د پاکستان او طالبانو خپلمنځي اړیکې؛ پر خوست او کونړ بمبارۍ به څه پایلې ولري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حمید شجاع
- دنده, بي بي سي - لندن
د شنبې سهار (اپرېل ۱۶مه) د پاکستان پوځي جېټ الوتکو د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې داسې مهال یو شمېر سیمې بمبار کړې چې خلک پېشلمي ته ناست وو.
له پېښې سملاسي وروسته افغانستان او پاکستان کې پر خواله رسنیو د مرګژوبلې په اړه ګنګوسې پیل شوې.
د وخت په تېرېدو سره باوري سرچینو هم بېلابېلو رسنیو ته تائیده کړه چې پاکستانیو الوتکو یادو سیمو کې بمبار کړی او ولسي خلک یې وژلي دي.
د سرچینو په وینا د خوست بریدونو کې لږ تر لږه څلوېښت کسان وژل شوي، چې د یوې کورنۍ ۲۷ غړي هم په کې شامل دي. کونړ کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
دې پېښې ته د افغان طالبان او د پاکستان د حکومت غبرګونونه د پام وړ توپیر لري، او دواړه خواوې یو بل ملامتوي.
پوښتنه دا ده چې دا پېښه، او ورته د دواړو خواو غبرګونونه د افغان طالبانو او پاکستان د اړیکو اوسني وضعیت په اړه څه وایي؟
دا پوښتنه ځکه هم مهمه ده چې پاکستان کې د نوي حکومت په راتلو سره ډېری کسان د افغانستان او طالبانو په تړاو د پاکستان د راتلونکې پالیسۍ په اړه هم بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.
د طالبانو 'غیر عادي او توند' غبرګون

د عکس سرچینه، MOfa
لا سهار وختي و چې پر خوالو رسنیو د خوست د پېښې ځینې ویډیوګانې راڅرګندې شوې، چې په کې د یو شمېر ماشومانو او ښځو مړي لیدل کېږي.
تر ماسپښین مالومه شوه چې پېښه لویه ده او د مرګژوبلې شمېر هم ډېر دی، او د قربانیانو د هویت په اړه هم له سرچینو مالومه شوه چې ولسي خلک دي.
دا هغه کډوال دي چې وزیرستان کې د پاکستان پوځي عملیاتو له کبله له خپلو سیمو بېځایه شوي او له څو کلونو راهیسې خوست کې مېشت دي.
له پېښې وروسته افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاندویان او نور چارواکي تر ډېرو ساعتونو د پېښې په اړه غلي وو، او یوازې همدومره یې ویل چې 'مالومات کوو'.
یاده دې وي چې شنبه ټوله ورځ پر خواله رسنیو ګڼو کسانو پر افغان طالبانو نیوکې کولې چې ګواکې د پاکستان د ښکاره تېري پر وړاندې چوپ دي.
خو وروسته له هغه چې ګڼو کورنیو او بهرنیو رسنیو د پېښې په اړه رپوټونه خپاره کړل، د طالبانو دیپلوماتیکه او رسنیزه دستګاه هم لاس پر کار شوه.
لومړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، کابل کې یې د پاکستان سفیر ور احضار کړی او د دې بمباریو په تړاو یې ورته 'اعتراضیه لیک' سپارلی دی.
له هغه وروسته، د افغانستان پر وخت شاوخوا ماسخوتن ۸ بجې، د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بلاخره د پېښې په تړاو پر خپله ټوېټر پاڼه غبرګون وښود.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پرتله د ښاغلي مجاهد غبرګون لنډ، خو خورا توند و.
نوموړي لیکلي چې 'د افغانانو حوصلې دې نه ازمویل کېږي او که دا ډول تېروتنې بیا تکرار شي نو بدې پایلې به ولري'.
د طالبانو د دفاع وزارت هم د یکشنبې پر روځ، له پېښې شاوخوا ۳۰ ساعته وروسته، د پاکستان بمباریو ته خپل غبرګون وښود.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یو لنډ ویډیو کلپ کې دا پېښه 'غیر انساني او ظالمانه' بللې او ګواښنه یې کړې چې 'هېڅ هېواد دې افغانان نه مجبوروي چې ورته ګام پورته کړي'.
د پاکستان غبرګون کې بمباریو ته هېڅ اشاره نشته

د عکس سرچینه، Getty Images
د شنبې پر ورځ له بمباریو وروسته د پاکستان حکومت او یا هم پوځ د دې پېښې په تړاو هېڅ غبرګون ونه ښود.
خو یکشنبه سهار د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پېښو په تړاو 'د رسنیو رپوټونو ته غبرګون کې' د شپږو مادو یوه مفصله اعلامیه خپره کړه.
د دې اعلامیې په اړه حیرانوونکې خبره دا وه چې خوست او کونړ کې بمباریو ته په کې هېڅ اشاره نه ده شوې.
برعکس، د پاکستان حکومت تور لګولی چې 'ترهګر له څه مودې راهیسې د افغانستان پر خاوره ازاد فعالیت کوي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي'.
اعلامیه کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) یادونه هم شوې او په غیر مستقیمه توګه دا ډله د اپرېل پر ۱۴مه شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د برید مسؤله بلل شوې.
یاده دې وي چې هغه برید کې، چې پاکستاني طالبانو یې مسؤلیت هم منلی، لږ تر لږه ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو، او د دې هېواد نوي لومړي وزیر شهباز شریف یې په ښکاره توګه د غچ اخیستو ژمنه کړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، له تېرو څو میاشتو راهیسې له افغان طالبانو سره پر دې غږېږي چې څه ډول سیمه کې د 'ترهګرو د فعالیتونو مخنیوی وشي'، خو وایي له دې سره سره بیا هم دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه ډېر شوي دي.
خپلمنځي اړیکې کومې خوا ته روانې دي؟

د عکس سرچینه، Qureshi Facebook
د پاکستان حکومت له کلونو راهیسې تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو او بلوڅو بیلتون پالو په ګډون یو شمېر نورې پاکستان مخالفې ډلې افغانستان کې فعالې دي.
خو د افغانستان تېرو حکومتونو او دې هېواد کې د طالبانو اوسني حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.
د روان کال په لومړیو کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې پاکستاني طالبانو سره یې مذاکرات پیل کړي او د یوې میاشتې پر اوربند هم هوکړه شوې.
وروسته دا هم مالومه شوه چې افغان طالبانو په دې خبرو کې منځګړتوب کړی او پاکستاني طالبان یې اسلام اباد سره خبرو ته چمتو کړي.
خو هغو مذاکراتو کومه پایله نه درلوده، اعلان شوي اوربند هم دوام ونکړ او یو ځل بیا د پاکستان یو شمېر سیمو کې پر پوځیانو بریدونه پیل شول.
پر ۱۴م اپرېل شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ برید او هلته د ۷ پوځیانو وژل کېدل داسې پېښه ثابته شوه چې د پاکستان حکومت او پوځ یې ظاهراً پوځي اقدام ته اړ ایست.
یاده دې وي چې له دې پېښې سره هم مهاله پاکستان کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان له واکه لېرې کړل شو او پر ځای یې نوی ایتلافي حکومت جوړ شو.
د نوي حکومت لومړي وزیر شهباز شریف د اپرېل پر پنځلسمه پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، "وزیرستان کې د وژل شویو پوځیانو قرباني به نه ضایع کېږي او د پېښې عاملین به په نښه کېږي".
د پاکستان نوي ایتلافي حکومت کې د خینو شریکو ګوندونو او سیاستوالو دریځ ته په کتو، دا اټکل به بېځایه نه وي چې دا حکومت به د افغان او پاکستاني طالبانو په اړه د پالیسۍ د بدلولو هڅه وکړي، او دې لړ کې ښایي جلا تګلاره غوره کړي.

د عکس سرچینه، Shehbaz Sharif Twitter
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دوړ د هغو سیاستوالو په ډله کې دی چې د عمران خان پر ضد اپوزیسیون او له واکه د هغه راپرځولو کې یې رول درلود.
نوموړي بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ چې نوی حکومت به د افغان طالبانو په اړه بل ډول (سخته) تګلاره غوره کوي.
ښاغلی دوړ وایي، د پاکستان واکمن ایتلاف کې شریک ډېری ګوندونو پر دې موضوع یوه خوله دي او داسې ګڼي چې د طالبانو حکومت په زور پر افغانستان تپل شوی دی.
د پاکستان نوي حکومت تر دې دمه د افغانستان او افغان طالبانو په تړاو د خپلې پالیسۍ جزئیات نه دي شریک کړي.
په دې ایتلافي حکومت کې د مسلم لیګ (نواز)، پاکستان پیپلز پارټۍ او د محسن دوړ په څېر 'طالب مخالفه' ګوندونه او څېرې شاملي دي.
خو بل لور ته د مولانا فضل رحمان په څېر سیاستوال هم د نوي حکومت په جوړولو او د عمران خان په بېواکه کولو کې کلیدي درلود.
نوموړی له افغان طالبانو سره نږدې او دوستانه اړیکې لري، او په تېرو شلو کالو کې یې پر بېلابېلو موضوعاتو د دې ډلې ننګه کړې ده.
افغان طالبانو په پاکستان کې د نوي حکومت جوړېدو ته لا کوم رسمي غبرګون هم نه دی ښودلی، خو د عمران خان په څېر د یو خواږخوږي له لاسه ورکول ښایي د دې ډلې په ګټه تمام نشي.
دا چې پاکستان به په اوږدمهال کې د افغان او پاکستاني طالبانو پر وړاندې څه ډول تګلاره غوره کوي، په دې پورې هم اړه لري چې هلته نوی ایتلافي حکومت د بهرنۍ پالیسۍ برخه کې څومره واک لري.
دا چاره (بهرنی سیاست او اړیکې) تر ډېره د پاکستان د پوځ په کنترول کې پاتې شوې، او ګرانه به وي چې نوی حکومت دې سملاسي دې برخه کې کوم لوی بدلون راوستلو ته پرېښودل شي.






