د پاکستاني طالبانو او حکومت خبرې؛ 'ټي ټي پي' ولې اختر لپاره اعلان کړی اوربند وغځاوه؟

طالبان، ٹی ٹی پی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عزیز الله خان
    • دنده, بي بي سي اردو

د پاکستاني‌ طالبانو تحریک "ټي ټي پي" د تېر کمکي اختر لپاره اعلان کړی یو اړخیز اوربند ۵ نورې ورځې (د مې تر ۱۵مې) غځولی دی.

دا اوربند داسې مهال اعلان شوی چې د پاکستان د حکومت او 'ټي ټي پي' ترمنځ یو ځل بیا د خبرو اترو ګنګوسې روانې دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني د دوی لخوا د اوربند غځېدو منښته کړې.‌

پاکستاني‌ طالبانو په دې تړاو یو تحریري حکم هم صادر کړی.

په دغه حکم کې راغلي‌ چې د مې پر ۱۶مه به جنګیالیو ته نوې لارښوونې وشي.

د ټي‌ ټي پي ویاند د اپرېل په ۲۹مه ویلي و چې د می تر لسمې له جګړې او بریدونو لاس اخلي.

په دې تړاو خپاره شوي بیان کې له جنګیالیو غوښتل شوي‌ وو چې پر اوربند بشپړ عمل وکړي او یو ځای دې هم پر پاکستاني ځواکونو برید نه کوي.‌

د یادونې ده چې د دغه اوربند تر اعلان وروسته له پاکستانه ټي ټي پي ته د منسوب تاوتریخوالي راپور نه دی ترلاسه شوی.‌

تر اوسه نه 'ټي ټي پي' او نه هم د پاکستان حکومت په دې اړه څه ویلي چې دغه اوربند پر کوم بنسټ او یا د کومې هوکړې له مخې شوی.

ایا مذاکرات روان دي؟

طالبان، ٹی ٹی پی

د پاکستاني طالبانو تحریک لخوا د یو اړخیز اوربند د اعلان پرېکړه غېر معمول ده او اوس د دغه اوربند د غځولو پرېکړې نورې پوښتنې هم راپورته کړي.‌

د وزیرستان باخبره قامي مشران په دې تړاو له ډېر څه ویلو انکار او یوازې پر دې بسنه کوي چې که کومه پرېکړه وشوه،‌ نو اعلان به شي.

یوه قومي مشر بي بي سي ته ویلي چې د تېرې روژې میاشتې تر پیل وړاندې د 'ټي ټي پي' له کسانو سره خبرې شوې او د پرمختګ د امکان یادونه هم شوې وه. خو راتلونکو مذاکراتو ته نېټه نه ده ټاکل شوې.‌

یوه ځايي خبریال صفدر دوړ بیا بي بي سي ته ویلي د ده مالومات ښيي‌ چې له 'ټي ټي پي' سره خبرې روانې دي‌ او په دې لړ کې د پاکستان د حکومت یو پلاوی کابل ته تللی.

راپور دا دی چې دغه پلاوي قومي مشران،‌ دیني عالمان او نور مخور شامل دي.

خو دا خبره تر اوسه افغانستان کې د طالبانو حکومت او یا پاکستان لخوا په رسمي‌ ډول نه ده تائید شوې.‌

افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه ویاند بلال کریمي په دې اړه بې خبري ښودلې او د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني بیا تر اوسه د بي بي سي دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.‌

صفدر دوړ د سرچینو په حواله وايي‌،‌ ټاکلې دا پلاوی دوه په دوه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي‌ سراج الدین حقاني او د ټي ‌ټي پي له مشرانو سره وګوري.‌

ویل شوي چې دې لیدنه کې به د سولې مذاکراتو پروسې پر لارو چارو خبرې کېږي.

له دې سره هممهال ځايي‌ خلک وايي‌ د شمالي او سویلي وزیرستان قومي مشران په جلا جلا ډول د خپل قومي دود دستور له مخې له ټي ټي پي سره اړیکه کې دي،‌ چې سیمو کې یې د امنیت د ټینګښت لپاره په خپلواک ډول کار شي.

سرچینې وايي‌ دغو پلاوو څو اوونۍ وړاندې افغانستان کې د ټي ټي‌ پي‌ له کسانو سره اړیکه کړې.

تر اوسه رسمآ په دې اړه هم څه نه دي ویل شوي.

ایا مسلم خان او محمود خان خوشې شوي؟

طالبان، ٹی ٹی پی

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان له حکومت سره تېرو ناکامو مذاکراتو کې د "ټي ټي پي" یوه عمده غوښتنه دا وه چې د دوی تر سلو ډېر بندیان دې خوشې شي.

دغو بندیانو کې د ټي ټي پي مهم مشران مسلم خان او محمود خان هم شامل دي.‌

اوس داسې رپوټونه ورکړ شوي‌ چې د پاکستاني طالبانو تحریک دغه دوه قومندانان له زندانه خوشې شوي خو تر اوسه له امنیتي‌ ځواکونو سره دي.‌

ویل کېږي د ټي ټي‌‌ پي‌ مشرانو غوښتي چې مسلم خان او محمود خان دې دوی ته افغانستان کې وسپارل شي،‌ خو حکومت غواړي چې پاکستان کې دې یې تر څارنې لاندې اوسي.

یو بل ژورنالیست مشتاق یوسفزی په دې اړه وايي ده ته رسېدلې مالومات ښيي‌ چې د ټي ټي‌ پي دغه مشران افغان طالبانو ته سپارل شوي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ روانو مذاکراتو کې منځګړیتوب کوي.‌

د نوموړي په خبره داسې رپوټونه هم شته چې مسلم خان او محمود خان لا پاکستان کې دي او د خبرو تر بریالي‌ کېدو وروسته به افغان طالبانو ته سپارل کېږي.‌

د پاکستان رسمي سرچینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي‌ ويلي.‌

سرچینې وايي‌ د پاکستاني‌ طالبانو تحریک ځینې نورې مهمې غوښتنې هم کړي چې له خیبرپښتونخوا سره د تړل شویو قبایلي سیمو د پرېکړې لغوه کېدل هم پکې شاملېږي.

د دغو سیمو (فاټا) رسمي‌ چارې پخوا د ایالتي‌ حکومت پر ځای نیغ په نیغه مرکزي حکومت پر مخ وړلې.

له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د تړل کېدو پرېکړه د مسلم لیګ (ن) تېر حکومت کړې وه.

د ټي‌ ټي پي او حکومت مخکیني مذاکرات

طالبان، ٹی ٹی پی

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستاني‌ طالبانو تحریک او حکومت ترمنځ د خبرو لړۍ د تېر ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې پیل شوې وه او هغه مهال ویل کېدل چې افغان طالبان پکې مهم رول لوبوي.

په دې لړ کې داسې رپوټونه هم ورکړ شوي وو چې له وزیرستان او نورو پخوانیو قبایلي سیمو ځینې مشران له 'ټي ‌ټي پي' سره خبرو لپاره افغانستان ته تللي‌.‌

ویل کېږي د خبرو دا لړۍ همدغو قبایلي مشرانو پیل او بیا یې افغان طالبان هم ورښکېل کړي.‌

د پاکستان حکومت د تېرو مذاکراتو له مخې د پاکستاني‌ طالبانو یو شمېر بندیان خوشې کړي و خو ویل کېږي درې کسان یې ځان سره پېښور کې وساتل.‌

د تاوتریخوالي څپه

طالبان، ٹی ٹی پی

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان حکومت دروان ۲۰۲۲ زېږدیز کال له پیله د وسله والو خلاف عملیات او همدا راز د پاکستاني‌ طالبانو تحریک پر امنیتي‌ ځواکونو بریدونه ډېر کړي‌ دي.

دواړو خواو دغو بریدنو کې یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا هم کړې دي.

ټي‌ ټي پي وايي چې‌ تېره اپریل میاشت کې یې پر حکومتي اهدافو ۵۴ او تر هغې وړاندې مارچ کې ۳۹ بریدونه کړي چې لسګونه سرتېري پکې وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو لخوا تر ټولو ډېر بریدونه شمالي او سویلي وزیران، ډېره اسماعیل خان او پېښور کې شوي.