
د عکس تشریح، د شپږ تنو افغان کډوالو مړي شنبې پر ورځ هرات ته لېږدول شوي وو

د تېرې شنبې پر ورځ یو شمېر افغان کارګرو چې د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسیدونکي دي بي بي سي ته وویل، د قاچاق وړونکو له خوا ایران ته د کار لپاره اړول شوي وو او بیا هلته ایراني عسکرو ونیول.

دا کسان ادعا کوي چې له نیول کېدو وروسته ایراني عسکرو سیند ته ټېل وهلي. دوی وایي څه باندې شل کسان یې لادرکه دي خو د ۷ کسانو مړي پيدا شوي او نور ژغورل شوي.

وروسته له همدې ډلې د یو شمېر کسانو مړي هرات ته ورسېدل چې ورسره افغان حکومت د پېښې د پلټلو خبره وکړه.‌

د ایران غبرګون:

د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې پر ورځ دا رپوټونه رد کړل چې ګواکې دې ځواک یو شمېر هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي.

دې ځواکونو وویل چې د افغان کډوالو د وژنې په اړه خپره شوې ویډیو یې کتلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران او افغانستان پر ګډه پوله داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په یوه جلا اعلامیه کې وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې پلټلو لپاره د یو ګډ پلاوي جوړولو ته چمتو شوی دی.‌

اعلامیه کې راغلي‌ چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین هارون چخانسوري او په تهران کې افغان سفیر له ایراني‌ چارواکو سره یو ځای دا موضوع څاري.

بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر سې شنبه ناوخته په یوه ټویټ کې په خورا تونده لهجه له ایران سره پر ګډه پوله د یو شمېر افغان کډوالو وژنه غندلې او دا یې یو داسې جنایت بللی چې د ده په خبره د بښلو نه دی.

نوموړي‌ ویلي، ''هغه ظلم او وحشت چې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د شکنجې او شهادت لامل شوی،‌ افغان ملت یې خواشینی کړی دی. ''