پکتیکا کې هوايي بریدونو 'له ۵۰ ډېر کسان وژلي'؛ طالبانو د پاکستان شارژدافیر احضار کړی

Injured are being treated in Paktika

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ځینو ټپیانو درملنه د پکتیکا په مرکزي روغتنون کې روانه ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او پکتیکا کې یې د پاکستان هوايي بریدونو په تړاو ورته خپل احتجاج په ډاګه کړی.

حافظ ضیا احمد چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند دی پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان سفارت شارژدافیر ته یې د "پاکستاني پوځ دا تېری په کلکه غندلی دی". نوموړی زیاتوي، د افغانستان د حریم ساتنه یې د حکومت لپاره ''سره کرښه ده او دغه ډول بې مسوولیته کړنې عواقب لري.''

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید کې ۵۱ تنه وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اې‌ اېف‌ پي خبري اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي چې د پکتيکا ولايت څلور سيمې په نښه شوې دي.

د‌ طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم ویلي، دېری وژل شوي ماشومان او ښځې دي: "په ډېر تاسف سره باید ووایو چې تېره شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې پر څلورو موقعیتونو بمباري شوې چې یو شمېر کورونه پکې ویجاړ شوي او ۵۱ تنه، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي".‌

د پکتیکا روغتون کې یوه ډاکټر بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د دوی روغتیايي مرکزونو ته د برید له ځایه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۲ تنو جسدونه او ۴۶ ټپیان ور وړل شوي دي چې ځینې یې د لا ښې درملنې لپاره مجهزو روغتونونو ته لېږدول شوي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت پر خواله رسنيو خپره شوې اعلاميه کې دا بريد غندلی او د ځواب ويلو د ګوتڅنډنې تر څنګ يې دا يوه "وحشيانه" کړنه بللې ده.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت خپره شوې اعلاميه کې ويلي، "د پاکستاني پوځ له خوا بمبار کې عام ولسي وګړي چې اکثره عام وزيرستاني مهاجرین دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي کسان په کې شهيدان او ټپيان شوي دي."

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا "د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي. پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هېڅ ستونزې حل نه دی. اسلامي امارت به دغه کرغېړن عمل بې ځوابه پرې نه ږدې، بلکې د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي."

د پاکستان حکومت يا پوځ په رسمي ډول د دې بريدونه په اړه څه نه دي ويلي خو د يو شمېر رسنيو له مخې پاکستاني امنيتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط خبريالانو ته ويلي چې د دوی ځواکونو په برمل ولسوالۍ کې د "ترهګرو پر موخو" بريدونه کړي دي.

دغو چارواکو ادعا کړې چې بريدونو کې يې د روزنې یو مرکز ویجاړ کړی او د پاکستاني طالبانو سره تړلي څو مهم وسله وال قوماندانان یې له منځه وړي دي.

غبرګونونه

برمل

د عکس سرچینه، Local doctors

د عکس تشریح، برمل ولسوالي د سویلي وزیرستان له واڼه او رزمک سیمو سره نژدې پرته ده.

برمل کې د پاکستان د هوايي برید په غبرګون کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) په یوه خبرپاڼه کې چې په پښتو ژبه خپره شوې، دا برید غندلی او بریدګرو ته یې د "هندي شاهي پوځ" خطاب کړی دی.

د محمد خراساني له ادرسه چې ځان د تحریک طالبان پاکستان ویاند معرفي کوي، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ډسمبر پر ۲۴مه، پر پاکستان مسلط او ښکېلاکګر جابر پوځ د خپل تېر وحشي او ناوړه عادت له مخې، د اسلامي او نړېوالو اصولو خلاف د هغو بې‌ وسه مهاجرینو کورونه په نښه کړل چې په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستاني ظالم پوځ د ظالمانه وحشي عملیاتو (ضربِ عضب) له امله افغانستان ته مهاجر او کډه شوي وو. په دې خونړۍ او زړه بوږنوونکې پېښه کې د ۲۷ ښځو او ماشومانو په شمول ټولټال ۵۰ تنه عام بې ګناه وګړي شهیدان شوي دي. الله تعالی دې د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي، کورنيو او خپلوانو ته يې عظیم اجر او جميل صبر ورپه نصیب کړي".

د ټي‌ټي‌پي په خبرپاڼه کې د پاکستان پوځ (روئل اېنډېين آرمي) یا د هند شاهي پوځ په تورو یاد شوی، چې وايي، له تېرو څو لسیزو راهیسې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د بې‌ګناه خلکو پر وړاندې له ستم او زور زیاتي کار اخلي.

افغانستان
د عکس تشریح، د افغان سياستوالو تر څنګ پر ټولنيزو رسنيو ګڼ شمېر افغانانو خپل غبرګونونه ښودلي او دا کړنه يې غندلې ده.

د طالبانو حکومت تر څنګ يو شمېر افغان سياستوالو هم د دغو بریدونو په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي پيغام کې "د پکتيکا پر ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو بريدونه په کلکو ټکو غندلي او دا يې د افغانستان پر ملي حاکميت ښکاره تېری بللی دی."

ښاغلي کرزي "د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې ترينګلتيا په سیمه کې د افراطيت د پياوړتيا او د افغانستان د کمزوري کولو لپاره د پاکستان د ناسمو سياستونو پايله بللې ده."

له افغان طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره د امریکا مخکيني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په غبرګون کې ويلي چې که دا بريدونو ريښتيا وي طالبان به يې ښايي ځواب ورکړي.

ښاغلي خليلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، "د جګړې پر ځای دواړه هېوادونه داسې یوې هوکړې ته اړتیا لري، چې دا مشخصه کړي چې ترهګري د افرادو یا ډلو له خوا د یو بل د امنیت د ګواښلو لپاره ونه وکارول شي او غاړه ورته کېږدي."

ښاغلی خليلزاد ليکلي، "د پاکستان سفير تيار په کابل کې دی، خو ايا جنرال منير به اجازه ورکړي چې دغه مذاکرات پيل شي؟"

په پاکستان کې د طالبانو حکومت د تېرې دورې سفير عبدالسلام ضعيف پر پکتيکا بريد "د افغانستان پر حريم د ټولو اصولو خلاف وحشي او کرغېړن عمل بللی دی."

د افغانستان د جمهوریت دورې د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر پر برمل ولسوالي بريدونه غندلي دی. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ويلي، د خواشينۍ ځای دی چې د "طالبانو رژيم د دې بريدونو د مخنيوي لپاره هېڅ امکانات نه لري؛ نه هوايي ځواکونه او نه دفاعي ځواکونه لري."

د افغان سياستوالو تر څنګ پر ټولنيزو رسنيو ګڼ شمېر افغانانو خپل غبرګونونه ښودلي او دا کړنه يې غندلې ده.

برمل ولسوالي د سویلي وزیرستان له واڼه او رزمک سیمو سره نژدې پرته ده. د طالب چارواکو په وینا بريد کې "ډېری وزيرستاني کډوال په نښه شوي" دي.

د پاکستان پوځ‌ په ۲۰۱۴ کال شمالي وزیرستان کې د "ترهګرو" ځپلو لپاره د "ضرب‌عضب" په نامه پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې اوږده موده یې دوام درلود.

په دغو عملیاتو کې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا وشوه، خو ترڅنګ يې سلګونه زره ځايي اوسېدونکي هم د جنګ جګړو له وېرې د خپلو کلیو او مېنو پرېښودلو ته اړ شول.

له دوی ګڼ کسان د پاکستان نورو ښارونو ته وکوچېدل خو ځینې یې تر ډېورنډ کرښې واوښتل او افغانستان کې د 'وزیرستاني کډوالو' په پنډغالو کې مېشت شول.

شمالي وزیرستان او د پښتونخوا نورو پخوانیو قبایلي سیمو کې که څه هم تېرو کلونو کې امنیتي وضعیت نسبتآ ښه و خو په دې وروستیو کې پکې یو ځل بیا امنیتي پېښې او بریدونه ډېر شوي دي.‌

د پاکستان حکومت وايي دغو ناامنیو کې تر ډېره د پاکستاني طالبانو تحریک یا 'ټي‌ټي‌پي' وسله وال ښکېل دي چې په افغانستان کې پټنځايونه لري او له هغه ځايه پر پاکستان بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دغه تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

وړاندې هم پاکستان پر خوست او پکتيکا هوايي بريدونه کړي وو

يعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، TALIBAN

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت هغه مهال په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه، چې د دې بریدونو په ځواب کې یې د ډېورنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو "د درنو وسلو ګوزارونه کړي."

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره بمباري کوي. د روان کال په مارچ مياشت کې هم د طالبانو حکومت ويلي وو چې پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا په برمل او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې "د ملکي خلکو پر کورونو" بمبارۍ کړې دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت هغه مهال په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه، چې د دې بریدونو په ځواب کې یې د ډېورنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو "د درنو وسلو ګوزارونه کړي."

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا پر پکتيکا او خوست ولايتونو د بريدونو په غبرګون کې د پاکستاني سفارت چارسمبالی احضار او احتجاج ليک يې ورته سپارلی و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي وو چې په هوايي بريدونو کې "لږ تر لږه اته ولسي وګړي چي ټول يې ښځې او ماشومان دي وژل شوي."

د پاکستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ادعا کړې وه چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې يې د حافظ ګل بهادر او پاکستاني طالبانو غړي په نښه کړي.

پاکستان تل تور لګوي چې افغانستان کې مېشت وسله وال د دوی پر ځواکونو بريدونه کوي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار دغه تورونه رد کړي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

د یادونې ده، چې پاکستاني هوايي ځواکونو له دې مخکې هم د خوست او کونړ په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو بريدونه کړي.

د تېر ۲۰۲۳ کال په جولای کې هم پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځ د توغندیزو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي وو. هغه مهال رپوټونو کې ادعا شوې وه، چې پاکستاني پوځ برمل ته له وزیرستانه د راغلیو کډوالو پنډغالي په توغندیو ویشتلي دي.

افغانستان ته د پاکستان د ځانګړي استازي سفر

سراج الدين حقاني او محمد صادق خان

د عکس سرچینه، M.Abdul Mateen Qani

د عکس تشریح، سراج الدين حقاني او محمد صادق خان

د پاکستاني پوځ له خوا د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ دغه بريدونه په داسې مهال شوي چې د دوشنبې په ورځ (۲۳ ډسمبر) د طالبانو حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني او د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره ليدلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت د وياند له خوا خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دواړو لوريو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د اعلاميې له مخې د پاکستان ځانګړي استازي ويلي، "موږ ژمن يوو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او ولسي اړيکې لا پياوړې شي. "

اعلاميه زیاتوي، "سراج الدين حقاني ټينګار وکړ چې اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنيتي او سياسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي، تر څو د دواړو ملتونو اړیکې له زيانمنېدو وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل هم پر اېکس پیغام کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د حکومت له ځانګړي استازي محمد صادق او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

نوموړي زياته کړې چې په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ "په سياسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزيټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا او د ستونزو پر اورېدو" خبرې وشوې.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ په وروستیو کې د اړيکو له خرابېدو وروسته دا د پاکستان د ځانګړي استازي لومړی سفر دی.