د خیبر پښتونخوا په چترال کې د پاکستاني پوځ پر پوستو بریدونو کې مرګژوله اوښتې

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، پر چهارشنبه د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې وسله والو کسانو د پوځ پر پوستو بریدونه کړي دي. د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې دا بریدونه ډېورنډ کرښې ته څېرمه په کالاش سیمه کې پر دوو پوځي پوستو شوي دي.

د پاکستاني پوځ اعلامیه زیاتوي: ''په عصري وسلو د سمبالو ګڼ شمېر وسله والو بریدونه په شا وتمبول شول''، په نښتو کې څلور پوځیان او ۱۲ وسله وال سخت دریځي هم وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې زیاته شوې ده: ''د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې د وسله والو سخت دریځو د خوځښتونو په هکله معلومات پر وخت له افغان حکومت سره هم شریک شوي وو او له همدې کبله په پوستو کې پوځیان هم د تیارسئ په حالت کې وو.''

مسوولین وايي، په سیمه کې اوس چاڼیز عملیات روان دي.

د ای اېس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي: ''له افغان حکومته تمه کېږي چې خپل مسوولیت ترسره کړي او سخت دریځو ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان پر ضد افغان خاوره وکاروي.''

که څه هم د پاکستاني پوځ د دې تازه بیان په هکله په افغانستان کې د طالبانو حکومت دم ګړۍ څه نه دي ویلي، خو په تېر کې طالبانو بیا، بیا ویلي: "چاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي‌" او له پاکستانه غواړي خپل هېواد کې ستونزو ته پام وکړي.

چترال د افغانستان کونړ او نورستان ولایتونو ته نژدې ډېورنډ کرښې ته څېرمه غرنۍ سیمه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چترال د افغانستان کونړ او نورستان ولایتونو ته نژدې ډېورنډ کرښې ته څېرمه غرنۍ سیمه ده.

د کوز چترال سیمې ډي سي (ډپټي کمشنر) محمد علي بیا وايي، ډېورنډ کرښې ته نژدې دغه برید پاکستاني طالبانو کړی او په وینا یې اوس سیمه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

ښاغلی علي زیاتوي چې په اشورټي او جنجیرت سیمو کې پر پوستو دغه بریدونه د چهارشنبې په ګهیځ پنځه بجې پیل شول چې تر اتو بجو یې دوام وکړ او له هغه وروسته یو ساعت ډزې بندې شوې، خو وروسته بیا هم خال، خال ډزې کېدې.

ځايي مسوولین وايي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ دې نښتو کې ځايی ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.