ننګرهار کې د پاکستاني طالبانو د وياند وژل کېدو رپوټونه؛ افغان او پاکستاني طالبان يې ردوي

پاکستاني طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کې باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي، د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ویاند "محمد خراساني د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی".‌

د نوموړي د وژل کېدو څرنګوالی لا روښانه نه دی. خو افغان طالبانو دغه رپوټونه رد کړي. د دغې ډلې مرستيال وياند بلال کريمي بي بي سي ته وويل، افغانستان پر خاوره داسې کومه پېښه نه ده شوې او دوی داسې راپور نه لري چې د کوم بل هېواد وګړی دې افغانستان کې وژل شوی وي.

په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو هم د خپل اوسني ویاند وژل کېدل رد کړي دي او وايي، محمد خالد بلتي چې د محمد خالد خراساني په نامه پېژندل کېده، د دې ډلې یو پخوانی غړی او ویاند و.

پاکستاني طالبان وایي، دې کس دا مهال په تحریک کې کوم مهم رول نه درلود او دوی یې د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي.

ظاهرا داسې ښکاري چې د دې ډلې پخوانی او اوسنی ویاند یو شان نومونه لري، او د پاکستان پوځ د اوسني ویاند د وژلو خبره کوي، خو د کرښې دواړو خواو ته طالبان یې ردوي.

دا هم نه ده جوته چې محمد خراساني څه وخت او د چا لخوا برید کې وژل شوی دی.

ویل کېږي چې نوموړی پخوانیو قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ له عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتېدلی و.

پاکستاني طالبانو په دې وروستیو کې هم یو شمېر سیمو کې پر پاکستاني‌ پوځ د بریدونو مسؤلیت منلی دی.

پاکستان کې ځایي‌ رسنۍ وایي، محمد خراساني او د تحریک طالبان پاکستان قومندان نور ولي محسود پلان درلود چې پاکستان کې تازه بریدونه ترسره کړي.

شنونکي د خراساني‌ وژنه د پاکستاني طالبانو غورځنګ لپاره یوه جدي‌ ضربه بولي.

یادې ډلې د پېښور پر ارمي پبلک سکول او همدا راز پر ملالې یوسفزۍ د بریدونو په ګډون ګڼو پاکستان کې پر امنیتي‌ځواکونو او ولسي خلکو ګڼ‌ نور بریدونه هم کړي دي.

د پاکستان حکومت د تېر کال وروستیو کې اعلان کړی و چې له پاکستاني طالبانو سره یې د سولې مذاکرات پیل کړي‌ او دې لړ کې د یوې میاشتې پر اوربند هم هوکړه شوې وه.

خو داسې ښکاري چې دې مذاکراتو کومه پایله نه درلوده، ځکه له اعلان یې لږه موده وروسته پاکستاني طالبانو وویل چې مذاکرات او اوربند ختموي.‌

له هغه وروسته د وزیرستان په ګډون د پاکستان پخوانیو قبایلي سیمو ته نږدې ضلعو کې پر پاکستاني ځواکونو څو بریدونه شوي او مسؤلیت یې پاکستاني طالبانو منلی دی.‌

د پاکستان حکومت له کلونو راهیسې تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو مشران افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.‌

پخوانیو افغان حکومتونو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې وه او طالبان هم ټینګار کوي‌ چې پر خپله خاوره هېڅ‌ بهرنۍ وسلوالې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.