د پاکستاني پوځ او 'ټي ټي پي' ترمنځ نښتې؛ دواړه خواوې د مرګژوبلې جلا ارقام ورکوي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د رپوټونو له مخې ډېورنډ کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني ځواکونو یوه تازه برید کې ۷ سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځي چارواکو رسنیو ته ویلي دا برید د پنجشنبې پر ورځ د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان شوی.

دا برید د شمالي وزیرستان داسې ځای کې شوی چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د حافظ ګلبهادر ډله پکې فعاله ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې د شمالي وزیرستان په شام او میرعلي خدي سیمو کې د پاکستاني طالبانو په دوه جلا بریدونو کې دوه سرتیري وژل شوي وو.

د پاکستان ملکي او پوځي سرچینې وايي افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تر ډېورنډ کرښې هاخوا امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.

په دې لړ کې د پاکستان پوځ عامه اړیکو مسئول تورن جنرال بابر افتخار د پنجشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې د روان (۲۰۲۲) کال له پیل راهیسې وسله والو بریدونو کې د دوی "۹۷ افسران او ځوانان" وژل شوي دي.

هغه دې موده کې د ۱۲۸ وسله والو د وژلو او د ۲۷۰ نورو د نیول کېدو ادعا هم وکړه.

خو د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني بیا نن (جمعه) رسنیو ته په استولې اعلامیه کې د پوځ ویاند لخوا وړاندې شوي ارقام رد کړي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان پوځ له رسنیو او خلکو د حقایقو د پټولو هڅه کوي.

ګیتي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان د پوځ ویاند

د ټي ټي پي ویاند ویلي چې یوازې د روژې له پیل راهیسې یې پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو ۲۸ بریدونه کړي چې د پوځ د یوه مېجر او د پولیسو د یوه ډي اېس پي په ګډون شاوخوا سلو سرتیرو ته پکې مرګژوبله اوښتې.

هغه همدا راز وايي تېرو درېو میاشتو کې یې د امنیتي ادارو ۱۵۹ کسان وژلي او ۱۷۲ ټپي کړي، او په دې موده کې د خپلو یوازې نږدې ۲۰ وسله والو د وژل کېدو منښته کوي.

د پاکستان پوځ او ټي ټي پي لخوا د دغو ارقامو خپلواک تائید ځکه ستونزمن دی چې تر ډېورنډ کرښې هاخوا پخوانیو قبایلي سیمو کې د ازادو رسنیو فعالیت محدود دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک د روژې له پیل سره سم پاکستان کې د البدر په نوم عملیات اعلان کړي. د پاکستان پوځ هم له خپله اړخه د وسله والو د ځپلو لپاره د 'رد الفساد' په نوم پر پوځي عملیاتو بوخت دی.

ټي ټي پي

د عکس سرچینه، Social Media

پاکستان کې امنیتي پېښې تر هغې وروسته ډېرې شوې چې د پاکستاني طالبانو د تحریک او پوځ ترمنځ د سولې خبرې ناکامه شوې. د دوی ترمنځ د افغان طالبانو په منځګړيتوب د سولې لنډمهاله هوکړه هم شوې وه، چې وروسته ماته شوه.

د پاکستان د پوځ ویاند د اپریل په ۱۴مه وویل چې "ټي ټي پي" سره خبرې اترې پای ته رسېدلې او "د ترهګرو خلاف زموږ قامي جنګ به د وروستي ترهګر تر وژلو دوام کوي."

هغه ومنله چې هېواد يې دمګړۍ له "خورا ډېرو امنیتي ننګونو سره مخ دی" او "وسله وال بلوچستان او قبایلي سیمو کې د وضعیت خرابولو بې کچې هڅې کوي."

د پاکستان پوځ او د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان څو ځله ادعا کړې چې ترهګر د افغانستان له خاورې و اوړي او د دوی د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي.

خو افغان طالبانو دا ادعا رد کړې.