"پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو دوه مشران خوشي کړي؛ افغانستان کې مذاکرات دوام لري"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره د روانو مذاکراتو په لړ کې د دې ډلې دوه مهم مشران خوشي کړي دي.
سرچینو د پاکستاني چارواکو له قوله بي بي سي ته ویلي چې دې کسانو کې مسلم خان او محمود خان شامل دي او دواړه وروسته له هغه خوشي شوي چې د پاکستان ولسمشر یې د بند سزاوې لغوه کړې.
سرچینو همدا راز ویلي، دا مهال د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ مذاکرات په افغانستان کې روان دي او افغان طالبان د دې خبرو کوربتوب او منځګړتوب کوي.
دواړو خواو د روژې میاشتې په وروستیو کې دولس ورځنی اوربند هم اعلان کړ او اوس ویل کېږي چې دا اوربند د پنځو نورو ورځو لپاره هم غځول شوی دی.
افغان طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او په تېر کې یې هم د افغانستان پر خاوره د پاکستاني طالبانو او یا هم د دې ډلې د مشرانو د شتون رپوټونه رد کړي دي.
خو له دې موضوع باخبره سرچینو بي بي سي ته ویلي، د شمالي وزیرستان د مشرانو یوه جرګه همدا مهال افغانستان کې ده او هلته یې له پاکستاني طالبانو سره خبرې روانې دي.
داسې رپوټونه هم شته چې د پاکستان ځینې امنیتي چارواکي هم پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللي، خو خپلواکو سرچینو دا رپوټونه نه دي تائید کړي.
خوشي شوي طالب مشران څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د مسلم خان په اړه ویل کېږي چې په سوات کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله ویاند او هغه ته نږدې کس و.
نوموړی په هغو کلونو کې ډېر له رسنیو سره غږېده چې د پاکستان پوځ په سوات کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي وو.
د دویم خوشی شوي مشر محمود خان په اړه هم ویل کېږي چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان دی او له ډېرو کلونو راهیسې دې ډلې سره دی.
سرچینو بي بي سي ته ویلي، د پاکستان حکومت دا کسان ټل ته لېږدولي او غوښتل یې چې هلته یې پاکستاني طالبانو ته وسپاري، خو پاکستاني طالبانو غوښتنه کړې چې دا کسان دې افغانستان کې دوی ته ور وسپارل شي.
په ورته مهال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن دوړ هم د پاکستاني طالبانو د دې مشرانو د خوشې کېدو خبره کړې ده.
نوموړي دوشنبه د اسمبلۍ په اجلاس کې وویل، داسې رپوټونه یې اورېدلي چې یاد کسان خوشي شوي، خو پارلمان ته د دې موضوع په اړه حال نه دی ورکړل شوی.












