ذبيح الله مجاهد: چترال کې بريد د افغانستان له خاورې په ګټې اخيستو نه دی شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا بې ځایه بللې چې وايي، ګواکې د چترال په سرحدي سیمه کې د پاکستاني طالبانو وسله وال برید د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو شوی و.
په دې برید کې چې د چترال د بمبروت لرې پرته سیمه کې شوی و او امنیتي چارواکو په کې د مرګژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي وو.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډيانو په ګډون د بل هېڅ هېواد پر ضد استعمال کړي.
نوموړي زیاته کړه، ګاونډي هېوادونه بايد د ناامنۍ په برخه کې «خپلو ستونزو ته په خپل هېواد کې متوجه شي... او بايد هر څه افغانستان پور ونه تړي.»
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اې سپي ار) ويلي وو، ''له افغان حکومته تمه کېږي چې خپل مسوولیت ترسره کړي او سخت دریځو ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان پر ضد افغان خاوره وکاروي.''
د پاکستان پوځ وپنا په دغو بريدونو کې څلور پاکستاني پوځيان او ۱۲ وسله وال وژل شوي.
د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې راغلي: ''د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې د وسله والو سخت دریځو د خوځښتونو په هکله معلومات پر وخت له افغان حکومت سره هم شریک شوي وو او له همدې کبله په پوستو کې پوځیان هم د تیارسئ په حالت کې وو.''
د کوز چترال سیمې ډي سي (ډپټي کمشنر) محمد علي بیا وايي، ډېورنډ کرښې ته نژدې دغه برید پاکستاني طالبانو کړی او په وینا یې اوس سیمه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.
ښاغلی علي زیاتوي چې په اشورټي او جنجیرت سیمو کې پر پوستو دغه بریدونه د چهارشنبې په ګهیځ پنځه بجې پیل شول چې تر اتو بجو یې دوام وکړ او له هغه وروسته یو ساعت ډزې بندې شوې، خو وروسته بیا هم خال، خال ډزې کېدې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه خيبرپښتنوخوا او د بلوچستان ځینو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځیان او امنیتي ادارې په نښه کېږي.
پاکستان په تېر کې د دغه ډول بريدونو پړه پر بلوڅ بېلتونپانو ډلو او پاکستاني طالبانو وراچولې ده.
د یادونې ده چې د پاکستان پوځ څه موده وړاندې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي وو.
په دې سیمه کې ګڼې امنیتي او پلټونکې پوستې هم جوړې شوې دي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال هم شمالي وزیرستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره د ضربعضب په نامه پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې اوږده موده یې دوام درلود.
په دغو عملیاتو کې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا وشوه، خو ترڅنګ یې سلګونه زره ځايي اوسېدونکي هم د جنګ جګړو له وېرې د خپلو کلیو او مېنو پرېښودلو ته اړ شول.
له دوی ګڼ کسان د پاکستان نورو ښارونو ته وکوچېدل خو ځینې یې تر ډېورنډ کرښې واوښتل او خوست کې د 'وزیرستاني کډوالو' په پنډغالو کې مېشت شول.











