د پېښور چاودنه کې ۳ سرتېري وژل شوي

د ویډیو تشریح، پېښور کې د سې شنبې په ورځ چاودنې درې ملېشه سرتېري ووژل او اته یې ټپیان کړل

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د سې شنبې په ورځ چاودنې درې ملېشه سرتېري وژلي او اته نور يې ټپيان کړي دي.

د دغه برید مسوولیت له پاکستاني طالبانو بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار منلې ده.

سیمه اییز امنیتي چارواکي وايي، د پېښور په بشیر اباد کې د ملېشه سرتېرو له موټرو سره نږدې د ماین چاودنې له امله دا مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په خبره په ټپيانو کې یو لاروی هم دی.

د دغې پېښې یو عیني شاهد وايي، دوی د ملېشه ځواکونو د همدې موټر شاته په لس میترۍ کې و، چې چاودنه وشوه. د ده په خبره په چاودنه کې د دوی په موټر کې سپور یو کس هم ټپي شوی.

پولیس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په دغه برید کې یو لاروی هم ټپي شوی دی.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی د چارواکو له خولې وايي، د ملېشه ځواکونو دغه سرتېري د امام حسین د څلوېښتۍ مراسمو د ساتنې لپاره پېښور ته راغلي و او نن بېرته خپلو بارکونو تر پر لاره و.

پېښور کې د دې مراسمو لمانځلو پر وخت کلک امنيتي تدابیر نیول شوي و او ګرځنده ټيلي فونونه هم بند و.

د چارواکو په خبره، په دې چاودنه کې یو کیلوګرام باروت کارول شوي دي.

ویل کېږي چې په دې سیمه کې مخکې هم ورته پېښې شوې دي.

جماعت الاحرار ډله څوک دي؟

د جماعت الاحرار اورپکي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې په پېښور او کوټه کې د بریدونو مسوولیت جماعت الاحرار او داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

په جماعت الاحرار کې څوک ورټول دي؟ څه موده وړاندې ددغې ډلې ویاند احسان الله احسان ویلي و، له پاکستاني طالبانو ځینې ډلې او دمنځنۍ اسیا د یوشمېر اورپکو په ګډون ځېنې بهرني وسله وال له دوی سره په دې ایتلاف کې ملګري شوي دي.

د احسان په خبره د حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته کله چې د سوات د طالبانو مشر مولوي فضل الله د پاکستان د تحریک طالبان مشر شو په ټوله کې ددغه ډلې په منځ کې درزونه پیدا شوو.

د کوټې په ملکي روغتون کې د ځانمرګي برید چې د قربانیانو شمېر يې تر۷۱ رسېدلی او تر یو ۱۱۰ زیات نور لاهم ټپیان دي، پړه یې همدې ډلې پر غاړه اخیستې وه.

ددې ترڅنګ د لاهور په ګلشن پارک کې برید چې لسګونو کسان يې وژلي و، مسوولیت يې دوی منلی و.