ټي تي پي سره مذاکرات؛ پاکستان وايي له افغان طالبانو د زیاتې همکارۍ تمه نشي کېدای

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, فرحت جاوید
    • دنده, بي بي سي اردو، اسلام اباد

د پاکستان یو جګپوړی پوځي چارواکی وايي دوی دمګړۍ د پاکستاني طالبانو له تحریک "ټي ټي پي" سره د مذاکراتو په تړاو د افغانستان له حکومت سره یوازې په سفارتي کچه خبرې اترې روانې دي.

خو هغه دا هم زیاته کړې چې پاکستان افغانستان کې د طالبانو له حکومته په دې تړاو د زیاتې همکارۍ تمه نه کوي.

د پاکستان د پوځ دغه چارواکي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه دنده لري، د نوم نه خپرېدو په شرط بي بي سي ته وویل: "موږ ډېره هیله نه لرو ځکه د ټي ټي پي غړي شل کاله له افغان طالبانو سره یو ځای افغانستان جګړې کې برخه اخیستې. له همدې کبله د یو بل ملګري دي. تر یوه ځایه مرسته ممکنه ده خو ډېره تمه نشي کېدای."

د یادونې ده چې پاکستان چارواکو له کلونو راهیسې په وار وار تور پورې کړی چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کېږي.

د دوی دغو تورونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم دوام موندلی.

د پاکستان حکومت د تېر زېږدیز کال وروستیو کې اعلان وکړ چې ټي ټي پي سره مذاکرات کوي او په دغو مذاکراتو کې د افغان طالبانو د منځګړیتوب یادونه هم شوې وه.

په دغو مذاکراتو کې په لنډمهاله اوربند هوکړه وشوه خو دا چې خبرې بې پایلې وې نو اوربند هم مات شو.

د قبایلي مشرانو جرګې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پخوانیو قبایلي سیمو ځیني قومي مشرانو د دې لپاره افغانستان ته راغلي چې د ټي ټي پي له مشرانو سره خبرې وکړي.

د پاکستان پوځي مشران د دغو لیدنو کتنو په اړه وايي "ټي ټي پي سره داسې لیدنې د هرې ورځ معمول دی، چې حکومت سره هېڅ تړاو نه لري."

په خواله رسنیو د افغان طالبانو داسې تصویرونه هم خپاره شوي چې د پاکستان لخوا پر ډېورنډ کرښه غځول شوی اغزن تار یې پرې کړی او وايي دا کرښه په رسمیت نه پېژني.

پر وسله والو کنټرول

ډېورنډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د پوځ دغه چارواکي چې بي بي سي سره یې خبرې کړې، پر ډېورنډ کرښه د رامنځته شویو پېښو یادونه هم کړې ده.

هغه ویلي چې کله هم پر پوله کومه پېښه وشي نو "موږ سملاسي کابل کې د طالبانو حکومت سره اړیکه نیسو او ورته وایو چې ستاسې کسانو دا ګام اخیستی، نو مخه یې ونیسئ. خو ځواب دا وي چې دمګړۍ پر دغو کسانو کنټرول نشته، یا دا چې دمګړۍ له هغو سره نشي ښکېلېدای."

دغه پاکستانی پوځي چارواکی وايي پاکستان ته له ټي ټي پي خطر پېښ دی او زموږ پوځ د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ په پرله پسې ډول د هغوي خلاف ګامونه اخلي.

ټي ټي پي سره پوځي وسایل موجود دي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان وايي چې پر ډېورنډ کرښه یې د اغزن تار د غځولو چاره نږدې بشپړه کړې، نو بیا وېره له څه؟

د پاکستان د پوځ یو جګپوړی چارواکی د دې پوښتنې ځواب کې وايي:

"د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وړاندې داسې بیاتۍ "غوڅونکې وسیلې" هم پرېښې چې د طالبانو تحریک ترهګر یې د اغزن تار د پرې کولو لپاره کاروي. له هغوی سره او د امریکايي ځواکونو د شپې تیاره کې کارېدونکې وسایل هم شته، په دغه کار کې ګټه ترې اخلي."

هغه ویلي چې یوازې افغانستان کې د امن او ثبات ټینګښت له پاکستان سره د ټي ټي پي خلاف جګړه کې مرسته کولی شي.

پوځي چارواکي وايي د اغزن تار له کبله د ترهګرو تګ راتګ ۸۰ سلنه کم شوی.

د ټي ټي پي خلاف افغانستان کې عملیات

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه پوځي چارواکي د دې پوښتنې په ځواک کې چې که له افغانستانه د ټي ټي پي د توندلارو خوځښتونه دوام وکړي نو ایا افغانستان کې یې پر خلاف اقدامات ممکن دي؟ وویل چې دا کار ناشونی دی.

نوموړي وویل: "موږ د افغانستان خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لرم. "

د یادونې ده چې افغان طالبانو تر اوسه افغانستان کې د ټي ټي پي موجودیت او له هغه ځایه د پاکستان خلاف فعالیت نه دي تایید کړی.

د طالبانو حکومت وايي دې ته ژمن دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډي او یا د نړۍ د کوم بل هېواد خلاف ونه کارول شي.