اصف درانی: ټي ټي پي افغانستان کې تر ۶ زرو وسله وال لري؛ پیسې هند ورکوي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ادعا کړې چې اسلام اباد د دې شواهد لري د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي ټي پي" د افغان پراکسیانو په وسیله له هند پیسې ترلاسه کوي.
هغه ویلي چې د ټي ټي پي له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې وسله والو په افغانستان کې پناه اخیستې ده، چې د کورنیو له غړو سره یې ټول شمېر ۷۰ زرو ته رسېږي.
ښاغلي دراني زیاته کړې چې د افغان طالبانو لپاره د دومره کسانو پالنه ممکنه نه ده او وايي لګښتونه یې هند ورکوي.
نوموړي دا څرګندونې د شنبې پر ورځ اسلام اباد کې 'د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انېسټیټیوټ' په نوم د یوه ځايي فکري بنسټ لخوا د افغان سولې پروسې په تړاو جوړې شوې ناستې ته په وینا کې کړې.
د طالبانو حکومت تر اوسه د اصف دراني دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په وار وار دا رد کړې چې د ټي ټي پي په ګډون کومه بهرنۍ ډله دې په افغانستان کې وسله وال او فعالیت ولري.
د ښاغلي دراني په ګډون د پاکستان بېلابېلو سیاسي او پوځي چارواکو مخکې هم دا ادعا کړې چې د ټي ټي پي لخوا د افغانستان خاوره د دوی خلاف کارول کېږي.
اسلام اباد ان دا ګواښ هم کړی چې که د طالبانو حکومت د ټي ټي پي مخنیوي لپاره لاس په کار نه شي، دوی به یې پخپله افغان خاوره کې پر ضد ګامونه واخلي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا پر پاکستاني چاراکو غږ کړی چې پر خپله خاوره د امنیت په ټینګښت کې د ناکامېدو پړه دې پر کابل نه اچوي.
د یادونې وړ ده چې افغان طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له راګرځېدو وروسته د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د سولې د څو پړاوه خبرو کوربتوب او منځګړیتوب وکړ، خو دا خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.
اوس افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، له ټي ټي پي سره خبرې ځکه ناکامه شوې چې دې ډلې د وسلې غورځولو او د پاکستان د اساسي قانون منلو ته غاړه نه ایښوده.
اصف دراني له ټي ټي پي سره د سولې خبرو د ناکامېدو بل لامل دا ښودلی چې ګوندې دا ډله د ترسره کړو جرمونو په تړاو د قانون ځواب ویلو ته نه حاضرېده.
ښاغلي دراني په اسلام اباد کې د افغان سولې په تړاو ناستې ته دا هم ویلي، چې دوی د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې د ټي ټي پي مشران ونیسي او کشران یې د وسلې غورځولو ته اړباسي، خو دا غوښتنه یې نه ده منل شوې.
هغه دا تورونه داسې مهال لګولي چې همدا تېره ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست 'امیر خان متقي' او د پاکستان په نوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر 'اسحاق ډار' ترمنځ تلېفوني خبرو کې د خپلمنځي همکاریو پیاوړتیا لپاره په ګډ او رغنده کار ټینګار شوی.
افغان سوله او د پاکستان ګټې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دا د (افغان سوله او پوخلاینه: د پاکستان ګټې او د پالیسۍ غوراوي) په نوم ۱۲مه ناسته ده چې د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انېسټیټیوټ 'پي ای پي اېس' لخوا جوړېږي.
پر اصف دراني سربېره د پاکستان ګڼو نورو پېژندل شویو سیاسي څېرو هم دې ناسته کې ګډون او وینا کړې ده.
ډان ورځپانې په دې لړ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوه مشر'علي محمد خان' خبرې راخیستې، چې ویلي یې دي چې افغانستان ته باید پخپله د خپلو پرېکړو فرصت ورکړ شي.
هغه چې پخوا پارلماني چارو کې د پاکستان د مرکزي حکومت وزیر هم پاتې شوی، زیاته کړې چې افغانستان سره د سوداګرۍ او پولو پرانیستل د پاکستان په ګټه دي او دا چې د خیبرپښتونخوا پراخ ظرفیت د سوداګرۍ ودې لپاره کارېدای شي.
سیاسي کارپوه او د افغان چارو شنوونکي پخواني سناتور افراسیاف خټګ بیا د خراب اقتصاد او افراطیت په ګډون د پاکستان د ګڼو ستونزو اصلي لامل د افغانستان په تړاو د دغه هېواد ناسمه تګلاره بللې ده.
هغه ویلي: "پاکستان ته له بحرانه د وتلو لپاره په کار ده چې خپله افغان پاليسۍ بدله کړي او تېرې تېروتنې ومني."
ښاغلي خټک زياته کړه چې د لوېديځ د ګټو پاللو د پاکستان پر کورنيو او بهرنيو سياستونو سیوری غوړلی دی.
د پاکستان د دفاع مخکیني وزیر جنرال نعیم خالد لودي بیا ویلي، چې د افغانستان اړوند د پاکستان تګلاره د بهرنیو عواملو تر اغېزو لاندې ده.
هغه زیاته کړې چې افغانستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخه پاکستان ډېر اغېزمنوي.












