طالبان: د هوايي بریدونو ځواب کې مو پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړل

د عکس سرچینه، RTA
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي سرحدي ځواکونو یې په یوه ځوابي اقدام کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړي دي.
د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "نن سهار د پاکستان کشفي او جنګي جیټ الوتکو یو ځل بیا د تیري کوونکي اقدام په ترڅ کې د افغانستان خاورې ته ننوتې، چې د پکتیکا برمل او خوست سپیرې ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو پر کورونو بمباري کړې ده."
اعلامیه زیاتوي چې دغه تیري په ځواب کې "د افغانستان اسلامي امارت د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل".
د طالبانو دفاع وزارت وايي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
بل پلو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو پر کورونو بمبار کړی چې پکتیکا کې درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او خوست کې د یوه کور نړېدو له کبله دوې ښځې وژل شوې دي.
د پاکستاني حکومت نژدې سرچینو ویلي، ظاهرا برید د پاکستاني طالبانو د تحریک د یوه قومندان عبدالله شاه پر استوګنځي شوی، خو ښاغلی مجاهد او ټيټيپي دواړو ویلي چې عبدالله شاه پاکستان کې دی.
ټي ټي پي د عبدالله شاه یوه ویډیو هم خپره کړې چې وايي، دی وزیرستان کې دی او هملته فعالیت لري.
مجاهد وايي، په سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسېږي چې ورځنی تګ-راتګ او ګڼې خپلوۍ لري.
ښاغلي مجاهد په اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان ولس او نوی ملکي حکومت باید د پوځ څو تنه جنرالان دې ډول بې باکه کړنو ته پرې نه ږدي او د نورو جهتونو د ګټو لپاره له خپلو غلطو سیاستونو ډډه وکړي.
ښاغلي مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی چې "پاکستان باید پخپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي، ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
نوموړي بیا هم ویلي چې د طالبانو حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستو د چا امنیت خراب کړي.
د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان حکومت د ګاونډي افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د مظلومو قربانیانو کورونه په بېرحمانه توګه بمبار کړي او له څو کلونو راهیسې یې له کومې توجیه پرته دې کار ته دوام ورکړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، بمبار شوي وګړي د پاکستاني حکومت د ستم له کبله ستړي شوي افغانستان ته کډوال شوي وو.
په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې خپله عبدالله شاه پکې له څو تنو وسله والو سره راڅرګند شوی او وايي، په جنوبي وزیرستان کې دی. "دا کومې پروپاګنډ چې خپرېږي، دا بې بنیاده دي، نن د روژې اوومه ورځ ده او د مارچ اتلسم تاریخ دی. موږ په خپل جنوبي وزیرستان دره شوال کې له اوله فعالیتونه دي، موږ هېڅ چېرې نه یو تللي او له سره همدلته اوسېږو."
د ټيټيپي په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په "دې بمبارۍ کې ماشومان او ښځې وژل شوي. د قومندان عبدالله شاه د په نښه کولو خبرونه خپاره شوي، خو زموږ مجاهدین د پاکستان خاوره کې د دغه حکومت د ظلم پر وړاندې جنګېږي او قومندان عبدالله شاه اوسمهال د دین او وطن د دوښمنانو پرضد په خپله خاوره کې جنګېږي".
د خبرپاڼې په حواله، د پاکستاني حکومت د (ضرب عضب) پوځي عملیاتو له کبله زرګونه کورنۍ له وزیرستان نه افغانستان ته کډه کېدو ته اړایستل شوې او څو ځله پاکستاني حکومت بمبارۍ پرې کړې دي.
دا بمبار یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ادعا کړې وه اسلام اباد د دې شواهد لري چې د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي ټي پي" د افغان استازو یا اجنټانو په وسیله له هند پیسې ترلاسه کوي.

د عکس سرچینه، ASIF DURANI
هغه ویلي چې د ټي ټي پي له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې وسله والو په افغانستان کې پناه اخیستې ده، چې د کورنیو له غړو سره یې ټول شمېر ۷۰ زرو ته رسېږي.
ښاغلي دراني زیاته کړې چې د افغان طالبانو لپاره د دومره کسانو پالنه ممکنه نه ده او وايي لګښتونه یې هند ورکوي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د اصف دراني دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په وار وار دا رد کړې چې د ټي ټي پي په ګډون کومه بهرنۍ ډله دې په افغانستان کې وسله وال او فعالیت ولري.











