پېښور کې دوه سکان او وزيرستان کې پوځيان وژل شوي

سیکان

د عکس سرچینه، RESCUE 1122

د خیبر پښتونخوا پېښور اړوند بټه تل بازار کې ناپېژانده کسانو دوه سک سوداګر په ډزو وژلي دي.

پولیس وايي، ۴۲ کلن کلجیت سېنګ او ۳۸ کلن رنجیت سېنګ په بټخېله بازار کې د کټوې دارو او مسلې خرڅولې او د ډيګري ګارډن سیمې اوسېدونکي وو. دوی نن دوو موټرسایکل سپرو په ډزو وژلي او له سیمې تښتېدلي دي.

د امنیتي مسولانو په خبره، د پېښې له ځایه یې ځینې شواهد تر لاسه کړي دي، اوس د شاوخوا سیمې امنیتي کامرې پلټل کېږي او د استخباراتي کسانو له مالوماتو هم ګټه اخېستل کېږي چې قاتلان پېدا کړي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمود خان دا پېښه غندلې او د سیمې امنیه قومندان ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په دغه برید کې ښکېل کسان پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

محمود خان ویلي چې دغه ډول بریدونه د ښار د سولييز چاپېریال او د بېلابېلو مذهبونو پېروانو تر منځ د اړیکو د خرابولو هڅه ده او په وینا یې، دوی به هېڅوک پرې نږدي چې په دې کار کې بریالي شي.

د وژل شوي رنجیت سېنګ ورور نرېندر سېنګ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې له دوی سره له مودې راهیسې همداسې زیاتی کېږي.

په پېښور کې د سکانو مشران وايي، دواړه وژل شوي سوداګر يې خاورو ته سپارلي او د دې پېښې پر ضد به سخت احتجاج کوي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې دا ډول غلچکي بریدونه ډېر شوي ښکاري. څه موده مخکې په پېښور کې یو عیسوی راهب، په هنګو کې د ترافیکو دوه پولیس، په ډېره اسماعیل خان کې درې شیعه ګان او په کوهاټ او بنو کې هم د پولیسو چارواکي ووژل شول.

په پښتونخوا کې سکان تردې وړاندې تر ټولو زیات په پخوانیو قبایلي سیمو کې مېشت وو، خو د ناامنۍ زیاتوالي له امله يې پېښور او نورو ښارونو ته کډې وکړې.

په وروستیو څو کلونو کې په خیبرپښتونخوا او په ځينو قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سک لږکي څو ځله په نښه شوي دي.

سردار ستنام سېنګ

د عکس سرچینه، COURTESY SAHIB SINGH

د عکس تشریح، تېرکال هم پېښور کې د نامالومو کسانو په ډزو کې مشهور سک حکیم سردار ستنام سېنګ پخپل درملتون کې وواژه. سردار ستنام طبیب و او په دې برخه کې یې د سرو زرو مډال هم ګټلی و.

وزیرستان کې ځانمرګی برید

بلخوا پرون [شنبه] هم په وزیرستان کې په یوه ځانمرګي برید کې د پاکستاني پوځ سرتیري په نښه شوي دي.

د پاکستان پوځ د دغه برید پخلی کړی او پکې د وژل شویو سرتېرو عکسونه یې خپاره کړي دي. ویلي یې دي چې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې په دغه ځانمرګي برید کې د دوی د درو سرتېرو په ګډون درې ماشومان هم وژل شوي‌ دي.

پوځ یې ویلي، د دغه ځانمرګي بریدګر او ورسره د ښکېلو کسانو په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه پر دغه برید خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي‌چې، "زموږ د سرتېرو او هېوادوالو وینه پر موږ هغه پور دی چې له هېواده به یې د ترهګرۍ په له منځه وړلو سره پرې کوو".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل پلو د ډزو په يوه پېښه کې د شمالي وزيرستان ميرانشاه کې هم تيره شپه څلور کسان وژل شوي دي.

دغه تازه بریدونه داسې مهال شوی چې څه موده مخکې په پاکستان کې د شخړو او امنیتي څېړنو په نوم د یوه بنسټ د رپوټ له مخې، هلته په تېره اپرېل میاشت کې د مارچ پرتله ۲۴ سلنه ډېر وسله وال بریدونه شوي دي. ډېری دغه بریدونه په قبایلي سیمو کې شوي او امنیتي کسان پکې په نښه شوي دي.

تېره میاشت یوه بوږنوونکې پېښه په کراچۍ کې د یوې بلوڅې بېلتونپالې ځانمرګی برید و چې کراچۍ پوهنتون ته څېرمه وشو.

ځايي امنیتي ادارو په هغه برید کې د درو چینايي استادانو په ګډون لږ تر لږه د څلورو کسانو وژل کېدل او د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړ.

د برید مسولیت د بېلتونپالو بلوڅانو د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) منلی و.

که څه هم د اوسنیو دواړو پېښو مسولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی خو په تېر کې پر امنیتي ځواکونو د ډېری بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی دی.

له دې سره بیا په اسلام اباد او کابل کې ځينې سرچینې وايي، د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت د پلاویو ترمنځ په کابل کې مذاکرات لاهم روان دي، چې ددې سرچینو په خبره دغه مذاکرات د افغان طالبانو په منځګړيتوب ترسره کېږي.

تراوسه پاکستاني چارواکو د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

.