له اسلام اباده د افغانانو اېستل: "ماشومان چې مو د پولیس نوم واوري په یوه کونج کې پټېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
"کله چې پولیس زموږ دروازې ته راغلل، موږ ټول ویده وو، د دروازې زنګ یې په زوره واهه، زه بهر راووتلم، ویې وپوښتل، په کورنۍ کې مو څو کسان دي... ماشومان یې را ویښ کړل او موږ یې حاجي کمپ ته بوتلو."
دا په اسلام اباد کې د یوې افغان کډوالې مېرمنې څرګندونې دي چې افغانستان ته د شړل کېدو وېره لري.
افغان کډوال وايي له یوې اوونۍ راهیسې یې د پاکستان په پلازمېنه کې ژوند له ستونزو سره مخ دی.
دغه افغانه مېرمن او د هغې پنځه کسیزه کورنۍ چې د پاکستان په پلازمېنه کې درېیم هېواد ته د لېږدېدو په تمه دي، بختور وو چې دا ځل خوشې شول، خو وايي پوليسو ورته وويل، "لس ورځې وخت لرئ چې یا امریکا ته لاړ شئ یا هم ویزه ترلاسه کړئ." هغه وايي د څو ګاونډیو ښځو په ګډون لسګونه کسان اېستل شوي دي.
دغه ښځه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي: "نه پوهېږم چې څه وکړم، هېڅ ارامه نه یم او سخته تر فشار لاندې یم. په دې ښارګوټي کې شاوخوا دوه زره افغانان مېشت دي او پولیس هره ورځ د دوی یو شمېر په زور افغانستان ته شړي."
هغه زیاتوي، د افغان کډوالو ترمنځ، "په ښار کې د خپګان فضا خپره ده ... موږ له نامعلوم او ګډوډ برخلیک سره مخ یو، موږ هېڅ نه پوهیږو چې برخلیک به مو څه شي."
سرچینو بي بي سي ته تائید کړې، له اسلام اباده د کډوالو د اخراج په نوې څپه کې پولیسو د افغانانو پر بازارونو او کورونو چاپې وهلې او افغانستان ته د اجباري شړلو لپاره یې "د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسان" نیولي دي.
د دوی یو شمېر د طالبانو حکومت له وېرې پاکستان ته تښتېدلي او یا هم درېیم هېواد ته د لیږدېدو په تمه دي.
ثریا په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعاله وه او له درېیو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره د پنځو ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې له ۷ تر ۱۱ کلونو دي، پاکستان ته تللي او په درېیم هېواد کې منلو ته منتظر دي.
هغې بي بي سي ته وویل، دوه ځله یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له استازولیو سره مرکه کړې او د بیا اړیکې نیولو په ځواب کې "له ملګرو ملتونو یوازې د انتظار کلمه اورم."

د عکس سرچینه، Sorya
افغان کډوال وايي، د شپې له خوا کورونو ته د پولیسو ورننوتلو د دوی ماشومانو وېرولي. ثریا بيبيسي ته وویل: "زموږ ماشومان چې د پولیسو نوم واوري په یوه کونج کې پټیږي."
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر 'ریچارډ بېنېټ' پر اېکس لیکلي، غواړي زیان منونکي افغانان بېرته ستانه نه کړای شي.
نوموړی زیاتوي، "زه پر ټولو هېوادونو غږ کوم چې کوربه هېواد ته مالي مرستې او د لېږد چارې ګړندۍ کړي."
په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفارت دغلته د افغانانو د نیولو او شړلو نوی بهیر غندلی دی. دا سفارت وايي "تر اته سوه ډېر" کسان نیول شوي او شړل شوي دي، په داسې حال کې چې "۱۳۷ تنو یې د اوسېدو ټول سندونه درلودل."
"موږ د ورځې په پارکونو او د شپې په کور کې یو"
په اسلام اباد کې یوه افغان کډوال خبریال هومن خموش پر خپله فېسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او پکې یې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دوی ویزې دې ژر تمدید کړي. هغه وايي د خپلې ویزې د تمدید غوښتنه یې کړې چې "شاوخوا یوه میاشت" وخت نیسي. دی که څه هم د "پېژندګلوۍ شمېره" لري، خو پولیس یوازې ویزه مني.
هغه وايي، پوليس کور په کور د پلټنې پر مهال د هغو کسانو د نیولو او شړلو په لټه کې دي چې سندونه نه لري.
"درې شپې کېږي چې خوب نه لرو، د ورځې په پارکونو او د شپې په کور کې یو. ... موږ ته دعا وکړئ ... په هر حال، موږ له شړلو وېره لرو."
نوموړی زیاتوي، له شپږو میاشتو راهیسې په همدې حالت کې ژوند کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي ته د هغو افغانانو ګڼ غږيز او ويډيويي پيغامونه هم رسېدلي چې دمګړۍ پاکستان کې درېیمو هېوادونو ته د وتلو په تمه مېشت دي او دغو نویو سختیو اندېښمن کړي دي.
یوه افغان کډوال په خپل پیغام کې لیکلي: "زه د امریکا د پي۲ قضیه لرم او زما د قضیې ټول اداري طرزالعملونه او بیا کتنې بشپړې شوې دي. زه اوس د الوتنې انتظار کوم چې امریکا ته لېږدول کېږي. خو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د مهاجرینو لپاره د ژوند شرایط سخت کړي دي."
دی زیاتوي "د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته شړلو پراخ ګامونه اخیستل شوي دي. دې مسلې زما په څېر خلکو لپاره ژوره اندېښنه رامنځته کړې، ځکه افغانستان ته ستنیدل زموږ د زیاترو ژوند او امنیت ته جدي ګواښ دی."
دا په داسې حال کې ده، چې د نیوکو تر ډېرېدو وروسته د اسلام اباد مرستیال کمېشنر وايي، یوازې هغه افغان کډوال ایستل کېږي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني سندونه نه لري.
د نوموړي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه کسان چې ویزه، د افغان کډوالو سندونه "پي او ار" او افغانستان تابعیت کارتونه لري، بېرته افغانستان ته نه ستنول کېږي.
دا هم ویل شوي، هغه کسان چې درېیم هېواد ته د تلو انتظار باسي، نه نیول کېږي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې هم رپوټ ورکړی، چې حکومت د دغه هېواد سترې محکمې ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د اوسېدونکو کارتونو (پي او ار) د اعتبار موده د روان کال د جون تر درېیمې نېټې غځول شوې ده.
د پاکستان حکومت ویلي هغه افغانان چې د (پي او ار) او د افغان تابعیت کارت (اې سي سي) په ګډون پاکستان کې د قانوني اوسېدو هر ډول کارت ولري "نه به اېستل کېږي."
د ډان په وینا شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو دا دوه ډوله سندونه لري.
په اسلام اباد کې د افغانانو د اوسېدو لپاره د ځانګړي جواز ترلاسه کولو اړتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکي وايي، د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې ۱۸۵ "ناقانونه کډوال" نیول شوي او له دوو تنو پرته، نور یې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
بیان زیاتوي، د دوی عملیات یوازې د هغو کډوالو پر ضد دي چې دلته د اوسېدو لپاره ویزې یا نور قانوني سندونه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر نومبر میاشتې په پای کې په پاکستان کې له زندانه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو د لاریونونو او د یو شمېر افغانانو تر نیول کېدو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ډسمبر له ۳۱ مې وروسته به په اسلام اباد کې د افغانانو د اوسېدو لپاره شرط، د ځانګړي جواز (اېن او سي) درلودل وي.
پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د نومبر په ۲۶ اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو پر مهال په نیول شویو کسانو کې لسګونه افغانان هم شامل وو.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي افغانان له پولیسو سره په نښتو تورن او ویلي یې و، د جنورۍ له میاشتې به ټول هغه بهرنیان چې ځانګړې اجازه نه لري، ونیول شي.
د پاکستان د حکومت د فرمان له مخې، دغه ځانګړی جواز باید "د اسلام اباد ښار د اداري دفتر" له خوا افغان غوښتونکو ته صادر شي، خو له لسګونو غوښتنو سره سره بیا هم د دغې ادارې له خوا تر اوسه هېڅ داسې اجازه لیک نه دی صادر شوی.
د اسلام اباد او کابل ترمنځ سړې اړیکې

د عکس سرچینه، PAFN
یو شمېر کتونکي په پاکستان کې له افغانانو سره د سخت چلند لامل د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلې اړیکې ګڼي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني الوتکو د بریدونو او په ځواب کې یې د طالبانو حکومت لخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو له بریدونو وروسته، د دواړو خواو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.
د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) غړو ته د پناه ورکولو تورونه ردوي، خو اسلام اباد د کابل پر دې انکار قناعت نه کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له پنځلسمې نېټې د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر تر پنځلسمې نیټې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان وګړي له پاکستانه، افغانستان ته شړل شوي دي.
د دې بهیر په توجیه کې، اسلام اباد ویلي و، دوی د پاکستاني طالبانو (ټی ټي پي) د بریدونو د ډېرېدو مخنیوي لپاره بې اسناده افغانان باسي.
د پاکستان حکومت تېر کال د خپلو امنیتي ځواکونو لپاره په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال بللی دی.
د پاکستان د پوځي سرچينو د رسمي معلوماتو پر بنسټ په تېر کال کې د دغه ډول تاوتريخوالي له امله خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونه تر ټولو ډېر زيانمن شوي چې په منځني ډول هره ورځ پکې شاوخوا اووه کسانو ژوند بایللی دی.











