طالبان وايي د هوايي بریدونو غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان سفیر "احضار" کړی

- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له خوا یې پکتیکا او خوست ولایتونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست احضار کړی او احتجاجلیک یې ورته سپارلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، "د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو د غندنې ترڅنګ پاکستان ته وریادوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او په خپله خاوره تېري په هېڅ ډول نه شي زغملی."
اعلامیه زیاتوي: "د پاکستان نوی ملکي حکومت او ولس باید پرېنږدي، چي ځینې کړۍ په غیرمسؤولانه کړنو او غلطو پالیسیو د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پېچلې کړي."
د راپورونو پر بنسټ د دوشنې په سهار وختي د پاکستان کشفي او جنګي جیټ الوتکو د افغانستان د پکتیکا برمل او خوست سپیرې ولسوالیو کې بمبارۍ کړي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، اته ملکي کسان پکې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې پنځه ښځې او درې ماشومان شامل دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
بلخوا د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په پکتيکا او خوست ولایتونو کې خپل هېواد د هوايي ځواکونو بریدونه تایید کړي او ادعا یې کړې چې د حافظ ګل بهادر او ټيټيپي غړي یې په نښه کړي دي.
دغه چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې څو څو ځله له افغان حکومته غوښتي چې د وسله والو پاکستاني طالبانو پر وړاندې ګامونه واخلي.
اعلامیه وايي پاکستان د افغانستان خلکو ته ډېر درناوی لري. خو تور لګوي چې په افغانستان کې په واک کې ځینې کسان په فعاله توګه د ټي ټي پي ملاتړ کوي او د پاکستان پر وړاندې د نیابتي وسله والو په توګه کاروي.
په اعلامیې راغلي په افغانستان کې د دوی په بریدونو کې، د دوی په وینا ترهګر په نښه شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ډېر ارزښت ورکوي، "له همدې امله، موږ تل د ترهګرۍ ګواښ سره د مقابلې لپاره خبرو اترو او همکارۍ ته لومړیتوب ورکړی. موږ پر هغوی هم غږ کړی چې ټي ټي پي ته خوندي پټنځایونه ورنه کړي او مشران یې پاکستان ته وسپاري."
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان ولس او نوی ملکي حکومت باید د پوځ څو تنه جنرالان دې ډول بې باکه کړنو ته پرې نه ږدي او د نورو جهتونو د ګټو لپاره له خپلو غلطو سیاستونو ډډه وکړي.
ښاغلي مجاهد بي بي سي سره په تازه خبرو کې ویلي، د پاکستان پوځیان له خپل ولسه د خپلو ناکامیو پټولو لپاره داسې اقدامات کوي اوغواړي وښيي چې هر څه له افغانستانه شوي دي.
هغه یو ځل بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي وسله والو د حضور په اړه د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړه.
نوموړي وویل "پاکستان دلته په افغانستان کې خپل غلیمان لیدلی او شمېرلی شي، خو هلته چې بیا د دوی د اډو خوا ته ورځي او برید پرې کوي، هلته یې نشي لیدلی."
د طالبانو د دفاع وزارت پر خپله اېکس پاڼه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو د برید په غبرګون کې ویلي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي سرحدي ځواکونو یې په توپونو ځوابي برید ورکړی دی.
"د دغه تیري په ځواب کې د افغانستان اسلامی امارت د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کښې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل."
د پاکستاني حکومت نژدې سرچینو ویلي، ظاهرا برید د پاکستاني طالبانو د تحریک د یوه قومندان عبدالله شاه پر استوګنځي شوی، خو ښاغلی مجاهد او ټيټيپي دواړو ویلي چې عبدالله شاه پاکستان کې دی.
خو په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې خپله عبدالله شاه پکې له څو تنو وسله والو سره راڅرګند شوی او وايي، په جنوبي وزیرستان کې دی. "دا کومې پروپاګنډ چې خپرېږي، دا بې بنیاده دي، نن د روژې اوومه ورځ ده او د مارچ اتلسم تاریخ دی. موږ په خپل جنوبي وزیرستان دره شوال کې له اوله فعالیتونه دي، موږ هېڅ چېرې نه یو تللي او له سره همدلته اوسېږو."












