تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې دوه سکان او وزيرستان کې پوځيان وژل شوي
د خیبر پښتونخوا پېښور اړوند بټه تل بازار کې ناپېژانده کسانو دوه سک سوداګر په ډزو وژلي دي.
پولیس وايي، ۴۲ کلن کلجیت سېنګ او ۳۸ کلن رنجیت سېنګ په بټخېله بازار کې د کټوې دارو او مسلې خرڅولې او د ډيګري ګارډن سیمې اوسېدونکي وو. دوی نن دوو موټرسایکل سپرو په ډزو وژلي او له سیمې تښتېدلي دي.
د امنیتي مسولانو په خبره، د پېښې له ځایه یې ځینې شواهد تر لاسه کړي دي، اوس د شاوخوا سیمې امنیتي کامرې پلټل کېږي او د استخباراتي کسانو له مالوماتو هم ګټه اخېستل کېږي چې قاتلان پېدا کړي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمود خان دا پېښه غندلې او د سیمې امنیه قومندان ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په دغه برید کې ښکېل کسان پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
محمود خان ویلي چې دغه ډول بریدونه د ښار د سولييز چاپېریال او د بېلابېلو مذهبونو پېروانو تر منځ د اړیکو د خرابولو هڅه ده او په وینا یې، دوی به هېڅوک پرې نږدي چې په دې کار کې بریالي شي.
د وژل شوي رنجیت سېنګ ورور نرېندر سېنګ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې له دوی سره له مودې راهیسې همداسې زیاتی کېږي.
په پېښور کې د سکانو مشران وايي، دواړه وژل شوي سوداګر يې خاورو ته سپارلي او د دې پېښې پر ضد به سخت احتجاج کوي.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې دا ډول غلچکي بریدونه ډېر شوي ښکاري. څه موده مخکې په پېښور کې یو عیسوی راهب، په هنګو کې د ترافیکو دوه پولیس، په ډېره اسماعیل خان کې درې شیعه ګان او په کوهاټ او بنو کې هم د پولیسو چارواکي ووژل شول.
په پښتونخوا کې سکان تردې وړاندې تر ټولو زیات په پخوانیو قبایلي سیمو کې مېشت وو، خو د ناامنۍ زیاتوالي له امله يې پېښور او نورو ښارونو ته کډې وکړې.
په وروستیو څو کلونو کې په خیبرپښتونخوا او په ځينو قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سک لږکي څو ځله په نښه شوي دي.
وزیرستان کې ځانمرګی برید
بلخوا پرون [شنبه] هم په وزیرستان کې په یوه ځانمرګي برید کې د پاکستاني پوځ سرتیري په نښه شوي دي.
د پاکستان پوځ د دغه برید پخلی کړی او پکې د وژل شویو سرتېرو عکسونه یې خپاره کړي دي. ویلي یې دي چې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې په دغه ځانمرګي برید کې د دوی د درو سرتېرو په ګډون درې ماشومان هم وژل شوي دي.
پوځ یې ویلي، د دغه ځانمرګي بریدګر او ورسره د ښکېلو کسانو په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه پر دغه برید خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې ديچې، "زموږ د سرتېرو او هېوادوالو وینه پر موږ هغه پور دی چې له هېواده به یې د ترهګرۍ په له منځه وړلو سره پرې کوو".
بل پلو د ډزو په يوه پېښه کې د شمالي وزيرستان ميرانشاه کې هم تيره شپه څلور کسان وژل شوي دي.
دغه تازه بریدونه داسې مهال شوی چې څه موده مخکې په پاکستان کې د شخړو او امنیتي څېړنو په نوم د یوه بنسټ د رپوټ له مخې، هلته په تېره اپرېل میاشت کې د مارچ پرتله ۲۴ سلنه ډېر وسله وال بریدونه شوي دي. ډېری دغه بریدونه په قبایلي سیمو کې شوي او امنیتي کسان پکې په نښه شوي دي.
تېره میاشت یوه بوږنوونکې پېښه په کراچۍ کې د یوې بلوڅې بېلتونپالې ځانمرګی برید و چې کراچۍ پوهنتون ته څېرمه وشو.
ځايي امنیتي ادارو په هغه برید کې د درو چینايي استادانو په ګډون لږ تر لږه د څلورو کسانو وژل کېدل او د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړ.
د برید مسولیت د بېلتونپالو بلوڅانو د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) منلی و.
که څه هم د اوسنیو دواړو پېښو مسولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی خو په تېر کې پر امنیتي ځواکونو د ډېری بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی دی.
له دې سره بیا په اسلام اباد او کابل کې ځينې سرچینې وايي، د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت د پلاویو ترمنځ په کابل کې مذاکرات لاهم روان دي، چې ددې سرچینو په خبره دغه مذاکرات د افغان طالبانو په منځګړيتوب ترسره کېږي.
تراوسه پاکستاني چارواکو د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
.