شهباز شریف: څو ځله مو افغانستان ته پیغام استولی، چې موږ ښه اړیکي غواړو، خو تاسې ټي ټي پي ختم کړئ

شهباز شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، له افغان خاورې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه دوی ته د منلو نه دي. نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې باید د دې موضوع د حل لپاره یوه 'پرېکنده تګلاره' غوره کړي.

ښاغلي شریف د جمعې پر ورځ د پاکستان کابینې له یوه غونډې وروسته وویل، ''افغانستان ګاونډی هېواد دی، افغانستان ورور هېواد دی، چې موږ ورسره زرګونه کیلومتره اوږده پوله لرو. موږ له زړه غواړو چې له دوی سره ښه اړیکي ولرو او له یوه بل سره په اقتصادي برخه کې همکاري وکړو، خو له بده مرغه تحریک طالبان پاکستان اوس هم له هغه ځایه فعالیتونه کوي او په پاکستان کې بې ګناه خلک وژني.''

د یادونې ده، چې د ډسبمر پر ۲۴مه د طالبانو حکومت دفاه وزارت وویل، پاکستاني هوايي ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، چې د رپوټونو له مخې دې بریدونو کې ۵۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت په وینا په دې بمبارۍ کې ولسي وګړي په نښه شوي، چې په خبره یې ''اکثره یې عام وزیرستاني مهاجرین دي، په نښه شوي دي.''

پاکستان تېره ورځ رسماً دغه بریدونه تائید کړل او د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې پاکستاني هوايي ځواکونو ''د وسله والو ډلو پر ضد عملیات کړي."

د پاکستان لومړي وزیر د دې بریدونو په هکله څه و نه ویل، خو په خبره یې، ''موږ څو ځله افغانستان ته پیغام واستاوه، چې داسې نه کېږي، موږ دوی ته وویل، چې موږ ښه اړیکي غواړو، خو تاسې ټي ټي پي په بشپړه توګه ختم کړئ، زه فکر کوم دا زموږ لپاره سره کرښه ده، له هغه ځایه د ټي ټي پي فعالیتونه پاکستان ته په هېڅ صورت د منلو نه دي او موږ به د پاکستان سلامتي لپاره بشپړه دفاع وکړو.''

ښاغلي شریف زیاته کړه، ''زه یو ځل بیا افغان حکومت ته وایم، چې په دې هکله یوه پرېکنده تګلاره غوره کړي او پاکستان په دې تړاو له تاسو سره خبرو ته چمتو دی، خو که یو لور موږ ته پیغام راځي، چې موږ د اړیکو زیاتول غواړو او بل لور ټي ټي پي په خلاص مټ ګرځي، نو داسې نه شي کېدای.''

د یوناما له لوري د پلټنو غوښتنه

Pakistan airstrike in Afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان په هوايي برید کې ماشومان او ښځې هم وژل شوي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، د باوري رپوټونو له مخې پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو هوايي برید کې لسګونه ملکیان چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې دي وژل شوي. دا خبره يوناما پر خپل اېکس پاڼه لیکلې وه او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه هم کړې.

یوناما پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "د نړیوالو قوانینو له مخې پوځي ځواکونه اړ دي چې د عملیاتو پر مهال د ملکیانو خوندیتوب په موخه ټول اړین ګامونه پورته کړي او د وسلوالو او ملکي وګړو تر منځ توپير وکړي. "

یوناما زیاتوي چې یوه رسمي پلټنې ته اړتیا ده چې "د قربانیانو حقونه پر ځای شي او په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی وشي."

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او پکتیکا کې یې د پاکستان هوايي بریدونو په تړاو ورته خپل احتجاج په ډاګه کړی. لوړپوړو طالب چارواکو ګوتڅنډنه کړې چې د پاکستان دې برید ته به په کلکه ځواب ورکوي.

د پاکستان رسمي تائید

Pakistan airstrike in Afghanistan's Paktika Province

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان په لومړي ځل د افغانستان پر خاوره هوايي برید تائید کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په لومړي ځل د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي برید منلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي چې پوځي ځواکونو یې "خپلو وګړو ته د ور پېښو ګواښونو له امله د افغانستان پر خاوره د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات کړي."

نن (پنجشنبه) اسلام اباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال اغلې بلوچ د دغو عملیاتو د تائید تر څنګ ویلي "هېواد یې د خپلو وګړو خوندیتوب لپاره یو موټی دی."

نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان پر خاوره ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې یې "دا عملیات د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ کړي."

د طالبانو غبرګون څه دی؟

Taliban

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د دې برید د غچ اخېستو ګواښ کړی.

پرون (چهارشنبه) د طالبانو حکومت د دفاع وزارت پر خواله رسنيو خپره شوې اعلاميه کې دا بريد غندلی وو او د ځواب ويلو د ګوتڅنډنې تر څنګ يې دا يوه "وحشيانه" کړنه بللې ده.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت خپره شوې اعلاميه کې ويلي، "د پاکستاني پوځ له خوا بمبار کې عام ولسي وګړي چې اکثره عام وزيرستاني مهاجرین دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي کسان په کې شهيدان او ټپيان شوي دي."

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا "د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي. پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هېڅ ستونزې حل نه دی. اسلامي امارت به دغه کرغېړن عمل بې ځوابه پرې نه ږدې، بلکې د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي."

وړاندې هم پاکستان پر خوست او پکتيکا هوايي بريدونه کړي وو

Pakistan airstrikes in Paktika

د عکس سرچینه، Getty Images

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره بمباري کوي. د روان کال په مارچ مياشت کې هم د طالبانو حکومت ويلي وو چې پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا په برمل او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې "د ملکي خلکو پر کورونو" بمبارۍ کړې دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت هغه مهال په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه، چې د دې بریدونو په ځواب کې یې د ډېورنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو "د درنو وسلو ګوزارونه کړي."

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا پر پکتيکا او خوست ولايتونو د بريدونو په غبرګون کې د پاکستاني سفارت چارسمبالی احضار او احتجاج ليک يې ورته سپارلی و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي وو چې په هوايي بريدونو کې "لږ تر لږه اته ولسي وګړي چي ټول يې ښځې او ماشومان دي وژل شوي."

د پاکستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ادعا کړې وه چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې يې د حافظ ګل بهادر او پاکستاني طالبانو غړي په نښه کړي.

پاکستان تل تور لګوي چې افغانستان کې مېشت وسله وال د دوی پر ځواکونو بريدونه کوي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار دغه تورونه رد کړي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

د یادونې ده، چې پاکستاني هوايي ځواکونو له دې مخکې هم د خوست او کونړ په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو بريدونه کړي.

د تېر ۲۰۲۳ کال په جولای کې هم پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځ د توغندیزو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي وو. هغه مهال رپوټونو کې ادعا شوې وه، چې پاکستاني پوځ برمل ته له وزیرستانه د راغلیو کډوالو پنډغالي په توغندیو ویشتلي دي.