د پېښور جومات ځانمرګی برید کې د وژل شويو شمېر ۶۲ کسانو ته ورسېد

پېښور

د عکس سرچینه، EPA

د پېښور قصه خوانۍ بازار په جومات کې د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲ تنو ته ورسېد.

د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ویاند محمد عاصم او د پېښور پولیسو مشر محمد اعجاز خان د مړینې دا شمېر تایید کړی دی.

داعش وسله والې ډلې ویلي، دا برید دوی کړی. داعش ډلې پر خپله یوه وېبپاڼه یو تصویر هم خپور کړی، چې ادعا کوي د پېښور په جومات کې د پنجشنبې پر ورځ یې ځانمرګی برید کړی.

بل لور پاکستاني طالبانو ویلي: ''فرقه ییزه جګړه د اسلام او مسلمانانو لپاره ګټه نه لري '' ځکه دوی د پېښور جومات له پېښې سره هېڅ تړاو نه لري.

پېښور پولیسو مشر محمد اعجاز خان اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، اووه مړي له پېژندګلوۍ وتلي او دوې پښې هم د پېښې ځای کې موندل شوې، چې فکر کېږي د بریدګر دي.

نوموړی وايي، د ډي این اې معایناتو له لارې د بریدګر پېژندلو هڅه روانه ده.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجرائیه مشر عبد الله عبد الله هم د پېښور د قصه خوانۍ بازار جومات برید په کلکه غندلی او هغه یې بشري ضد جنایت او له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر ټویټر لنډ بیان کې دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې پر ملکي خلکو او عبادت کوونکو برید هېڅ توجیه نه لري.

پېښور جومات

د عکس سرچینه، Getty Images

پرون په سیمه کې یوه عیني شاهد علي حیدر بي بي سي ته وویل، خلکو د جمعې لمانځه ادا کولو ته چمتوالی کاوه، چې بریدګر جومات ته ننوت، لومړی یې پر خلکو د تفنګچې ډزې پیل کړې او له هغه وروسته یې په ځان پورې تړلي باروت وچوول.

خبریال محمد زبیر خان وايي، د رسالدار کوڅې جومات په پېښور کې د شیعه ګانو له جامع جوماتونو یو دی، چې د جمعې لمانځه لپاره د ښار له بېلابېلو سیمو خلک ورځي.

نوموړی د ځايي خلکو له قوله وايي، چې دا جومات د ښار په داسې برخه کې موقعیت لري، چې معمولاً له ګڼې ګوڼې ډکه وي او تنګې پېچلې کوڅې لري.

د یوه عیني شاهد په وینا د همدې تنګو کوڅو او لارو له کبله روغتون ته د ټپیانو رسولو لړ کې هم ستونزې او خنډونه رامنځته شول.