مجاهد: کابل کې مو د پاکستان حکومت او "ټي ټي پي" د خبرو منځګړیتوب کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت تائید کړه چې د دوی په منځګړیتوب کابل کې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تحریک "ټي ټي پي" ترمنځ مذاکرات شوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي: "د مذاکراتو جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو."
هغه زیات کړې چې د دوی حکومت "د خیر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه د یو بل د زغملو او انعطاف هیله کوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تر دې وړاندې د "ټي ټي پي" ویاند محمد خراساني یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو خبر تائید کړ او ویې ویل چې دا خبرې افغانستان کې کېږي.
هغه ویلي چې د دغو خبرو لپاره یې اوسنۍ لنډمهاله اوربند د روانې می میاشتې تر ۳۰مې غځولی دی.
د پاکستاني طالبانو د ویاند لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دواړو خواو پلاوي افغانستان کې دي خو د مرکچیانو نومونه یې نه دي اخیستي.
د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نه دي ویلي چې دغو خبرو کې له دواړو خواو چا برخه اخیستې.
په دې وروستیو کې داسې ناتائید شوي رپوټونه خپاره شوي وو چې د پاکستان د استخباراتي ادارې د مخکیني مشر جنرال فیض حمید په مشرۍ یو پلاوی دغو خبرو لپاره کابل ته تللی.
فیض حمید اوس د پېښور کور کمانډر دی.
د پاکستان پوځ او ملکي ادارو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
ټي ټي پي تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د تېر کمي اختر لپاره اعلان کړی یو اړخیز اوربند چې د می میاشتې پر ۱۰مه پای ته رسېده، ۵ نورې ورځې هم غځوي.
هغه مهال د دې ډلې او پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پیلېدو خبرونه ورکړ شول.
ویل کېږي دا مذاکرات تر هغې وروسته پیل شول چې د پاکستان حکومت د ټي ټي پي دوه مهم قوماندانان مسلم خان او محمود خان خوشي کړل.
ناتائید شوي رپوټونه وايي د ټي ټي پي دغه مشران افغانستان کې ورسپارل شوي.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني خپله اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د حکومت پر پلاوي سربېره د مسېد قبیلې یو ۳۲ کسیزه کومېټه او همدا راز د ملاکنډ ډویژن د مختلفو قومونو یو ۱۶ کسیز پلاوی هم د خبرو لپاره ورغلي.
په اعلامیه کې یاده شوې چې د اوربند د غځېدو غوښتنه همدغو قبایلي پلاوو کړې ده.
خوشي شوي طالب مشران څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د مسلم خان په اړه ویل کېږي چې په سوات کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله ویاند او هغه ته نږدې کس و.
نوموړی په هغو کلونو کې ډېر له رسنیو سره غږېده چې د پاکستان پوځ په سوات کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي وو.
د دویم خوشی شوي مشر محمود خان په اړه هم ویل کېږي چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان دی او له ډېرو کلونو راهیسې دې ډلې سره دی.
سرچینو بي بي سي ته ویلي و، د پاکستان حکومت دا کسان ټل ته لېږدولي او غوښتل یې چې هلته یې پاکستاني طالبانو ته وسپاري، خو پاکستاني طالبانو غوښتنه کړې وه چې دوی دې افغانستان کې ور وسپارل شي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن دوړ هم د پاکستاني طالبانو د دغو مشرانو د خوشې کېدو خبره کړې ده.












